ښوونه اوروزنه به مو نړيدلي بنسټونه ورغوي.

له هغې وروسته چې کله بشردځمکي پرمخ پيداشودخپل رب له لوري ورته يوانعام ورکړل شو چې هغه ښوونه او روزنه ده اوهم بشرته علم زده کړي لاره دقلم پرمټ وروښودله  ترڅو انسان پرې په دغه دنياکې دخپل هوسا ژوندانه لپاره غوره لارې چارې پيدا  او پري خپل رب وپيژنې .
ريښتياده چې انسان له هغې وروسته دقلم پرمټ علم او پوهه ترلاسه او موجوده نړۍ ته بي مثله بدلون ورکړ اوهغه څه چې ددنيا پرمخ پيداشوي دخپل ارمه ژوندانه تيرولولپاره مهيه وګرځول  چې په همدي منظوريې  دبېلابېلوهيوادونو ترمينځ اوږده لاره رالنډه اونوي لاره  يې وموندله  .چې  بشرپه نوي څه زده کولوسره  نوي سپړنې اونوي  څيړنې ترسره کړې چې  دغه لړۍ يې  لا روانه ساتلي ده   .
دا رښتياده چې انسان داوبوپرمخ نشي تللی خوددي لپاره يې دخپلې زده کړې  په دائره کې کيشتۍ  جوړه کړې اوهم يې دمرغانو په شان  په  هواکې الوتنې لپاره الوتکې جوړې کړې . اوترڅنګ يې دهوسۍ په څيرتيز تګ  لپاره  موټرجوړکړي چې دا اوديته ورته نورپرمختګونه د بشر علم او پوهی زيورپه ډاګه کوي  چې په دي لاره کې اوس هم  په يونا مالوم لوري په ډېرې تيرزۍ سره مزل کوي .
نوپه همدي منظور په نړۍ کې هغه هيوادونه چې اوس  هم پرخپلو  پخوانيوتجربوکارکوي اوياپه پرونيو لارولاروان دي دځينو ستونزوسره مله شوي اوورځنی چارې يې دنوروپه پرتله  دخنډ اوځنډ سره مخ شوي دي.  چې ددغو هيوادونو له جملې څخه يوزمونږهيواد افغانستان هم دی چې اوس هم په پخوانيو تجربو  ولاړسيستم لري.
دامنو چې افغانان ښه استعدادونه لري مګر دغه استعدادونه دناپوهي له امله په نوي لاره اونوي فکرکې نه دي اچول شوي ځکه چې زمونږولسونه دښوونې روزنې له  نعمت څخه  بي برخې پاتي شوي .
هيوادوالو !که غواړي  چې  دنورملکونوسره سيالی وکړای شی  اوهم دنورهيوادونو په شان دهوسا اوارامه ژوندانه څخه برخمن پاتې  شی  نو دعلم اوزده کړې په ترلاسه کولوکې سيستي مه کوی دښوونې روزنې په ترلاسه کولو سره نوي لاره اونوي فکري نړۍ پيداکړی اود هيواد ټول نړيدلي بنسټونه چې وړاندي له مينځه تللي  له سره ورغوی .
هيواد والو تاسي وګوری  دغې نورې نړۍ خلکوچې داوخت خپل اقتصاد پر پښودراولی اولوړې لوړې ماڼۍ  يې جوړې کړي ايا لادمخه يې  درلودلې  اوکه دپوهې ترلاسه کولو وروسته يې وداني کړي؟
خو مالومه خبره ده چې دوي داهرڅه وړاندې نه درلودل مګردغه پرمختګونه يې دپوهې له امله ترسره  کړي او دوي پوه  شوي چې  نړۍ اوبشرته بدلون يوازې اويوازې  علم زده کړه ورکولی شي  ، نه بې علمي اوناپوهي اوترڅنګ دوي  درک کړي چې ناپوهي بشرته فقط  يوداسې  رنځ ورپه برخه کولی شي چې تداوي نلري.
هو د ټولو هغو هيوادونو وګړيو چې دامهال يې وړاندې تګ کړی اونوي نوي احتراع ګانې کړي  ټول دښووني روزنې څخه بي برخې  هيوادونه بي روحه بولي ځکه چې  دخپلې ټولنې لپاره دښه  ژوندانه تيرولو په لاره کې هيڅ هم نشي کولی   اوهم داصلي ژوندانه په مفهوم لانه دي پوهيدلي.
نوګرانو هيوادوالو راځي چې  دخپل هيواد ټول نړيدلي بنسټونه دعلم اوپوهي په مټ ورغوو اوهغه وروڼه موچې دامهال دعلم باارزښته ګاڼې  څخه پاتي شوي ښوونځيواوعلمي مرکزونوته  راوبولو.
په وروستيوکې دخپلوهيوادولو د دښوونې او روزنې ترلاسه کولو په هيله.