زيری! دماشوم ادبياتو  لپاره ځانګړې ويب پاڼه پر ليکه شوه

درنو لوستونكو او د ماشوم د ادب مينه والو !
 
زيری دركوو چې د نورو پښتو ادبي او كلتوري ويبپاڼو تر څنګ دا دى د ماشوم د ادبياتو په برخه كې هم د مصور خپرندوی بنسټ ويبپاڼه پرانيزو .
په دغه ويبپاڼه كې به د ماشوم د ادب بيلابيلې خواوې درته راوسپړو . خو د ويبپاڼې دا تشې تاقچې يواځې او يواځې ستاسو درنو ليكوالو په همكارۍ ډكولاى شو .
دغه شان ستاسو درنو لوستونكو نه هم هيله كوو چې په خپلو نيوكو ، مشورو او وړانديزونو سره دا پاڼه ښكلې او په هر تول پوره وساتئ .
مونږ به ستاسې د ليكنو او نظرونو لارې څارو .
 
                                                  په درنښت
                                    د مصور خپرندوى بنسټ د مشرتابه شورا
 ویب پاڼه:
 
                                           
 
http://www.musawar.org/
  
 
بریښنا لیکونه:
ajmal_toorman@hotmail.com
 
amirjanahmadzai@yahoo.com