مــړبه شمه مړبه شمه تاب دمينې نه لــــرم
راشـــه تــابه ولـولــم کتاب دمينې نه لـــرم
مينه مې معلمه ده اومينه مې پوښتنه ده
سختــه ازموينــــه ده ځــواب دمينې نه لرم
ستاددوومــلالــوپښتنوسترګوستاينه کــړم
زه بلــه سنـــدره په ربــاب دمـــينې نــه لــــرم
زړه مې پاڼې پاڼې په کتاب کې درته اېښی دی
څه خــــبرګلاب دی که ګلاب دمينې نـــــه لـــــرم
راشه لکــه شنه زرغونه دې باران کې پټه شه
زه خوبې له اوښکوبل حجاب دمينې نه لــرم
يوسمندرشورپه زړه کې پټ ساتمه چوپ يمه
څوک وايي چې زه ګوندې اداب دمينې نه لــرم
راليږونکي : ګلالۍ مينه
وروستي