
نړيوال اټمي اژانس دايران ديورانيموپه اړه نوى رپوټ خپوركړى پدغه رپوټ كې ويل شوې،چې ايران دڅه مودې راپديخواد يورانيموغني كول دراولې خوپدې تېروشپږومياشتوكې يې دوه برابره سانتريفوژونه جوړكړي
دنړيوال اټمي اژانس درپوټ ترڅنګ ځينونورو اجنسيوهم ويلې چې،دتېروشپږوكالونوپه اوږدوكې نړيوالو اجنسيو په پرلاپسې ډول داڅيړنه كړي،خوتراوسه دا نه ده معلومه چې دايران اټمي پروګرام كې رښتيا دسوله ايزو موخولپاره پكاراچول شوى،نړيوالې اټمي انرژى پخپل نوي رپوټ كې ويلې،چې ايران دتېرې نوامبرمياشتې راپديخوا ديوانيمودغني كېدالپاره تنها۱۳۶ عدده سنتريفوژونه تياركړي،داپداسي حال كې ده چې ايران دامهال ۳۹۳۶ عدده فعال سانتريفوژونه په واك كې لري.دملګروملتونويوه لوپوړي چارواكې رويټر اژانس ته ويلې چې دتېرې حوت مياشتې راپديخوا دايران دسانتريفوژونوپه جوړولوكې دپام وړكمښت راغلى،دايران چارواكوويلې چې ايران تردې مهاله ۱۰۱۰كيلوګرامه سانتريفوژونه په واك كې لري،چې يوازې دراكتورونودفعاليت اودبرښنا دتامين لپاره پكاروړل كېږي.دملګرو ملتونوپه نړيوال اټمي اژانس كې دايران استازي اصغرسلطانيه ويلې،چې دايران ديورانيموپه غني كولوكې هيڅ ډول ستونزه نه ده موجوده،اوهرڅوګ كولاى شي داكارله نږدې څخه وويني،دامريكا متحده ايالاتوددغه رپوټ په اوريدلوخواشيني څرګنده كړي او ويلې يې دې ،چې ايران بايد ددغه سازمان پوښتنوته سم ځواب وركړي ،دامريكا دمتحده ايالاتودبهرنيوچارو وزارت وياند په واشګنټن كې خبريالانوته ويلې،چې دا دنړيوالې ټولني بې غوري ده اوتراوسه نړيواله ټولنه پدې نه پوهيږي،چې دايران اټمي پروګرام په رښتيا دسوله ايزوموخولپاره پرمخ درومي، خوايران دامريكا دمتحده ايالاتوپه ردسره ويلې،چې اټمي پروګرام يې دسوله ايزو موخودتامين لپار پرمخ ځي،دنړيوال اټمي اژانس په نوي رپوټ كې راغلې چې ايران ددغه سازمان سره تردې دمه دپام وړ،مرسته نه ده كړي خواصغرسلطانيه داخبرې ردكړي، اوويلې يې دي چې ايران ددغه سازمان سره په ټولواړخونوكې بشپړه همكاري كړي كمپو اوژباړه فيض الله غمخور ۲\۲۰\۲۰۰۹