ولسمشرۍ ته دکانديدانو دپاملرنې وړ !!!

ډېره درنه ولسمشرۍ ته کانديده وروره که دې پريکړه کړې وي چې دافغانستان راتلوونکى ولسمشرشې نولومړى خو زه وايم چې په دغه کاربيا هم فکر وکړه ځکه چې کيدى شي دغه کارستا داحساساتو زيږنده وي اوډيرتحليل دې نه وي پرې کړى راځه په غوصه نه شې په دغه کار يو ځل بيا هم په يوه تياره اوګوښه ځاى کې کينه او چورت پرې ووهه . په هر حال بيا هم ستا کار ده اوهغه وايي کنه چې ديوانه به کار خود هوشيار است کيدى شي همداسې وي نو راځه يو بل کار وکړو دغه زما څو مشورې خو درسره واخله نورد برياليتوب غواړم .
- که پيسې نه لرې؟
نوکرار کېنه هيڅوک اوبو نه دي راوړي چې رايه درکړي.
- که ولسي ملاتړاوخلک نه لرې ؟
نوجارسم لومړى اخلاق مهمه دي او بيا … نه چې بيادهغوپخوانيوپه څيرپه ټولو افغانستان کې  ٦٠  رايې واخلې هغه هم په تصادفي ډول.
- که نړيوال ملاتړ نه لرې؟
نو ګرانه دا خوهغه خبره ده چې تابايد لومړى فکر پرې کړى وى نه اوس ځکه چې ته اوس يو ستراتيژيک کس نه يې يوازې دډيمکراسۍ دښه انځور لپاره ښه سياهي لښکر ګرځيدى شي او بس .
- که په خپل برياليتوب باور نه لرې؟
نو راځه ګرانه يوڅوتنه خو به دې وپيژني او کيدى شي يوه ورځ په ملي بس کې څوکۍ درته خوشې کړي او ووايي چې اکا کينه .
- که دولسمشرۍ وړتيا نه لرې ؟
که دې ددې پوښتنې ځواب منفي وي نو خداي(ج) دې خوار کړه داسې څوک کوي يوه ورځ خو به مکتب ته تللى وې څومره يې وويل چې ((راځۍ چې سبق ووايو)).
- که له ناکامۍ نه ډاريږې؟                                                                              
نو ګرانه لکه چې نه دې دي اوريدلي چې شولې ته بخو پردې ته بکو له لاسه پورته لو مکوه نه چې ګوتې دې وريبې .
- که شهرت نه لرې؟
نو ګرانه يوه مشوره به زه درکړم خو پام چې نورو کانديدانو ته مې ور ونه ښېې چې له زنګونو څخه به مې ليونى کړي ګوره خبره دې زما او ستا سره وي، په دولت انتقادونه پيل کړه انتقاد که هرڅومره په چټي الفاظو وي چانس دې ډيروي .
- که د يوې ځواکمنې سياسي ډلې له خوا دمرستې په دود په شاه ټپول شي يې ؟
نوګرانه ديوې نينې په اندازه هم باور پرې ونه کړې،دې ته سياست وايي چې زه او ته شکر ده نه پرې پوهيږو.
- که په کومه درنه اوښه کورنۍ پورې تړلى يې ؟
نوګرانه زه خو فکر کوم چې ډير احتياط کوه ځکه چې زمانه خرابه ده نه چې څوک دې په کوم ګرم بازار خرڅ کړي .
- که دم ګړۍ په دولت کې کار کوې ؟
نو ګرانه غوړي لا غوړ، له دې ښه چانس خو بل هيڅ کانديد هم نه لري، زه خو وايم چې سرله سبا ددفترمامورين،هغه سکرټره اوهمدغسې نور ټولو ته يوه غونډه ونيسه او برالا ورته ووايه چې ټول به وزيران کړې نورکمپاين دوي ته پريګده،څوک نه غواړي چې يوڅوک واوسي بيا...؟؟؟
- که په انګريزي ژبه نه پوهيږې ؟
نو ګرانه راځه چې يوکار دواړه يوکورس ونيسو،زه هم ډير ضرورت ورته لرم، خو په يوه شرط ،هغه دا چې په کورس کې به زما فيس هم ته ورکوې ځکه چې ته خو کانديد يې،کنه،بچو.
- که په کوم کليدي وزارت کې کار کوې ؟
نوګرانه له لسو بجو وړاندې دندې ته مه ورځه ځکه چې انتحاريان خپل کار په همدې وخت کې سرته رسوي .
- که غواړې چې له کاميابۍ وړاندې کومه صدمه درته ونه رسيږي ؟
نو په ځان ګرانه کانديده له خپله کوره دې سيمټي ديوالونه راتاوکړه او بچيان دې هم په شخصي ښونځيو کې شامل کړه .ځکه داهم اوس يو رواج غوندې ګرځېدلى دى.
برياليتوب دې غواړم.
سفر په خير