
یو سړي خپل یو ملګري ته ویل: خبر یې فلانی مړ شو عمر یې لږ وو.
ملګري يې وپوښتل: د هغه دمړینې علت څه وو؟
هغه ځواب ورکړ: د هغه خوار د ژوند علت لا نه ومالوم ؛ته يې لا د مړینې علت پوښتې!
***
یو ورځ بهلول دربار ته ولاړ هارون يې ولید چې شراب څښي
هغه له بهلول څخه وپوښتل: انګور خوړل ارام دي؟
بهلول :یا
هارون وپوښتل:
که د هغه پسې اوبه وڅښې؟
-پروا نه کوي
- بیا لمر ته کښینې څنګه؟
- پروا نه کوي
-نو ولې چې دا انګور او اوبه په لمر کې کښيږدو حرامیږي؟
بهلول ځواب ورکړ:
که د انسان پرسر خاوره واچوې هغه خوږېږي؟
هارون : یا
بهلول وویل: که په خاورو لږ اوبه واچوی توپیر کوي؟
- یا
که همدا خاوره او اوبه سره ګډه او خښته ترې جوړه او انسان په سر ووهلو هغه خوږیږي؟
- هو، د انسان سر ماتیږي!
بهلول وویل :همداسې چې د اوبو او خاورو له یوځای څخه د انسان سر ماتیږي، له اوبو او انګور څخه هغه حرامیږی او انسان ته ضرر لري
خلیفه اریان شو او د شراب د وړولو امر یې وکړ.
***
بهلول د اختر په ورځ مسجد ته ولاړ دا چې تیر مهال يې بوټونه ورک شوي وه نو خپل بوټونه يې په یو دستمال کې وپيچل د تخرک لاندې یې ونیول او کیناست .
د هغه د څنګ سړي د هغه تخرک را وتلی ولید نو له بهلول څخه یې وپوښتل:
فکر کوم ښه ګران کتاب دی تر تخرک لاندې دی، د څه شی کتاب دی ؟
بهلول: فلسفه ده.
هغه ورڅخه وپوښتل:
د کوم کتاب پلورنځي دی رانیولی دی؟
-هغه ورو ځواب ورکړ:
د بوټ پلورونکي له دوکانه!
***
یو ورځ بهلول دربار ته ورغی او تر ټولو لوړ کیناست .هارون ډیر په غوسه شو غوښتل يې هغه سپک کړي هغه ته يې وویل :
زه یوه کیسۍ اچوم که دی ځواب راکړ زر دیناره درکوم کنه پر خره دي چپه سپروم د بغداد په کوڅو کې د ي ګرځوم او ږیره او بریتونه دی خرېیم
بهلول ځواب ورکړ: زه پيسو ته اړ نه یم په یو شرط د کیسۍ ځواب درکوم
هاورن :کوم شرط
بهلول :که مې ستا د کیسۍ ځواب ووایه ته به مچانو ته امر کوی ما ونه ځوروي.
په هارون سر وځړیدی او یې ویل : دا امکان نه لري مچان زما مطیع نه دی
بهلول ویل:
ته چې پر مچانو واک نه لرې نو له تا څخه به څه وغواړم
بهلول لانور هم په غوسه شو.
بهلول ورته وویل: کیسۍدی واچوه؟
هغه ونه چې یو کال عمر لري دولس څانګې لري هر ه څانګه يې دیرش پاڼې لري د پانې یوه خوا روښانه او بله خوا يې تیاره ده
بهلول سمدستې ورته وویل:
دا ورځ او شپه ده کال دولس میاشتي بیا هره میاشت دیرش ورځي لري، چې په هره پاڼه کې شپه او ورځ شته
***
اسکافی دسامانیانو په پیړ کې دنوح بن منصور د لیکونو د دیوان دبیر وو بیا د الپتګین دربار ته ولاړ هغه یې ډیر قدر وکړ.
کله چې د الپتګین او نوح تر منځ کړکیچ پیدا شو نو نوح یو رټنېز لیک الپتګین ته واستوی، الپتګین د هغه په ویلو ډیر خواشینې شو او له دبیر څخه يې وغوښتل د هغه ځواب ولیکي هغه بالبداهه دا لیک ورته ولیکی:
« د مهربان او بښونکی خدای په نامه.
بیا يې کام وویل: ای نوح !تا زموږ سره ډیرې خبرې او شخړې وکړې که رښتیا وایي خبره لنډه کړه هغه عذاب چې وعده دي کړې وه راوړه! «سوره هود۳۳»
***
یو عرب چې موسی نومید سهار يې په باغچه کې اودس تازه کاوه چې یوه دسرو زرو کڅوڼه يې وموندله هغه يې په لا س کې ونیولې مسجد ته ولاړ ملا به لمانځه کې تصادفاً وویل: اې موسی !ستاپه راسته لاس کې څه شی دي؟ « سوره طه ۱۷»
عرب وویل: په خدای قسم ته جادوګر يې کڅوڼه يې ملا ته ورکړه او وتښتید چې د غلا پړه په ده وه نشي.
***
یو قاری له بسم الله الرحمن الرحیم څخه وروسته يې ایات شریف هیر او چوپ پاته شو
یو سړي هغه ته وویل: که دي قران الحکیم هیر شو( صدق الله العلی العظیم) خو دي نه دي هیر شوي.
***
یو بخیل، کولال ته دیوې کوزې او یوې پیالې فرمایښت ورکړ کولال له هغه وپوښتل: په کوزه دي څه ولیکم ؟
هغه ورته وویل :پر هغه ولیکه« فمن شرب منه فلیس منّی» هغه چې داوبه څښي زما نه دی --سوره بقره ۲۴۹
کولال بیا وپوښتل:
پر کاسه څه ولیکم؟
بخیل وویل: پر کاسه ولیکه« من لم یطعمه فأنّه منّی)چې چا له دې نه دي څښلي هغه زما دی -سوره بقره ۲۴۹
***
د یاغې قیبلې یوه ښځه یې حجاج( دبغداد ظالیم خلیفه) ته راوستله
حجاج ورته وویل: یو ه ښه ایت شریف ووایه چې ازاده دی کړم ؟
هغې وویل:
اذا جاء نصراللّه والفتح. ورأیت النّاس یخرجون من
حجاج هغې ته وویل:
وای ستا په حال غلطه دي ولوستل
«یدخلون فیدیناللّه» يې سم دی
هغې ورته وویل:
ای حجاجه!
دخلوا و انت تخرجهم؛یانې هغوی د خدای دین ته داخل شول خو ته هغوی باسې
***
یو سړی یو ښه ادبي د فصاحت او بلاغت ډک لیک چې په معنوي او لفظی ارایو ښکلی وو صاحب بن عباد ( د ایران یو ادیب وزیر) ته ولیږی هغه چې لیک ولوست د لیک ټول مطلبونه يې د هغه خپله وه چې لیکونکی په ډیر مهارت سره په خپل لیک کې یو ځای کړی وه.
وزیر د هغه په ځواب کې د قرانکریم دا مبارکه ایه ولیکل:
دا زموږ شته دي چې بیرته موږ ته را ګرځی (سوره یوسف -۶۵)