د عشق جامونه

راشه چــــې واړوو په ســـر نوي جامونه د عشق
نن راتــــه ښکاري عجيبه غوندې رنګونه د عشق
ورتــه به واچــــوي زاهد لــه مستۍ ډک لاسونه
بيا په سر شوي دي په بل رنګ سرودونه دعشق
لاس دې زمـــا په لاس کی راکړه چې دې ورسوم
ماته څـــرګند دي هسکې ټيټې منزلونه د عشق
نن يـــې له ډېــــره افتخاره ســــر اوچت وينمه
چا چـــې په سر باندې اخستي تومتونه د عشق
دمينې اور دې مــــدام بل وي په ګوګل کې زما
که مې منظوردچا په درشي دا سوالونه دعشق
راليږونکي: رحيمه پشتونجار