د يار مې چوخي چوخي مخ دی

د حنيف حيران نوې ټپيزې

واورې وريږي موســــم يخ دی
چرته به وي زړه کې مې ښخ دی
زما په دې باندې ډېر خوښ دی
د يار مې چوخي چوخي مخ دی
چې لږه لويه شم غـــــــــمي به پکې ږدمــــه




مات به د عشق نور کچکول کړم
تاو به له زړه د صبر شپـــــول کړم
مينه به پس دې په تـــــــول کــــړم
زرې زرې زړه به راټـــــــــول کــــړم
بيا به په نوم د يارانـــــې ســــــړی رټمــــــــــه

ښه په جــــــذبې مې ورته ووې
د سپينې خولې مې ورته ووې
د يوې وعــــدې مې ورته ووې
د يارانــــې مــــــې ورتــــــه ووې
جينۍ وړه وه رنګ يـــــې زېړ وتښتېدنه

واړه په ما بانـــدې ډېر ګران دي
که يې مليـــــان که يې چڼيان دي
خو کيسه داده چې ډېر وران دي
طالبـــــان واړه لــــــېونيـــــــان دي
له وظيفې سره مې ګوتـــــــې تـــــــــاو وينه

د شپې له غېږې را ايله شو
د کلي سر کې را ښکاره شو
د شنه اسمان په ننداره شـو
د لېوني ارمان پوره شـــــــــو
په لاره ځي په کاڼو ولي زيــــــــارتونه

لکه نينـــــه داســـــــې ورتېږم
د مينې اور کې دې سوځيږم
ياره نه مـــــرم او نــــــه رغېږم
په لاره ځم ټوله شرنګـــــــېږم
ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه

ما خو که کړله ما لــــه زړه کړه
هره چاره مې ستا په خوله کړه
تا هغه لوظ وعده د څــــه کړه؟
ياري خو تا کړه ما خو نــــکړه
اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه

تک سور تنور دې چاپېرچل که
په مخ را خور دې تور وربـــل که
رانګ دې د ټــــــول کلي بدل که
د کلي منځ کې دې اور بــــل که
روغ ترې تېريږي رنځور ځان پرې تودوينه

د آزادۍ جګړه اوږده شـــــوه
لاړله ورځ راباندې شپه شوه
له هر ځای جوړه هديره شوه
که د زلمو نه پوره نه شـــــوه
افغانستانه جينکـــــــــــۍ به دې ګټينه

پروت لکه ښځه په کاله شـــــــوې
نه د دغه نه د هغــــــــــه شــــــــــــوې
خاورې اېرې شولې نور څه شوې
که په مېوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګــــۍ ته دې ساتينه

سترګې له سترګو نه شـــــرميږي
زړه دې د سکور غوندې توريږي
ياري نو داســــې کله کيــــــــــــږي
مينه دې ورځ په ورځ کميـــــــږي
ښکاري زما له يارانې اخلې لاســــــــونه.