
محترم منفلوطي صيب!
سږ كال مې يو نږدې ملګرى د كانكور په ازموينه كې پاتې راغلى، چې په دې سره د هغه ټوله اروا ګرځېدلې او ډېره بده اغېزه يې پرې كړېده، دومره ژاړي، چې- خداى مكړه- ليونى نه شي، څومره چې تسلي وركوو هومره خفه كېږي او وايي:" اوس به زه له خپل پلار، مور، وروڼو او نورو سره څنګه مخ كېږم"؟
نو تاسې د مهربانۍ له مخې ددغه ويرجن زړه علاج وكړئ.
(لیک)
ښاغلیه!
دا يوازې ستا د ملګري ستونزه نه ده بلكې د ټولو ناكامانو دا حال دى، په دې شپو ورځو كې چې په ازموينه كې پاتې راغلو كسانو ته ګورې ته به وايې، چې بس د غم، وير او خفګان ژوندۍ څېرې دي پښې يې كړې دي، سترګو ته يې چې ګورې اوښكې په كې هكې پكې وي، چې كومې خوا ته مخ كړي، ناهيلۍ او پرېشانۍ يې هرڅه ترې لوټ کړي او پردوى يې د تنفس بنديز لګولى دى.
ښاغليه زده كوونكيه!
دا دغم او وير پيټى، له شانه كښته كړه، مساله نه دومره درنه او نه دومر لويه ده لكه څنګه يې چې ته انګيرې، خپل قسمت او نصيب دومره ژورې كندې ته نه یې ټېل وهلی چې بيا به ترې راپور ته نه شې.
د يو هدف د لاس ته راوړلو لپاره دې كوښښ وكړ، خو كه دې ټول شرطونه پوره كړي واى او سمه توښه دې ورته برابره كړې واى ته به هم د نورو په څېر كامياب واى. الله، ځان او خلكو ته د خپل عذر وړاندې كړ، نو لازمه نه ده چې پداسې څه خفه شې، چې ستا په لاس كې نه دي، ستا لپاره يوازې دا وه، چې د ډېر كوښښ پر مټ دې خپل ځان بريالي كړى واى، اوسنۍ ستړيا به دې له ازموينې څخه مخكې مصرف كړې وه.
نه ښايي چې په تېرو شپو اوښكې تويې كړې، آيا ستا سره زمانې دا ژمنه كړې وه، چې تاته به تل د خوښۍ پېښې در په برخه كوي؟
آيا نصيب او قسمت دې تا ته يوازې د خوښيو ضمانت كړی وو؟
آيا قلم په تقدير كې يوازې خوښۍ درته ليكلې وې؟
ګرانه زده كوونكيه!
مه پريږده چې نهيلي دې زړه ته لاره پيدا كړي، كېداى شي هغه څه چې تا پرون غوښتل سبا يې ترلاسه كړې.
ځه د خپل هدف پر لور! دې ډول خنډونو ته مه ګوره او مه ځان د نهيلي ښكاره كوه، په راتلونكي كال كې بيا دافرصت لرې، چې خپله موخه ترلاسه كړې او كه نه نو کېدای شی په همدې کې د خير وي، كېداى شي ستا په كاميابېدو سره داسې څه درنه جوړ شوي واى، چې بيا به همغه ستا د غاړې طوق او د پښو او لاسو زولنې جوړې شوې واى.
ستا دومره بې كچې خفګان دا ښيي چې ستا ټولې هيلې په همدې كې نغښتې وې، خپل ژوند دې په همدې پورې تړلي و، له دېنه اخوا بل څه نه وينې او نه د ځان د پورې ایستو لار در معلومه ده.
زه خو په دې اند يم چې ښايي خداى په دې كې ډېرې ښېګڼې در په برخه كړې وي، خو تاته به لا څرګندې نه وي، ته يوازې په هغه څه كې خير وينې، چې ته يې پېژنې او هر څه په خپله شهادتنامه او بريليك پورې تړې.
كه ستا ژړا د شرف او عزت له لامله وي، نو دهغه دروازې هېچا نه دي تړلې او نه يې څوك تړلى شي، نه د حكومت كار پكې شته، نه پوليس پرې ولاړ دي او نه د چا په ولكه كې ده، عمل او پوهه خپله كړه او د خپل شخصيت د جوړولو لپاره غوره صفات خپل كړه ترڅو د شريف او با عزته شخصيت خاوند شې او هم د نورو خلكو په اند باشخصيته سړى درنه جوړ شي، د شهادتنامو او منصبونو ډېر خاوندان به ستا د شخصيت لرلو هيله وكړي، الله شرف داسې نه دى پيدا كړى، چې مرګ او مړينه ولري اونه يې عزت داسې خلق كړی، چې نن وي او سبا نه وي. كه ستا ژړا د ژوند جوړولو لپاره وي، نو الله روزي په مامورينو او كارمندانو پورې نه ده تړلې او نه يې د رزق او روزۍ كلۍ د مامور، رئیس، وزير، پاچا او مشر په لاس كې وركړې او نه یې رزق او روزي تر هوښيارانو پورې ځانګړې كړې ده، روزي كه په عقل او پوهه ترلاسه كېداى شواى، نو جاهلان او نالوستى به ټول د لوږې مړه وو.
خو ته وينې چې څومره لوستي خلك د نالوستو ترلاس لاندې كار كوي او د هغوى له لاسه يې خوري.
ګرانه زده كوونكيه!
خپل پلار، وروڼو، ملګرو او نورو ټولو ته بېله كوم خجالت څخه ووايه، چې زما پوهه، عقل او نصيب لا زما سره دی، هغه څه چې خداى راكړي اوس یې هم لرم، دا به مې برخه او نصيب وو، زما او زما د برخې ترمنځ څه خنډ نشته، بل ځل به وشی، یا به له دې څخه ښه را په برخه شي.