څاڅکي... څاڅکي

بيا ددې تور اسمان په غيږه کې
دوريځو هادي
په تورو شپو کې
د سپوږمۍ په وينو ولمبيده
او اورني بادونه
د شنو پستو د پيغلتوب د وخت
شينکي خوبونه
تنکي ،تنکي سوځوي
او په دې شنو شنو دامانو کې
د هوسيو بچي
او دزيتونو
د تنکي ذهن بې ژبې پاڼې
د خپلو وينو په بدل
څاڅکي د لمر غواړي.