
پوهنمل محمود نظری
یو ورځ حضرت امیرالمومنین علی(رض) اصحابو ته وویل: ما په ټول عمر کې د چا سره نیکي یا بدي نه ده کړې.
هغو وپوښتل: موږ پوه نه شوو؟
هغه ځواب ورکړ : هر څوک چې له بل چا سره نیکي کوي په حقیقت کې يې له ځان سره نیکي کړې ده او اجر یې هغه ته رسیږي او چې له چاسره بدی وکړئ دهغه جزا بیرته تاسو ته رسیږي.
«هرڅوک چې د یوې ذرې په اندازه د خیر کار وکړي هغه ویني او هر څوک د یوې ذرې په اندازه یو بد کار وکړي هغه ویني!» سوره الزلزله ۷-۸
***
یو ورځ څو تنه مخور د امام حسین (رض) کره میلمانه وه د امام دغلام د لاسه خواړه پر مځکه ولویدل او د امام لمن يې ولړله ،امام په غوسه شو او نژدې وو مریي یې له ویرې بې سده شي خو د قرانکریم یوه مبارکه ایه يې په یاد شوه او ويي وویل:
هغه کسان چې نه په غوسه کیږي او دخلکو خطا بښي، خدای نیکوکاران خوښيږي (سوره آل عمران _ 134)
امام ددې ایات شریف په اوریدو هغه وبښئ.
***
ملا د سهار په لمانځه کې دآیت شریف ولوست:
«د صحرا يي عربو کفر او نفاق سخت دی...»- سوره توبه ۹۷
یو مقتدی امام په یو لرګۍ په سر ووهه او وتښتید بله ورځ بیا مسجد ته راغی
امام ورته وویل :
« ځينې صحرایي عرب په خدای او قیامت ایمان لري...»- سوره توبه۹۹
مقتدی ورته وویل: لکه چې لرګۍ اغیزه کړې ده .
***
یو ورځ هارون الرشید له بهلوله وغوښتل هغه ته نصیحت وکړي.
بهلول ورته وویل: که په یوه دشته کې اوبه نه وي او ته تږی او مړینې ته نژدې شي که څوک اوبه درکړي څه ورکوې؟
هغه ځواب ورکړ : سل زره دیناره!
بهلول ترې وپوښتل:که هغه دا نه ِغوښتل
هارون ورته وویل: نیمه پاچاهي ورکوم.
بهلول بیا وپوښتل: که له اوبو څښلو وروسته دی ادرار(متیازی) بندي شوي او یو چا له دې درده خلاص کړې څه ورکوې؟
هارون ځواب ورکړ : نیمه نوره پاچاهي
بهلول ورته وویل:
نو په دې پاچاهي مه مغرورکیږه چې د هغه بیه یو غړوپ اوبه او یو وار متیازی کول دي.
نو په څه نه ارزي د خدا(ج) له خلکو سره نیکي کوه!
***
وایي یوعالم له خراسان څخه بغداد ته ولاړ نو هارون الرشید هغه دربار ته میلمه کړ
خلیفه هغه تر څنګ کښيناوه او په ډیره درناوی يې دهغه سره خبرې اترې کولې
بهول دربار ته راغی . عالم ته د بهلول کالي او وضع عجبه ښکاره شوه او د خلیفه مهر او مینه د داسو عادی خلکو سره عجبه ورته مالومه شوه.
بهلول د هغه په سوچ پوه شو نو هغه ته یې وویل:
په خپل نامکملې پوهي مه نازیږه ،زماظاهر مه ګوره! زه حاضر یم ستا سره مباحثه وکړم او خلیفه ته دا جوته کړم چې ته لا تر اوسه په څه نه پوهیږې.
عالم ورته وویل: اورېدلې مې دي چې ته لیونی یې او زه د لیونو سره کار نه لرم
بهلول يې په ځواب کې وویل:
زه منم چې لیونی یم خو ته هم ومنه چې نا پوه يي .
هارون الرشید په غوسه بهلول ته وکتل او هغه ته يې اشاره وکړه چې غلی شي.
خو هغه غلی نه شو او هارون الرشید ته يې وویل:
دا سړی په خپلې پوهې ډاډه دی ورته ووایه چې زما سره مباحثه وکړي
هاورن مخ د عالم خواته کړ او هغه ته يې وویل: څه ضرر لري له هغه څخه څه وپوښته!
عالم هارون ته وویل: په یو شرط له هغه څخه پوښتنه کوم که يې سم ځواب راکړ زه زر دینداره سره زر ورکوم که پاته راغی نو باید سل دینداره سره زر راکړي
بهلول وویل: زه څه نه لرم، چې تا ته يې درکړم او چې ستا سوال ځواب کړم ستا زر به په حق وړ خلکو وویشم . که پاته راغلم زه ستا مریي کیږم
هغه له بهلوله وپوښتل:
په کوټه کې ښځه د شرعي میړه سره ناسته ده ، یو سړی په لمانځه ولاړ دی او بل سړي چې روژه نیولې ده هم ناست دی په دې وخت کې له بهره یو بل سړی کوټې ته راځي د هغه په راتلو سره ښځه په میړه طلاقیږی؛ د لمانځه کوونکي لمونځ باطلیږی او د روژه نیونکي روژه باطلیږي نو دا راغلی سړی څوک دی؟
بهلول سمدستی ځواب ورکړ: د دی ښځې پخوانی میړه دی.
هغه وپوښتل: څنګه؟
بهلول په ځواب کې ورته وویل: هغه په سفر تللی وو دا چې سفر يې اوږد شو نو مړینې خبر يې راغی نو دې ښځې د شرعي حاکم په امر دهغې سره ناست سړي سره واده کوي او هغه دووسړیو ته پیسې ورکوي، چې د هغه مړي پسې نفلونه اوثوابی روژې ونیسې. هغه پخوانی میړه يې چې ژوندی وو له سفر راځي چې میرمن يې هغه ویني په خپل دویم میړه حرامیږی او هغه چې د میت لپاره نفلونه کوی لمونځ يې باطل کیږی او دمړي لپاره روژه هم باطلیږي ځکه هغه ژوندی دی
هارون الرشيدا و ناستو خلکو د بهلول له ځواب څخه ډیر خوشاله شول او هغه ته يې شاباش ووایه
بیا بهلول وویل اوس زماوار دی چې ستا څخه وپوښتم
هغه ورته وویل: وپوښته؟
بهلول وویل: په یو منګي کې شیره او په بل منګي کې سرکه ده که وغواړو سرکنګبین جوړ کړو .په یوه لوښي کې سرکه او په بل کې شیره اچوو او بیا دواړه سره ګډ وو خو په هغه کې یو موږک وینو. نو آیا دا موږک د شیري په منګي یا د سرکې په منګې کې وو؟
عالم ډیر سوچ وکړ خوپه ځواب کې يې پاته راغی.
هارون الرشید له بهلول څخه وپوښتل:
ته یې خپله ځواب ووایه؟
بهلول وویل: که دا سړی په خپله ناپوهی دادښت یا قایل شي بیا يې ځواب درته وایم.
عالم ومنل چې ناپوه دی
بیا بهلول وویل:
موږک په اوبو پرېولو چې د شیرې او سرکې پاک شي بیا د هغه نس څیرې وو که یې په نس کې سرکه وه نو د سرکې په منګي کې وو نو د سرکې منګی مردار دی هغه باید توی شي
او که په نس کې یې شیره وه نو شیره مرداره ده
هغه سړی خجل شو او زر دینداره يې بهلول ته ورکړه .
او بهلول هغه به حق وړ خلکو وویشل.
***
یو ورځ هارون الرشید له بهلوله وپوښتل:
د خدای تر ټولو لو ی نعمت کوم دی؟
بهلول ورته ځواب ورکړ: عقل
خواجه عبدالله انصاری په مناجات کې وایي:
خدایه!هغه ته دي، چې عقل وکړئ؛ څه دي نه دي وکړي او هغه ته دي چې عقل نه دئ ورکړئ؛ څه ورکړي دي ؟
وايي چې خدای (ج) اراده وکړه یو نعمت له بنده څخه زایل کړي، لومړی شی، چې يې زایل کړ هغه عقل وو او عقل له رزق څخه ګڼل کیږي
***
ظل السلطان د د اصفهان د حکمران ناصرالدین شا زوی
حسینقلی خان بختیاری ښار ته په میلمستیا راوست یو ورځ حکمران د میلمنو او درباریانو سره د حکومت به تالار کې ناست وو چې یو سارایي سړی لوڅ سراو پښې تالار ته ننوت سلام ېې واچوی
حسینقلی خان هغه وپیژند او په غوسه يې هغه ته ویل: ولې ښارته راغلې يې؟
هغه په ځواب کې ورته وویل:راغلم چې ستا زیارت وکړم
هغه ورته وویل: بیړا! خر، غوا او پسونه دي پرېښوول اودومره اوږده لاره پلی زما دیدن ته راغلې !
هغه ورته په ژړا په ځواب کې وویل: اې خانه! خر مې ته يې ، غوا مې ته يې او پسه مې ته يي
***
وايي یزد ګرد شهریار چې د عجم وروستی پاچا وو یو ټپال(قاصد) امیرالمومنین عمر(رض) ته واستوی چې هغه ته دا خبر ورسوي:
نن په ټوله نړۍ کې زموږ له درګاه څخه بله ګڼه ګوڼه ځای نشته او زموږ تر خزانې ډیره خزانه نشته او زموږ تر لښکر بل زړه ور لښکر نشته او دومره وسلې چې موږ لرو هیڅو ک يې نه لري.
امیرالمومنین عمر(رض) يې په ځواب کې ولیکل:
هو!ستاسو په درګاه کې دعدل غوښتونکو خوارانو ګڼه ګوڼه ده ؛ خزانه مو د یتیمانو له ماله ډکه ده لښکر مو په نافرماني او ګناه کې تر ټولو زړه ور دی او دا ټول ستاسو بې دولتي ثابتوي
***
سعدی وايي
شنيدم که فرماندهي دادگر
قبا داشتي هر دو روي آستر
يکي گفتش اي خسرو نيکروز
ز ديباي چيني قبايي بدوز
وايي د یو عادل حمکران د چپنې دواړې خواوی آستر وو( له ساده ټوکره جوړه شوی وه ) یو چا ورته وویل: ای حکمرانه! ولې له چینايي ورېښمین ټوکر څخه چپنه نه جوړوې؟
نه از بهر آن ميستانم خراج
که زينت کنم بر خود و تخت و تاج
چو همچون زنان حله در تن کنم
بمردي کجا دفع دشمن کنم؟
هغه يې په ځواب کې وویل: زه خراج ددې لپاره نه اخلم چې خپل تخت اوتاج ښکلی کړم. اوکه لکه ښځې ورېښمین کالي واغوندم بیا کله په مړانه د دښمنه دفاع کولی شم
اخځلیکونه
Preset.com-1
Daneshnameh.roshd.ir-2
Ayenuh.net-3