ماته په دنيـــــــا او په عقــــــــبا د عشق سزا يې
راشه چې دې ښکل کړم په ايمان خوږه ګنـــاه يې
زړه کـــې مې موسېږي ستا دمېنې الـــــهې جـا نـا
راشه زړه مې خپل کړه چې د مېنې مې خـــدا يې
ماته مې قسمت نن د نکرېزو اوښکې راوړلــــې
زه د ارمــــان ناوې ته مې سور رنګ دحــنـــايې
((زړه زما تېاره وو خو چې ته په کې موسکۍ شولې
اوس مــــــې زړه ځليږي پکې ته رڼـــــا رڼــــــــا يې))
مـه سپړه زړګی مې د سلګو نه مې خبر شه تــــه
ته د مـــــــاتم زړه کې دارمان بـــــــله ســــها يې
ته په کا ئناتو کې د مېنـــــې پېغمبــــــر ز مــــا
ته مې په سجدو کې د باور زغره واللـــــــه يې
ته مې د زړګي دپاکې مينې ريا ضت شولــــــــې
عشق مې يې کتاب مې يې طا لب ته مې ملا يې
لاړو څاروان تير شو نن دمينې قـــــافلو ســـره
وايه رحيمې چې ته دکو م کاروان ســــارا يې
وروستي