
لنډه کيسه او ناول د داستاني ادبياتو هغه دوه مهم ژانرونه دي ، چې په اوسني دور کې يې زيات شمير ليکوالو ليکلو ته مخه کړيده . دا مهال په پښتو ادبياتو کې تر بل هر ادبي ژانر لنډې کيسې او ناولونه زيات چاپيږي او پلورل کيږي ، خو پدې ترڅ کې ځينې داسې لنډې کيسې او ناولونه هم چاپ شوي ، چې يوازي يې نوم لنډه کيسه او ناول وي .څو ورځې وړاندې مې په يو ناول باندې سترګې خښې شوې ، خو د کتاب له نوم څخه را ته د کيسې ټول مالومات وشول او د څو پاڼو له لوستلو وروسته مې شک په باور بدل شو . خو بل پلو ځينې ليکوال بيا داسې معياري لنډې کيسې او ناولونه ليکي ، چې د سړي سره د پښتو ادبياتو د پراختيا او وړاندې تګ هيلې پيدا کوي .يو هم د دغو پياوړو او نوښتګرو ليکوالو له ډله څخه نصير احمد احمدي دي.ښاغلي احمدي نږدې له نهو کلونو راهيسې ليکوالي کوي ، چې پدې موده کې يې يوولس کتابونه چاپ کړيدي ، چې يوازې شپږ يې ناولونه دي .د نصېر احمد احمدي دا ستانونه د کليوال ژوند پيښې انځوروي ، په کيسو کې يې په زړه پورې ډيلوګ موجود وي ، د کر کټرونو تر منځ خوندور کشمکش ، د کيسه ليکلو خاصه او روانه ژبه ، په کيسو کې يې غوټه شته ، له تلوسې نه ډکې دي ، د پيښې قوي انځورونه وړاندې کوي ، د پيښو تر منځ يې تسلسل وي او کيسې يې طبيعي او له خونده ډکې دي .دا ځل مو د همدې پياوړي ليکوال ، يعنې نصېر احمد احمدي سره د زړه خواله کړيده ، اصلاٌ مرکه ما (شهاب) د سولې پيغام راډيو لپاره کړې وه ، خو د ځینو ملګرو په غوښتنه مو ليکنۍ بڼې ته هم واړوله ، نو له روهي ویبپاڼې نه په مننې سره يې تاسې لوستونکو ته د لوستلو بلنه در کوم .
شهاب:ښه راغلئ احمدي صيب! خوشاله يم ،چې د مرکې کولو موقع مو راکړه، که په پيل کې مو د مهربانې له مخې مينوالو ته خپل ځان ور وپيژنئ ؟
احمدي: مننه شهاب صيب ، په سرکې تاسې او ستاسې اوريدونکو ته سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم ، نوم مې نصير احمد دي ، کورني نوم مې احمدي دي په(۱۳۵۴) لمريز کال د غزني ولايت د قراباغ په ولسوالۍ کې زيږيدلي يم ، د حبيبي له ليسه څخه فرغ شوي يم ، يو دوه کاله مې پوهنتون ولوست ، البته د طالبانو د حکومت پرمهال ، خو وروسته د ځينو مشکلاتو په وجه را نه پاتې شو، په(۲۰۰۲) ميلادي کال کې مې د بي بي سي تعلمي پروژو سره کار پيل کړ په سر کې مې خپرونې جوړولې ، خو اوس د پښتو څانګه مسوول او اډيټر يم.
ـــ که د خپلو کتابونو په هکله مالومات را کړئ ؟
ـــ تقريباٌ يوولس اثار مې چاپ شويدي او بل هم د ماشومانو لپاره د لنډو کيسو ټولګه ده، چې هغه هم د چاپ لپاره تياره ده او اوس يې يوازې په رسامۍ باندې کار کوم .پدې يوولسو کتابونو کې شپږ ناولونه دي،لومړى ناول مې بوډا او د ليوانوپلونه و، له هغه نه را وروسته رڼا ناول و، بيا را وروست خونکار ناول و ،له هغه نه را وروسته يوه خبره درته وکم؟ په نوم ناول و،او وروستي چاپ شوي ناول اغزن سيم نوميږي .درې مې د لنډو کيسو ټولګې چاپ شويدي : لومړۍ سړه سېلۍ ،دوهمه مينه او دريمه هم د واورې سړي په نو م باندې د لنډو کيسو ټولګې چاپ شويدي.يو بل کتاب مې په فلسفه کې تلپاتې پيښې په نوم ژباړل شوي کتاب دي او يو ډير هنري کتاب دي .بل کتاب:(راځئ کيسه وليکو)په نوم دي ،پدې اثر کې د کيسه ليکنې ډيرې اسانې لارې چارې ښودل شويدي او دا دهغو کسانو لپاره چې غواړې نوې کيسه وليکي او يا هم په کيسه ليکنه کې يو څه مخکې تللي ، د هغوي لپاره ډير ساده مثالونه او ساده تشريحات دي پکې.
ــ لومړي مو څه وليکل لنډه ليسه ، که ناول؟
ــ لومړي مې تقريباٌ نهه کاله وړاندې لنډه کيسه وليکله ،بيا مې په هغه موده کې شپاړس لنډې کيسې نورې هم وليکلې او بيا مې د سړې سېلۍ په نوم يوه ټولګه په لومړي ځل چاپ شوه.
ــ د کيسې نو م څه و؟
ــ م م م نوم يې...
ـــ لکه چې هير شو؟
ــ هو ،ځکه ډيره پخوا مې ليکلې وه، که را ياده شوه بيا به يې در ته ووايم .
ــ معمولاٌ داسې کيږي ،چې پښتانه لومړۍ شاعرۍ ته مخه کړي او وروسته بيا داستان ليکلو ته مخه کړي ،خوفکر کوم تاسې بدون له شاعرۍ په پيل کې داستان ليکلو ته مخه کړه ،همداسې نده؟
ـــ هاهاها...ما په ټول عمر باندې شعر ندي ليکلي او نه دشعر ليکلو استعداد لرم ،په لومړي ځل مې لنډه کيسه وليکله او ملګرو هم تشويق کړم ،نو ما له ځان سره وويل: چې همدا لار تعقيب کړه او کېداي شي پرمختګ پکښې وکړې.
ـــ پخپله مو کوم زيات خوښيږي، لنډه کيسه او که ناول؟
ـــ زما دواړه خوښيږي هم لنډه کيسه او هم ناول ،چې هرچا ليکلي وي ، خوچې ښه يې ليکلي وي زما خوښيږي .
ـــ احمدي صيب! لنډه کيسه څه ډول راپيژنئ ؟
ـــ لنډه کيسه زما په نظز هغه ده چې يو هد ف تعقيب کړي، يو پيغام تعقيب کړي ،کرکټرونه يې کم وي ،مکان او زمان يې محدود وي ، معمولاٌ د يوې پيښې انځور وي او که له دينه زيات څه شول ،نو بيا د لنډې کېسې له چوکاټه وځي ، خوبرغکس بيا په ناول کې کرکټرونه کم نه وي ،هلته مکان او زمان محدود نه وي او له يوې اصلي پيښې سره څو فرعي پيښې يو ځاي شوې وي.
ــ په خپلو کتابونو کې مو کوم زيات خوښيږي ؟
ـــ رڼا ناول .
ــ ولې مو رڼا ناول زيات خوښيږي ؟
ــ رڼا ناول ،هغه ډير دردمند ليکل شوي،ما خپله هم ليکلي ، خو
باور وکړه له ليکلووروسته مې دوه درې ځله ورته ژړلي ، که اوس يې هم را واخلم او ويې لولم کېداي شې بيا هم ورته وژاړم ، په هغه کې يو خاص درد پروت دي، داسې يوه کيسه ده ،چې ډير خلک شايد وژړوي، د هغه تصويرونه زما په نظر باندې ډير قوي دي ، نورې ليکنې مې هم خوښيږي ، هره هغه ليکنه چې پخپله د ليکوال خوښه نشي ، نو هغه يې نه چاپ کوي ، زه معمولاٌ چې څه ليکمه څو ځله يې لولم له هغه وروسته اصلاحات پکښې را ولم ،بيا يې چاپ ته سپارم ، نو ټول ناولونه او لنډې کيسې چې دي په هغه ما زخمت ايستلي هاهاها... ؛ نو ځکه مې خوښيږي هم .
ــ ستاسې په نظر بايد ښه لنډه کېسه کومې ځانګړنې ولري؟
ــ داسې ده ،چې دا تر ډيره ذوقي مسايل دي ، داسې سړي نشي ويلي چې دغه کيسه غوره ده ، ممکن هغه اعلي او غوره کيسه د چا خوښه نشي او يا داسې چې انسان فکر کوي دغه ښه کېسه نده ،خو هغه ادنا کېسه کېداي شي زيات مينوال ولري، خو په عمومي توګه لنډه کيسه هغه ده چې په طبيعي توګه بايد خلاصه وي ، په طبيعي ډول وغزيږي ، ځينې پيښې کو چنۍ وي ، خو ليکوال په لوي لاس باندې کيسه غزولې وي ، چې له ليرې ښکاري پيښه يې سمه نده انځور کړې او يا کيسه لويه وي ، خو ليکوال را لنډه کړي وي او ډير داسې مهم ټکي چې بايد په کيسه کې را غلي وي ، نه وي را غلي، نو زما په نظر باندې ښه لنډه کيسه هغه ده چې په طبيعي توګه باندې خلاصه وي ، په طبيعي ډول وغزيږي ، يو پيغام يوه پيښه انځور کړي ، خو ځينې مشترک ټکې دي چې په لنډه کيسه او ناول دواړو کې راځي، چې هغه د کيسې غوټه ده ، د کيسه ژبه ده ، په کيسه کې هغه ډيلوګ او کرکټرونه دي ، د کيسه تصوير دي ، تلوسه ده او منطق دي دا ټکي او ځينې نو اړخونه که په دواړو لنډه کيسه او ناولونو کې په نظر کې ونيول شي ، نو کيسه او ناول يې پيا وړي کېداي شي ؛ خو بله خبره داده چې د کيسې لپاره موضوغ ډيره مهمه ده ، ځينې داسې موضوعات شته چې له نومه يې د کيسې د پيښې ټول مالومات کيږي او ياهم د يوڅو جملو له لوستلوورو سته اوهمدا شان ځينې تکراري موضوعات را اخيستل کيږي او هغه هم په تکراري بڼه راوړل شويدي ،باور وکړه ، دوې درې داسې کيسې مې لوستې دي ،چې هغه څو ليکوالو ليکلې وې ، خو ډير کم توپيريې سره درلود ، نو ښه کيسه او ناول ځينې مشترک ټکې لري ، که چيرې دغه ټکي په نظر کې ونيول شي ، نو کيسه په زړه پورې کېداي شي .
ـــ ښه موضوع کومه ده ؟ او څه ډول کولي شو ښه موضوع پيدا کړو؟
ــ شايد څوک ووايې ، چې دنيا تکرار ده ، ژوند تکرار دي او يا هم له اختراع نه پرته به بله کومه نوې موضوع نه وي ، خو که انسان فکر وکړي ، بيل ژوند ، بيلې پيښې او بيل چاپير يال پخپله يوه نوې موضوغ ده او همدارنګه که چېرې زړه موضوغ هم وي او هغه ته مونږ يوه نوې زويه و ټا کو ، له نوې زويه ور ته وګورو، دا پخپله نوې موضوع ده ، شايد په دنيا کې د مينې په اړوند په سلګونه او يا هم زرګونه ناولونه او لنډې کيسې ليکل شوې وي ، خو که په همدې مينه کې يوه نوې زويه پيدا کړو او يا دنوې اړخه پدې باره کې څه وليکو دا پخپله يوه نوې موضوع ده .
ـــ د چا لنډې کيسې مو خوښيږي؟
ـــ زما دشپون صيب ، د زرين انځور، البته هغه مې ډيرې پخوا لوستې وې ، همدارنګه مې د اکبر بري لنډې کيسې خوښيږي او ځينو نورو ليکوالو هم .
ـــ کوم ناولونه يا دچا ناولونه مو زيات خوښيږي؟
ـــ ما به شايد لس پنځلس ناولونه لوستي وي ، خو ډير زيات چې مې خوښ شوي هغه بينوايان ناول و، چې فرانسوي ليکوال ويکتور هو ګو ليکلي ، څوځله مې لوستي ، هر ځل چې مې لوستي ، نو نوي راته ښکاره شوي ( تکراري موضوع نه را ته ښکاريده )؛ ځکه هغه جمله بندي ، هغه تصويرونه او هغه د پيښې تر منځ تسلسل هغه څه وو چې کتا ب يې په زړه پورې کړي و.
احمدي صيب !په پيل کې هر کار خام وي ، يو څه نيمګړتياوې او ستونزې پکې وي ، خو وروسته بيا ګېداي شي پرمختګ وشي ،تاسې په لومړيو کې څه ډول نيمګړ تياوې درلودې ،چې اوس مو هوارې کړيدي؟
ـــ نهه کاله مخکې هغه اسانتياوې نه وې لکه اوس چې دي ، هغه مهال نه کمپيوټر و، نه انټر نټ ،نه دومره کتابونه وو او نه هم دومره ليکوالان . نهه کاله وړاندې به دې چې يو ليکوال د مشورې لپاره پيد ا کاوو؛ په تيره بيا په کلي کې ،زه هغه وخت په غزني کې اوسېدم ، باور وکړه په ټول کلې کې داسې څوک نه وو ،چې تا د مشورې لپاره پيدا کړي وى ، حتي لوستي کسان هم ډير کم وو ، نو داسې څوک چې په ادبياتو باندې وپوهيږي په ټوله ولسوالۍ کې هم نه وو، ما چې لومړۍ لنډه کيسه ليکلې وه ، هغه وخت زه پدې نه پوهېدم چې دا لنډه کيسه ده او که نده؟ځکه چې نه مې د لنډې کيسې تعريف زده و ،نه مې پدې اړه کوم کتاب موموندلي و، چې و يې لولم او مطالعه يې کړم او نه داسې څوک و، چې هغه ته کيسه ور ښکاره کړم او مالومات ور څخه واخلم ، چې دغه لنډه کيسه اوس څنګه ده ؟ کوم ځايونه يې نيمګړي دي ؟ قوم ځايونه يې قوي دي ؟ ايا لنډه کيسه ده ،نده او څه وکړم چې دغه لنډه کيسه شي ؟نو په پيل کې مې چې دوې درې لنډې کيسې وليکلې ،بيا زه کابل ته راغلم ، دلته مې يو خپل و، هغه په لنډو کيسو او ادبياتو کې يوڅه مهارت درلود ، نوهغه ،چې زما لنډه کيسې ولوستې بيا يې زه زيات تشويق کړم ، او اوس هم که زه هغه لومړۍ کيسه ولولم، نو ځينې اصلاحات به پکې را ولم.نو ما مخکې وويل ،چې لومړنۍ لنډې کيسې مې خامې وې لکه څرنګه چې د وخت په تيريدو سره د انسان ذهن تقويه کيږي ، همدارنګه ادبيا ت هم قوي کيږي ، که هغه ناولونه وي يا داستانونه وي او که هرڅه وي د تجروبو په تر لاسه کولو، په مطالعه او له نورو نه په پوښتنه کولو باندې ، دغه ورو ورو قوي کيږي ، نو زه بيا هم وايم ، چې زما ليکوالي هم په پيل کې خامه وه ، دومره قوي نه وه .
ـــ ا کثره پښتانه شاعران او ليکوالان چې دومره زيات مصروفيت پيدا کړي ، لکه تاسې ، چې د افغانستان په تغليمي پروژو کې هم کار کوي ، چې پخوا د بي بي سي تعليمي پروژې بلل کېدې ، نو هنري فعاليتونه يې سست شي ، تاسې د دومره مصروفيتونو سره څنګه دومره وخت پيدا کړي ،ترڅو دومره پنځونې وکړئ؟
ـــ نو ما چې دغه يوولس کتابونه ليکلي ، دغه مې ټول پدې وروستيو نهو کلونوکې ليکلي او له همدې نهو کالونو راهيسې زه دفتري کارونو هم کوم ، دغه راديو يي تعليمي خپرونې جوړوم ، اصلاٌ خبره داده که هر څوک له کوم کار سره مينه او علاقه ولري نو حتماٌ ور ته وخت پيدا کولي شي ، فرضاٌ زه اته ساعته په دفتر کې يم او څوارلس ساعته خو وزګار يم او يا خو اوو اته ساعته خوب کوم، نوبيا هم ډير وخت دي ،ځينې کسان وي چې زه وخت نه لرم دا دده خوښه ده ، خو زه وايم چې کله مونږ د يو څه سره علاقه ولرو ، نو د هغه لپاره و خت ټا کلي شو ، که داسې په ورځ کې يو يا نيم ساعت وخت ور ته بيل کړو و نو ډير څه کولى شو.انسان چې دي انسان دا داسې مخلوق دي ، چې پرور ديګار ده ته ذهنن ورکړى، تخليق يې ور کړى ،هر څه ليکلى شي باور وکړه ليکلى يې شي ، دا ما چې ليکلي مونږ په اونۍ کې دوې ورځې جمع او شنبه ر خصت لرو ،دا نده چې مونږ کار نه لرو، ډير مصروف يو ، اته نهه ساعته کار حتي په عامه اصطلاح باندې سر ګرولو ته هم نه يو وزګار ، ځکه دا راډيو داسې ده لکه ژرنده دايمه به چلنده وي ، بيا د بي بي سي په سويه خپرونې ، چې در نه غواړي ، ځکه هغه په ډير لوړ معيار او ډير لوړ کيفيت باندې غواړي او د هغوي کار ډير دي ، خو دا د ر خصتيو نه په استفادې د جمع او شنبه نه په استفادې مې دغه کارونه په مخ وړي، حتى له لمانځه نه وروسته د شپې لسو او يوولسو بجو پورې کمپيو ټر ته ناست يم ، دا داسې نده ،چې ما په زور دغه کارونه کړيدي؛ بلکې د شوق او علاقې له امله مې کړيدي .
ـــ يعنې ستاسې له خبرو داسې معلومه شوه ، که دا د فتري کارونه مو نه وى، کېداي شول پدې نهو کالونو کې مو څلرويشت کتابونه ليکلي وي ؟
ـــ هاهاها ... هو، د راډيو کار چې دي ،هغه هم ذهني کار دى ، تخليق دى او ذهن ډير ستړى کوي ، ځکه کله کله تياره ماښام کور ته ځم او ذهن مې دومره ستړ ى وي ، چې بيا نشي کېداى ، چې قلم او کتابچه را واخلم او يا هم کمپيو ټر چالاند کړم او بيا بيا څه وليکم ، نو زه نه پوهيږم ، خو زما شوق او علاقه دومره زياته ده ، باور وکړه ،چې زه بې کاره وخت پيدا کوم ، هغه په ليکنه باندې تيروم . په مطالعه کې له بده مرغه يو څه سست يم ، پخوا داسې نه وم ، خو اوس يم ، خو له ليکنې نه خوند اخلم ، ليکنه مې هيڅ وخت هم نه ستړى کوي ، هاهاها... نو هغه ستا خبره سمه ده ، کېداى شول زما دغه مصروفيتونه که کم وى ، ما به ډير څه کړي وى.
ـــ پدې ورستو کې مو ناولونه پر له پسې دوه درې چاپ شول ، خو لنډې کيسې مو ډيره موده کيږي ندي چاپ شوي ، ولې؟
ـــ دا دوه علتونه لري ، يو عمومي علت يې دا دى ، چې دا دوې درې مو ضوعګانې چې ما پيدا کړي ، کله چې زه يو څه ليکم، نو په ذهن کې يې پخوم ، ډير خلک داسې دي ، چې يوه طرخه ور ته جوړه کړي ، لنډ چو کاټ ور ته جوړ کړي ، هم د لنډې کيسې او هم د ناول لپاره ، خو زه داسې نه کوم پخپل ذهن کې يې پخوم ، دغه دوه درې مو ضو عات په طبيعي ډول د لنډو کيسو لپاره نه را تلل ، دا داسې اوږدې موضو عګانې وې ، کله مې چې په ذهن کې پخې کړې په ذهن کې مې سره واړولې ، په هره برخه باندې مې يې فکر وکړ په طبيعي ډول د لنډو کيسو له چو کاټه وتې ، نو دغه ناولونه را غلل او لنډې کيسې مې هم ندې پريښې ، درې ،څلور ، پنځه لنډې کيسې مې ليکلې او له دې سره لکه څرنګه چې ما مخکې هم يادونه وکړه د ماشومانو لپاره مې د لنډو کيسو تولګه هم برابره کړيده او دا پدې خاطر ، چې د ماشو مانو ادبياتو ته په پښتو ژبه کې دومره کار ندي شوي ، که په فيصدي يې شمار کړو د دوى لپاره پنځه فصيده کار هم ندى شوى ، نو پدې حساب دوى هم پر موږ باندې حق لري ، چې د دوى لپاره څه وليکو .
ـــ احمدي صيب! څه ډول سوژه پيدا کوئ؟ الهام در باندې را ځي او که په لوى لاس باندې دغه کار کوئ ؟
ـــ کله کله په ټو لنه کې يو څوک را ته کيسه وکړي او يا زه څه ووينم او بله دا چې باور وکړه همدا دې را ډيو خبرونه ، د تلويزون خبرونه تاته موضوع در کولى شي ، له يو دوست، له يو ملګري سره دغه ورځينۍ خبرې ، ورځينۍ ناسته ، خامخا که يو څوک فکر وکړي ، د هغه په خبرو کې به داسې يو څه نوي وي ، چې تاته يوه موضوع در کړي ، هوسهي ده ، چې په عامه ناسته کې په عامه غږيدا کې تاته مو ضوع نه وي ، خو ليکوال بايد د هغه له خبرو مالومه کړي او کله کله يو ټکى او يو ه کلمه تاته موضوع در کولى شي او همدارنګه ستا د بلې پوښتنې په ځواب کې ، زه نه پوهيد م دغه الهام خلک په شعر کې يادوي ، خو زه پخپله ، چې فکر ونه کړم تر اوسه خو هاهاها ... خداى په طبيعي ډول زما په ذهن کې څه ندي اچولي .
ـــ کله چې يو ناول يا لنډه کيسه ليکئ د مالوماتو په برخه کې څو مره تياري ور ته نيسئ ، ځکه دغه اغزن سيم چې سړي مطالعه کوي ، نو ګمان کوي ، چې ريښتيا به هم په تاسې دغه حالت چې د قاچاقي لارو ستونزه ده راغلي وي او دومره دقيق مو انځور کړيدى ، چې بيخي طبيعي ښکاري ، سره ددې ، چې تاسې اروپا ته په قاچاقي لارو نه يئ تللي.
ـــ هو ستاسې خبره بلکل سمه ده ، مثلاٌ ځني داسې ناولونه دي لکه : رڼا ، بوډا او د ليوانو پلونه يا خونکار ...
ـــ دا خو هماغه د قرباغ د ژوند خبرې دي هاهاها...
ـــ هو، هو دا همغه د قرباغ خبرې دي ، ستاسې په ارتباط باندې زه، د طالبانو په وخت کې د ايرانه تر تهران پورې تللى يم ، په همدغه قاچاقي لارو باندې ډيرې سختۍ چې په ناول کې را غلي دي په ما هم راغلي ، همداسې زمونږ نه کسان پاتې شوي ، همداسې را باندې ډېرې شپې شوې ، لوږه مو تيره کړيده ، او يوه اونۍ مو په غرونو کې پياده مزل کړى، يعنې دغه کتاب چې ما وليکلو دا زما د ستر ګو ليدلى حال و، خو کله چې د ايران نه ورها خوا د اغزن سيم خبره کيږي ، نو پدې صورت کې ريښتيا هم ما ته مشکله وه ، ځکه زه خو نه تر کيې ته تللي يم، نه يونان ته تللى يم ، نه مې همغه لارې لېدلې وې ، نو بيا مې ځني داسې دوستان ، اشنايان او ملګري پيدا کړل ، چې هغوى په ريښتيا هم پر دغو لارو تللي ول، دغه سختۍ ورباندې تيرې شوې وې ، بنديخانې يې لېدلې وې حتى ملګري يې ډوب شوي ول په سمندر کې ، نو د هغوى نه مې بشبړ جزيات وغوښتل ، حتى د يوه واړه ټکي پوښتنه به مې هم ځنې کوله د همغه قاچاقبر د څېرې په هکله ، د ځينو هيوادونو د پولو او سر حدونو په هکله ، هلته څه ډول منظرې وې ؟ غرونه ول؟ هواره وه؟ اوبه وې ؟ د هغو خلکو رسم رواج ، لباس ، نو دغه پوښتنې به مې ياداشت اخيستلې او په مالوماتو کې يې زياته مرسته را سره وکړه او بل څه چې ما ځينې استفاده کوله ، هغه انټر نټ و ، ځکه چې ډيرى خلک پد غه لارو تللي ول ، خو هغوى ته دښارونو د واټنونو او نورو ډيرو مسائلو په هکله مالومات نه ول ، هغوى به کيسه کوله ، چې مونږ يې د شپې لخوا پر دغه لارو تېر کړو، نو پدې وخت کې زه مجبور وم چې ما له انټر نټ نه استفاده کوله ، مثلاٌ په ګوګل کې به مې ور ته وليکل ، چې د ايران او تر کيې ترمنځ سرحد څومره دى ؟ د خلکو رواج څنګه دى؟ او نور مالومات ، چې زما سره يې د کيسې په ريښتينولي کې مرسته وکړه.
ـــ احمدي صيب! اغزن سيم ، ښکلي نوم دى، نوى نوم دى او له تلوسه نه هم ډک دى، بله دا چې په پوښتۍ کښل شوى انځور د کتاب له نوم سره ډير ښه سمون خورى ، خو کله مې چې ناول تر پايه ولوست ، نو نوم يې را ته بې ارتباطه مالوم شو ، تاسې پکې څه وايئ؟
ـــ دا پوښتنه را نه بل چا هم وکړه ، هغه زموږ يو همکار و، چې دا کتاب يې لوستى و ، خو ما چې هغه ته کوم ځواب ور کړ تاته يې هم درکوم ، خو نه پو هيږم ، چې سم به وي کنه ؟خو کله چې په لومړي ځل دغه کتاب ما ليکه ، زه يو عادت لرم ، د هر څه لپاره لومړى نوم ټاکم ، نو لومړى مې ددې ناول لپاره هم اغزن سيم نوم کيښود او ښايسته هم را ته ښکاره شو، اغزن سيم يو خو ما مخکې هم وويل: چې کله زه له سرحده ايران ته اوښتم، په سرحد کې زيات اغزن سيمونه ول ، نو اغزن سيم پخپله د مونع سمبول دى ، اغزن سيم د سرحدونو د ټاکلو يوه نښه او سموبل دى او اغزن سيم د مشکلاتو او ستونزو يوه نښه او سمبول دى ، نو ځکه ماته دغه نوم ښايسته ښکاره شوه.
ـــ مننه احمدي صيب ! چې د مر کې کولو موقع مو را کړه .
ـــ مننه له تاسې هم شهاب صيب !