دمينې نغمه

ا زما مينې!!!
غرمه چې زه پخپل واک کې يم،ستا د موندلو څوب (اشتياق)نه وي راسره ،دا ځکه چې زه پخپلو خورو ورو خوبو کې وينم چې د نړۍدرستې هيلې په ﻻس راوستلای سم او په دغو خوبو زه ډاډه سم چې دنيا زما ده .
هو!زما د نغمو تارونه د هوا څپې اړوي.
 نوزما مينې !زه تاته اړ نه يم ،زه پخپلو نغمو مست او سر شاره يم،ته هم د لوی درياب پر هغه ژۍ کښينه او د خپل روح د هوساينې وسايل  راغونډوه، زه ارام يم.
مګر په نيموو شپو کې :
کله چې ټول کاينات بيده وي او دسهار تودې وږمې ﻻ نه وي خپرې.
کله چې تور غرونه يو په بل پسې خواشيني وﻻړ وي او ګوري .کله چې د لويو دريابونو کومي چپ وي.کله چې يو پرتم غوړيدلی وي.
زما مينې!!
زما روح ستا د ږغ له پاره توسيږي ،نغمې مې سړې سوي وي ،چيغې  مې تر خولې خيژي.
ا زما مينې!!
کله چې زه تا بولم ،يو طلسمي ږغ ځنګل په خوښۍ ډکوي.
اې ما ته راتيره!دلوی درياب له پوري خوا خپل روح راوليږه چې زما د روح سره همنوا سي.