اسمان کې خړې وريځې
او قهريدلی تنا،
دغه په در در باران،
په زړه چاودلي بريښنا،
د اسويلو په شان ساړه بادونه،
د سيلاو مستې څپې،
دا تکه سپينه ږلۍ،
هر څه به تير شي،لمر به بيا ښکاره شي
سپوږمۍ به هم په ورين تندي وخاندي
د اسمان توره لمن
به شي په ستورو جړاو،
خو بيا به هم د تا په سرو اننګو
د پرخې څاڅکي ښکاري
وروستي