
د موسى جان نقشبندي په ځواب كي
دوهمه برخه
نقشبندي
د قبر عذاب په اړه ليكي:
مسلمانانو
د قبرعذاب حق ده (دئ)، په دي هکله (اړه) د خداي (خداى) تعالى د رسول ډير (ډېر) احاديث
راغلي، د طريقت مرشدينو او عارفينو حضراتو ته ددي (د دې) ډير(ډېر) کشفونه هم سوى ده
(سوي دي). احاديث خو په دي هکله (دې اړه) بي شماره (بې شمېره) دي. ورپسې په خپلي
ماتي گوډي ژبي سره د حكمة البارئ په اړه داسي څه وايي چي گواكي د قبر له عذاب ئې
انكار كړى!!
د
جناب نقشبندي دا جملې له ادبي پلوه غلطي دي (په پورتنيو دوو كرښو كي ئې دولس غلطۍ
كړې)، او اعتراض ئې يوه افتراء او له علمي پلوه ډېر كمزورى او بې وزنه، له حكمة
البارئ د ده اقتباس هم غلط او محرف اقتباس دئ. دى غواړي په دې كچه كرښو سره داسي
وښيي چي گواكي په حكمة البارئ كي د قبر له عذاب انكار شوى، په داسي حال كي چي په حكمة
البارئ كي نه يوازي د قبر عذاب تأييد شوى بلكي دلائل ئې هم په گوته شوي، په حكمة
البارئ كي د محققينو د هغي ډلي د رأيي تأييد شوى چي وايي: د برزخ ژوند روحاني ژوند
دئ، روح ته داسي خاص كيفيت ورپه برخه كېږي چي هم عذاب درك كولى شي او هم راحت او
سوكالي، د دوزخيانو روح سجين ته بېول كېږي او د جنتيانو روح عليين ته، راشئ د حكمة
البارئ دغه برخه وگورو:
٤٣- باب: د
قبر د عذاب په اړه چي څه راغلي
682-
عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍﷶ عَنِ النَّبِىِّ ٭ قَالَ \"إِذَا أُقْعِدَ الْمُؤْمِنُ
فِى قَبْرِهِ أُتِىَ، ثُمَّ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ الله، وَأَنَّ مُحَمَّدًا
رَسُولُ الله، فَذَلِكَ قَوْلُهُ ( يُثَبِّتُ الله الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ
)\". حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ
بِهَذَا وَزَادَ ( يُثَبِّتُ الله الَّذِينَ آمَنُوا ) نَزَلَتْ فِى عَذَابِ الْقَبْرِ.
(بخاري:1369)
682-
له براء بن عازب ﷻ روايت دئ چي نبي (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: (مؤمن چي په قبر
کي کېښودل شي، (دوې فرشتې) ورته راشي، بيا هغه دا شاهدي ورکړي چي له الله پرته بل
معبود نشته او محمد د الله تعالى رسول دئ، همدا د الله تعالى د هغه قول مصداق دئ
چي فرمايي: (يثبت الله الذين آمنوا بالقول الثابت).
تكرار:
دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې راغلى: 4699
توپير:
په يوه كي الْمُسْلِمُ إِذَا سُئِلَ فِى الْقَبْرِ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ
الله وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ الله، په بل كي إِذَا
أُقْعِدَ الْمُؤْمِنُ فِى قَبْرِهِ أُتِىَ، ثُمَّ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ الله،
وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ الله راغلي.
دا
روايت د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي او پنځمي كي دوه
راويان لري، د متن له پلوه دا ستونزه لري چي ذكر شوى آيت د قبر په اړه نه دئ، د
دنيايي ژوند او آخرت په اړه دئ؛ آيت داسي دئ:
يُثَبِّت الله الَّذِينَ ءَامَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فى الحَْيَوةِ الدُّنْيَا وَ فى الاَخِرَةِ
وَ يُضِلُّ الله الظلِمِينَ
وَ يَفْعَلُ الله مَا يَشاءُ
* ابراهيم: 27
الله
تعالى مؤمنان د دنيا په ژوند كي هم په ثابت قول ټينگ او ثابت ساتي او په آخرت كي
هم، او ظالمان بې لاري كوي، او الله چي څه غواړي همغه كوي.
بخاري
چي په ترجمة الباب كي په كومو آيتونو استناد كړى له هغوى يوازي يو آيت د قبر د
عذاب په اړه دئ چي هغه دا آيت دئ:
وَحَاقَ
بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ * النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ* غافر:
46
دا
آيت ښيي چي تر قيامت مخكي به فرعونيان په پر له پسې توگه له عذاب سره مخامخ كېږي.
دا په ټول قرآن كي يوازينى آيت دئ چي د قبر عذاب ترې استنباط كېږي.
د
بخاري دوه نور آيتونه دا دي:
...
وَ لَوْ تَرَى إِذِ الظلِمُونَ فى غَمَرَتِ المَْوْتِ وَ الْمَلَئكَةُ بَاسِطوا أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنفُسكمُ
الْيَوْمَ
تجْزَوْنَ عَذَاب الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلى الله غَيرَ الحَْقِّ وَ كُنتُمْ عَنْ ءَايَتِهِ تَستَكْبرُونَ*
الانعام: 93
دا
د روح قبضېدو حالت ته اشاره لري نه د قبر عذاب ته.
وَ مِمَّنْ حَوْلَكم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَفِقُونَ
وَ مِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ
مَرَدُوا
عَلى النِّفَاقِ لا تَعْلَمُهُمْ
نحْنُ
نَعْلَمُهُمْ سنُعَذِّبهُم مَّرَّتَينِ ثمَّ يُرَدُّونَ إِلى عَذَابٍ عَظِيمٍ*
التوبه:101
دا
په دنيا كي د منافقينو مكرر عذاب او په آخرت كي د دوى ستر عذاب ته اشاره كوي نه د
قبر عذاب ته.
په
دې اړه د بخاري بل روايت دا دئ:
683-
حَدَّثَنَا عَلِىُّ بْنُ عَبْدِ الله حَدَّثَنَا يَعْقُوبُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ حَدَّثَنِى
أَبِى عَنْ صَالِحٍ حَدَّثَنِى نَافِعٌ أَنَّ ابْنَ عُمَرَﷶ أَخْبَرَهُ قَالَ اطَّلَعَ
النَّبِىُّ ٭ عَلَى أَهْلِ الْقَلِيبِ فَقَالَ \"وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ
حَقًّا\". فَقِيلَ لَهُ تَدْعُو أَمْوَاتًا فَقَالَ \"مَا أَنْتُمْ بِأَسْمَعَ
مِنْهُمْ وَلَكِنْ لاَ يُجِيبُونَ\". (بخاري:1370)
683-
له ابن عمر ﷶ روايت دئ چي وايي: نبي (صلى الله عليه وسلم) د بدر په غزا کي وژل شوو
مشرکينو ته چي په يوه کنده كي اچول شوي وو ورغى او وئې فرمايل: آيا هغه څه مو حق
وموندل چي ستاسو رب ئې وعده درسره کړې وه؟ ورته وويل شول: آيا مړو ته غږ کوې؟ وئې فرمايل:
(تاسو تر دوى ښه اورېدونكي نه يئ خو دوى ځواب نشي ورکولى).
دا
روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3980، 4026
توپير:
په يوه كي وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا، په بل كي هَلْ
وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ثُمَّ قَالَ إِنَّهُمُ الا~نَ يَسْمَعُونَ
مَا أَقُولُ، په يوه كي فَقِيلَ لَهُ تَدْعُو أَمْوَاتًا،
په بل كي
يَا رَسُولَ الله تُنَادِى نَاسًا أَمْوَاتًا،
په يوه كي
مَا أَنْتُمْ بِأَسْمَعَ لِمَا قُلْتُ مِنْهُمْ،
په بل كي
مَا أَنْتُمْ بِأَسْمَعَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ
لاَ يُجِيبُونَ راغلي.
دا
روايت دوه برخي لري يوه ئې د رسول الله٭ هغه وينا ده چي د بدر له جگړي وروسته ئې د
قريشو مړو ته وكړه او بله ئې د هغي پوښتني ځواب دئ چي په دې اړه ترې وشوه، لومړۍ
برخه ئې په نورو رواياتو كي هم راغلې، خو له دوهمي برخي سره ئې د عائشې ﷹ په څېر په
دين پوه شخصيت اختلاف كړى او هغه ئې له قرآن سره متعارض گڼلې، ځكه قرآن وايي چي مړي
څه نه اوري، رسول الله٭ ته په ځانگړې توگه وايي چي ته مړو ته خبره نشې اورولى. د
عائشې ﷹ روايت دا دئ:
عن
عائشة ﷹ ، أن رسول الله ﹽ أمر بالقليب فطرحوا فيه، فوقف عليهم رسول الله ﹽ فقال:
\"يا أهل القليب، هل وجدتم ما وعد ربكم حقا ؟ فإني وجدت ما وعدني ربي حقا
\"فقال أصحابه: يا رسول الله، تكلم أقواما موتى ؟ فقال: \"لقد علموا أن ما
وعدكم ربكم حق\".
له
عائشې ﷹ روايت دئ چي وايي: رسول الله٭ امر وكړ چي (د قريشو د جنگيالو مړي) په كندي
كي واچوي، بيا رسول الله٭ د كندي خوا ته ودرېدو او وئې فرمايل: اې په كندي كي پرتو!
آيا هغه څه مو رښتيني وموندل چي ستاسو رب ئې وعده درسره كړې وه، ما خو په يقين سره
هغه څه رښتيني وموندل چي زما رب ئې وعده راسره كړې وه، يارانو ئې وويل: آيا له مړو
سره خبري كوې؟ نو وئې فرمايل: يقيناً چي دوى اوس پوه شوي چي هغه څه حق دي چي ستاسو
رب ئې وعده درسره كړې.
لكه
چي گورئ په دې روايت كي دا نه دي ويل شوي چي مړي زما خبري اوري، عائشه ﷹ د هغه چا
وينا په كلكه ردوي چي وايي مړي خبري اوري، دا وينا د قرآن خلاف بولي. د بخاري بل
روايت هم وايي:
684
ـ عَنْ عَائِشَةَ ﷹ قَالَتْ: إِنَّمَا قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم: \"إِنَّهُمْ
لَيَعْلَمُونَ الا~نَ أَنَّ مَا كُنْتُ أَقُولُ حَقٌّ، وَقَدْ قَالَ الله تَعَالَى:
]إِنَّكَ
لا تُسْمِعُ الْمَوْتَى[\". (بخاري:1371)
684-
له عائشې ﷹ روايت دئ چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) داسي فرمايلي چي
(دوى يعنى په بدر کي وژل شوي مشرکين اوس پدې پوهېږي چي څه مي ورته ويل هغه حق وو).
الله تعالى فرمايي: (انک لا تسمع الموتى: يقيناً چي ته مړو ته څه نشې اورولى).
دا
روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3979، 3981
توپير:
په يوه كي إِنَّهُمْ لَيَعْلَمُونَ الا~نَ أَنَّ مَا كُنْتُ أَقُولُ حَقٌّ، په بل
كي إِنَّهُمُ الا~نَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّ مَا كُنْتُ أَقُولُ لَهُمْ حَقٌّ، په بل
كي إِنَّهُمُ
الا~نَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّ الَّذِى كُنْتُ أَقُولُ لَهُمْ هُوَ الْحَقُّ، په يوه
كي وَقَدْ
قَالَ الله تَعَالَى: ]إِنَّكَ
لا تُسْمِعُ الْمَوْتَى[، په بل كي ثُمَّ قَرَأَتْ ( إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ الْمَوْتَى ) ( وَمَا
أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِى الْقُبُورِ) راغلي.
لكه
چي گورئ عائشې ﷹ د قرآن پر دوو آيتونو استدلال وكړ چي وايي: رسول الله٭ ته ويل شوي
چي ته نه مړي ته خبره اورولى شې او نه هغه چا ته چي په قبرونو كي دي.
·
خو
بخاري دا نه دي ويلي چي په دغو متضادو رواياتو كي كوم يو صحيح او د منلو وړ دئ،
ابن عمر ﷶ ته منسوب روايت كه عائشې ﷹ ته منسوب روايت؟ د شرك په مرض اخته متصوفين د
ابن عمر ﷶ په روايت استناد كوي، قبرونو ته درومي او له مړو غواړي چي د دوى حاجتونه
تر سره كړي او يا ئې دعاء الله تعالى ته وړاندي كړي او پرې وئې مني. خو د ابن عمر ﷶ
له روايت هم معلومېږي چي دا يو استثنائي كار وو، صحابه داسي روزل شوي وو چي پوهېدل
مړي خبري نه اوري، نو ځكه ئې له رسول الله٭ پوښتنه وكړه چي آيا له مړو سره خبري كوې؟
رسول الله٭ هم داسي ځواب نه دئ وركړى چي هو مړي خبري اوري، بلكي فرمايلي ئې دي چي
اوس دوى په حقيقت پوه شوي، ډېره عجيبه ده چي د دغو آيتونو او رواياتو سره سره څوك گمان
وكړي چي مړي خبري اوري!! مړ خو پرېږدئ حتى ژوندى كوڼ هم څه نه اوري، ډېر ځله ويده
هم څه نه اوري، په داسي حال كي چي روح ئې په بشپړه توگه ترې تللې نه وي، نو هغه مړى
به څنگه څه اوري چي روح ئې يا عليين ته تللې يا سجين ته.
٤٤- باب: د قبر له عذابه نجات غوښتل
686-
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى حَدَّثَنَا يَحْيَى حَدَّثَنَا شُعْبَةُ قَالَ
حَدَّثَنِى عَوْنُ بْنُ أَبِى جُحَيْفَةَ عَنْ أَبِيهِ عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ
عَنْ أَبِى أَيُّوبَ- رضى الله عنهم- قَالَ خَرَجَ النَّبِىُّ ٭ وَقَدْ وَجَبَتِ الشَّمْسُ،
فَسَمِعَ صَوْتًا فَقَالَ \"يَهُودُ تُعَذَّبُ فِى قُبُورِهَا\". (بخاري:1375)
686-
له ابو ايوب ﷻ روايت دئ چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پداسي حال کي
راووت چي لمر لوېدلى وو، يو ږغ ئې واورېد نو وئې فرمايل: (دا يهودان دي چي په خپلو
قبرونو کي تعذيب كېږي).
دا
روايت د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري، د متن له پلوه
داسي دئ چي په قرآن كي كوم شاهد ورته نه مومو، د قرآن په هيڅ آيت كي صراحتاً يا
اشارتاً نه دي ويل شوي چي مړي چيغي وهي او چيغي ئې اورېدل كېدى شي، د قرآن د وينا
له مخي د مؤمنانو روح عليين ته او د كافرانو روح سجين ته درومي، دواړه خپله سزا او
جزا هملته گوري. د دې شرح په 688 روايت كي وگورئ.
٤٥- باب: مړي
ته سهار او ماښام خپل استوگنځى ورښودل کېږي
688-
حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ قَالَ حَدَّثَنِى مَالِكٌ عَنْ نَافِعٍ عَنْ عَبْدِ الله بْنِ
عُمَرَﷶ أَنَّ رَسُولَ الله٭ قَالَ \"إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا مَاتَ عُرِضَ عَلَيْهِ
مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِىِّ، إِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَمِنْ أَهْلِ
الْجَنَّةِ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيُقَالُ
هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ الله يَوْمَ الْقِيَامَةِ\". (بخاري:1379)
688-
له عبدالله بن عمر ﷶ روايت دئ چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي:
(له تاسو چي څوک مړ شي استوگنځى ئې سهار او ماښام ورښودل کېږي، که جنتي وي د
جنتيانو ځاى او که دوزخي وي د دوزخيانو ځاى او ورته ويل کېږي: دا ستا ځاى دئ، تر
هغه چي الله تعالى دي د قيامت په ورځ راژوندى کړي).
دا
روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: : 3240، 6515
توپير:
په يوه كي إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا مَاتَ عُرِضَ عَلَيْهِ مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِىِّ،
په بل كي
فَيُقَالُ هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى تُبْعَثَ،
په بل كي
إِذَا مَاتَ أَحَدُكُمْ عُرِضَ عَلَيْهِ
مَقْعَدُهُ غُدْوَةً وَعَشِيًّا، په بل كي إِذَا مَاتَ أَحَدُكُمْ فَإِنَّهُ يُعْرَضُ
عَلَيْهِ مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِىِّ، په يوه كي فَإِنْ
كَانَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَمِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ
النَّارِ فَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، په بل كي إِمَّا النَّارُ وَإِمَّا الْجَنَّةُ،
په يوه كي
فَيُقَالُ هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ
الله يَوْمَ الْقِيَامَةِ، په بل كي َيُقَالُ هَذَا
مَقْعَدُكَ حَتَّى تُبْعَثَ راغلي.
د
روايت په الفاظو كي په دې اړه ستونزه تر سترگو كېږي چي د (حتى يبعثك الله) ارتباط
له (هذا مقعدك) سره څنگه دئ، محققينو بېل بېل توجيهات كړي، يوازي په يوه صورت كي
دا ستونزه حل كېدى شي چي (حتى) د (بعد ما) په معنى واخيستل شي.
په
دې اړه هم د محققينو تر منځ اختلاف شته چي له سبا او ماښام مراد زموږ د شپې ورځي
سبا او ماښام دئ، كه بل څه، خپل استوگنځى يو ځل ورښودل كېږي كه مكرر، د مړى جسد ئې
گوري او كه د ده روح؟، دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو:
·
د
قبر عذاب حق دئ، هم د قرآن له وينا معلومېږي او هم گڼ شمېر روايات دا خبره كوي.
·
دا
خبره يقيني ده چي احساس د روح كار دئ نه د جسد، كه په جسد كي روح نه وي د درد او
عذاب احساس نشي كولى، حتى هغه مهال هم درد نه احساسوي چي د بدن د دردمني برخي
رابطه له دماغ سره قطع شي، نه يوازي له روح پرته هيڅ څه نشي درك كولى بلكي گورئ چي
د عصبي مزو په بې حسه كېدو سره درد نه احساسوي، پښه ترې اره كېږي خو دى پرې نه پوهېږي،
نس ئې څيري كېږي د درد احساس هم نه كوي، د عملياتو په دوران كي نه پوهېږي چي جراح
له ده سره څه كوي!!
·
كله
چي روح له كالبوته ووځي نو يا عليين ته وړل كېږي يا سجين ته، نو پوښتنه دا ده چي مړى
د قبر راحت او عذاب څنگه احساسوي؟ آيا دا معامله د ده له روح سره كېږي كه د ده له
بدن سره كه له دواړو سره؟ له دواړو سره خو يوازي په هغه صورت كي ممكنه ده چي د روح
رابطه له بدن سره پاته وي، كه د عصب د يوه مزي په قطع كېدو يا بې حسه كېدو سره زموږ
روح د اړوند غړي درد او عذاب نشي احساسولى نو له ټول بدنه د روح د وتلو په صورت كي
به عذاب څنگه درك كوي؟ اما روح له بدنه پرته هم درد او خوشحالي احساسوي، د انسان
خوب ئې يوه بېلگه ده، په خوب كي د انسان روح لري لري سفرونه كوي، له ښكلو منظرو
خوند اخلي او له بدو ځورېږي، هيبتناكي او وېرونكې منظرې ئې دومره وارخطا كړي چي زړه
ئې په چاودېدو شي، او خوشحالوونكي منظرې ئې دومره ښاد كړي چي په جامو كي نه ځائېږي
او زړه ئې غواړي والوزي، خو بدن ئې په خپلي خوا كي او د بړستني څنگ ته ډېر جريانات
نه احساسوي. د دې معنى دا ده چي روح له بدن لري او بېل هم احساس لري خو بدن له روح
پرته له احساس محروم شي.
·
د
انسان بدن د روح لپاره فقط يو كالبوت دئ، له مرگ وروسته بدن وروست شي، په خاورو كي
تجزيه شي، د بدن برخي ئې د نورو ژوو، حيواناتو او نباتاتو خوراك شي، خو روح ئې
سالمه او روغه پاته وي، رسول الله٭ فرمايي چي د شهيد روح ته د شنو مرغانو په څير
كالبوت وركړى شي، جنت ته درومي او مېوې ئې خوري، له دې معلومېږي چي د مؤمنانو او
كافرانو روح ته هم داسي مناسب كالبوت وركول كېږي چي د قبر راحت او عذاب احساس كړي.
قرآن
په دغو آيتونو كي موږ ته دا حقيقت داسي انځور كړى:
أَوْ
كالَّذِى مَرَّ عَلى قَرْيَةٍ وَ هِىَ خَاوِيَةٌ عَلى عُرُوشِهَا قَالَ أَنى
يُحْىِ هَذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ
بَعَثَهُ قَالَ كمْ لَبِثْت قَالَ لَبِثْت يَوْماً أَوْ بَعْض يَوْمٍ قَالَ بَل
لَّبِثْت مِائَةَ عَامٍ فَانظرْ إِلى طعَامِك وَ شرَبِك لَمْ يَتَسنَّهْ وَ انظرْ
إِلى حِمَارِك وَ لِنَجْعَلَك ءَايَةً لِّلنَّاسِ وَ انظرْ إِلى الْعِظامِ كيْف
نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسوهَا لَحْماً فَلَمَّا تَبَينَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ
اللَّهَ عَلى كلِّ شىْءٍ قَدِيرٌ* البقره: 259