غـــــــــزل

چيرته يــې ياره درپسې لـــر او بــــر لټوم
موندی دې نه شم که سمه اوکه غرلټوم
 
دا مخ ته دې چې ډير ځير يمه ګرانه جانانه
د هـــــنرمــــند د ښکلــــــو ګــوتــو اثــــر لټوم
 
هره شېبــــه چـــې نا کــــرار ناکــرار در ګورم
يــاره مـــخ تــه دې درالوتـــی نــظر لـــــــټوم
 
که مې ستايې نه نو ښکنځلې خو راته وکړه
له خيره دې تير يم اوس دې ګرانې شر لټوم
 
ستا په تقوا دارۍ مې با ور نه راځي شيخه
نن به په نيمه شپه کـــې دا ستا منبرلـــــټوم
 
دلتــــه بې له کرکې بل څه نشته فقيرزيه
ځــــم بـــه چـــيرته لـــرې لاره دسفر لـــــټوم
 
سيدرحمن فقيرزی ، غزني