د خلکو ويناوې (کاکړۍغاړې)

پوهنيار ظفرخان «اهتمام»
دا زما څو کاکــړۍ دي                  د ژوند چاره دا غاۍ دي
غوږ پرې کیږده چې کړم پند         دغه پند واوره په خوند
چې له خولې څه راوباسې            شونډې بې سوچ نه کړې خلاصې
چې په پړانګ باندې سپرېـږې       له سپرلۍ دې ؤ وېرېـږي
چې کړي تل ګېډې ته کار            کړي به عقل وږی خوار
سړی سل کاله ژوند نه کا            د زر کالو غمه وکا
چې هر څوک وي ډېر ناداره         شیطان ژر مومي پرې لاره
ځان دې لږ ګڼه هرښیار               نه له نورو په څو وار
وروڼه کار که په سلاکا                غرونه ځان ورته طلا کا
که ډېر وخت و کړې ژوندون          ایله به یې پوه شې په لنډون
احترام کړه د زاړه                            چې بیا به اوسې داسې ته
هر څوک کړي لنډۍ مدام              ښې غاړۍ دې "اهتمام"
                     کابل ­ـ۱۳۷۲/۱/۱۴ ل.ل