غزل

 
که د للمې سره ګلان راځی په خوب کې راځی
یو؛دوه؛درې ښکلی ماشومان راځی په خوب کې راځی
 زه تر هغه پورې هر وخت د سر په بیه ورځم
هغه تر ما څومره اسان راځی په خوب کې راځي
 لمونځ قضا کیږی خو ملګرو چې راویښ مې نه کړی
نن د جومې شپه ده جانان راځی په خوب کې راځی
 کله د خدای کله د ستا د نور خبرې کوی
څوک په څېره کې د انسان راځی په خوب کې راځی
 ماته جلال راځی؛ هغه راځي او ته هم راځې
ماته شعیب ؛ماته عمران راځی په خوب کې راځی
  
 
شعیب زما څلور کلن خوریې او عمران زما درې کلن زوی دی