
بارکوال مياخېل- کوټه
د دوبي ټکنده غرمه وه، خلک د ډېرې ګرمۍ له امله په کورونو ننوتي وو، شاوخوا تر ډېره لرې پورې هيڅ بنيادم نه تر سترګو کېدۀ، يواځې د باغ په ونو کې د مرغيو ږغ ږوغ اورېدل کېدۀ. زه د خپل باغ په يوۀ کونج کې د بادامو تر يوې ونې لاندې ناست وم اود نورمحمد تره کي "څړه" ناول مي لوستۀ، ناول ډېر خوندور و، خو بيا به مي هم کله نا کله پام بلې خواته واوښت. هغو خړکيو مرغيو ته به مي وکتل، چي زما څنګ ته به ناستې وې او زما په ورکتلو به هم نه الوتې. ماته به خپل تېر وخت را په ياد شو، د خپل ماشومتوب شېبې به را په زړه شوې، چي د دوبي په غرمو به مو غولېل په لاس د کلي په باغونو کې مرغۍ ويشتلې او له مرغيو سره زموږ د دوښمنۍ له امله به هغوى موږ ته نيژدې نه راتلې. لږ ګړۍ به مي د دغو مرغيو ننداره وکړه چي هم به يې د وښو په منځ کې خپله دانه ټولوله او هم به کرار- کرار چڼېدلې.
ما بيرته ناول راته وغوړاوه او له هماغه ځايه مي- چي پرېيښى مي و- مطالعه پيل کړه. ګرمي دومره زياته وه چي په باغ کې پر چلېدونکي نرم باد برسېره به هم کله- کله داسې توښ را پورته شو، لکه څوک چي تاودۀ تناره ته سر ور ښکاره کړي، خو د ناول په زړه پورې داستان نه پرېښوولم چي سره ويې نغاړم او کور ته لاړ شم، يوه ګړۍ سترګه پټه کړم.
خداى خبر چي ناول به مي تر کومه ځايه لوستى و، خو په باغ کې د پرله پسې څلور ساعتونو کار له امله مي- چي زښت زيات يې ستړى کړى وم- د ونې ډډ ته مي تکيه وهلې وه او سترګې مي سره ورغلې وې.
نيم ساعت به تېر شوى و، چي د ماسپښيني بانګ ږغ مي خوب و ترهاوه، سترګې مي چي و غړولې، ناول مي په لاس کې نه و، ناببره مي تر خولې ږغ وخوت:
- کتاب څه سو، ناول چا يووړ؟
له ځايه ولاړ شوم چي هسې نه ناول را لاندې شوى وي، د ونې تر ډډ شاوخوا را وګرځېدم خو ناول نه و، نه مي پيدا کړ، اندېښنه مي نوره هم زياته شوه چي شاوخوا خو پرته له دغو مرغيو هيڅ يو انسان نه شته، په چورت کې شوم "ته وا دا ناول به چا وړى وي، دومره تېز باد خو به هم نه وي را الوتى چي زما له ګوتو به يې ناول کيښ او ووړ به يې". بيرته ناستې خوند را نه کړ او په مات زړه د خپل کور خواته را روان شوم. کټ مټ داسې لکه د سړي چي ډېره لويه ورکه شوې وي، ډېر ورپسې پرېشانه وم، ځکه په ډېرې خوارۍ مي دغه ناول لاس ته راغلى و.
کور ته چي راغلم ډوډۍ ته مي زړه نه کېدۀ، خو د کار د ستړيا او ستومانۍ له امله مي څو ګولې وچه ډوډۍ وخوړله، يو ګيلاس شړومبى (شلومبې) مي ورپسې وڅيښ او بيا هملته ځاى پر ځاى د پکې سړې هوا ته و غزېدم. سترګې مي لا نه وې پټې کړې او مور مي- چي اودس يې کړى و او کوټې ته راننوتله- ږغ راباندې وکړ:
- زويه لمونځ وکه بيا ويدۀ سه!
ما- چي سترګې مي د روڼا له امله په خپل ښي پټې کړې وې- مور ته مي ځواب ورکړ:
- هو مورکۍ لمونځ کوم بيا وېدېږم.
په بيړه له ځايه را ولاړ شوم، د اوداسه لپاره مي بدنۍ را ډکه کړه، اودس مي وکړ او پر ځاى د دې چي د پخوا غوندې جومات ته لاړ شم، هورې د کور په کوټه کې مي مصله را هواره کړه او پر لمانځه و درېدم. ما لا لمونځ پاى ته نه و رسولى چي مور مي بيا کوټې ته را ننوتله او زما په ليدو يې اريانوونکي غوندې له ځانه سره وويل:
- دا زوى مي نن ولې په کور کې لمونځ کوي؟
ما چي سلام وګرځاوه، دوعا مي وکړه او مصله مي ټوله کړه، مور مي سمدستي په اندېښمن ډول راڅخه وپوښتل:
- زويه ولې جومات ته نه ولاړې؟
ما په داسې حال کې چي پر څنګ ته پراته بالښت مي سر ولګاوه، ځواب مي ورکړ:
- مورکۍ ډېر ستړى وم، له وسه مي نه کېدل.
- ستړى نور کله هم يې، خو نن يو څه.....
ما د مور خبره پرې کړه:
- هو نن يو څه سره بېخونده يم.
- ولې خداى مه کړه رنځور خو به نه يې؟
- رنځور نه يم، خو لکه رنځور چي يم، يو څه مي ورک دي.
مور مي يو څه نوره هم ماته متوجه شوه او په خپل خواږه او مهربانه ږغ يې راته وويل:
- کوربان دي سم زويه ماته ووايه څه شى دي ورک دي؟
که څه هم ما نه غوښتل چي مور ته مي د ناول د ورکې ووايم، ځکه مور مي نالوستې وه او له کتاب و قلم سره يې هيڅ سر و کار نه لارۀ، خو د هغې په ډېر ټينګار سره مي خپله ورکه ور وښووله:
- هغه سور کتاب نه و مورکۍ؟ هغه چي تا پيسې راکړې وې او په ډېرې خوارۍ مي په ښار کې ميندلى و، هغه يو چا راڅخه پټ کړ.
مور مي بې اختياره وويل:
- لاسونه دې مات سي چا پټ کړ؟
- نه پوهېږم په باغ کې مي د ونې ډډ ته تکيه وهلې وه، وايه مي، زما سترګې سره ورغلې وې او چا مي له ګوتو کښلى و.
مور مي په داسې حال کې چي له کوټې څخه د وتلو په حال کې وه، خپله څونۍ (پړونى) يې پر سر سمه کړه او په ناڅاپي ډول يې تر خولې ووتل:
- نو دې کور خراپ سي چي زما د ګل کتابونه غلا کوي.
مور مي له کوټې څخه ووتله او زه هم په دغو چورتونو کې- چي ته ګوره دا ناول به چا وړى وي- پر يوۀ بل اړخ اوښتم او وروسته خوب راغلى و.
ماځيګر تر لمانځه مخکې چي له خوبه را ويښ شوم، يواځې د مخ لاس له مينځلو تېر شوم، ټول اودس مي وکړ. مور دوى مي ماسپښينۍ چاى څښلې خو زه د نورو ورځو غوندې- چي په دوبي کې د ګرمۍ له امله د ماسپښين چاى نه څښم- څپلۍ مي په پښو کړې او له کوره دباندې را ووتم. د ناول د ورکېدو پېريان مي لا هماغسې پر ذهن ناست وو. زړه راته وويل چي ته راشه يو ځل لا د هغې ونې شاوخوا ته ناول وګورم، کېداى شي غرمه مي د ستړيا له امله له سترګو نهام شوى وي، ګوندې اوس يې پيدا کړم، خو پرېکړه مي وکړه چي لومړى به لمونځ وکړم، ته ګوره چي د جمې لمانځه ته څومره وخت پاته دى:
- اوه ګړۍ مي څه سوه؟
ګړۍ مي د څنګ په جېب کې وه، چي پاډه يې دوې ورځې مخکې د باغ په کار کې راڅخه پرې شوې وه، خو ما د عادت له مخې خپل ښى لاس د ګړۍ پر ځاى- چي تر کيڼ لاس به مي تړلې وه- وتپاوه، ګړۍ مي له جېبه را وکښله، وخت مي وکوت، د جومات لمانځه ته درې مينټه پاته وو، بس ما هم پښې ور چابکې کړې، په بيړه جومات ته ور ننوتم او په ملا صاحب پسې مي نيت وتاړۀ. لمونځ مي وکړ، خو مخکې له دې چي له جوماته را ووځم او د باغ خواته د خپل ناول په لټولو پسې رهي شم، د ملاصاحب هغو خبرو ته يو څه غوږ شوم چي هره ورځ يې د ماځيګر تر لمانځه وروسته خلکو ته کوي.
ملا صاحب به تل د ديني مسايلو د بيانولو پر ځاى دونياوي خبرې ډېرې کولې او د خلکو پر عيبونو به ډېر ږغېدۀ. دۀ به په خپلو خبرو کې زښت زيات متلونه ويل او کله نا کله به هغه د چا خبره په کنايو کې ږغېدۀ. که څه هم زه هره ورځ د ملاصاحب خبرو ته نه کښېنستم، خو په دغه ورځ مي زړه و، چي د ملا صاحب تر خبرو وروسته له هغه څخه د خپلې ورکې لپاره دم يا تاويز واخلم.
ملا صاحب د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې- په داسې حال کې چي خپلې سپينې عينکې يې پر پزه ايښې وې او تر عينکو پورته يې په ځير نظر ماته کتل- پر خلکو يې ږغ وکړ:
- ګورئ وروڼو که ستاسې په کورونو کې کوم باغي او بې دينه سړى وي، نو دا ستاسې د دونيا او اخيرت دواړو په تاوان دى، تاسې پوهېږئ چي د بادامو په منځ کې يو تريخ بادام سړى وخوري، نو خوږه خوله يې په ترخه شي، داسې تريخ بادام سړى بايد وغورځوي.
له همدې سره يې خپلې خبرې پاى ته و رسولې، لنډه دوعا يې وکړه او خلک له جوماته د خپلو کورونو خواته رهي شول. ما هم له ملا صاحب څخه د دم يا تاويز اخيستلو خبره دم ګړۍ ته پرېښووله او د باغ پر لور را رهي شوم.
دا وخت نو د ګرمۍ زور هم يو څه ختلى و او کرار- کرار سوړ باد چلېدۀ، چي د باغ د ونو څانګې به يې ښورولې، کټ مټ لکه يو اتڼچي چي ډول ته خپلې څڼې غورځوي. زه چي د باغ په هغه پورې کونج کې ولاړې د بادامو ونې ته ور ورسېدم، نو په اريانوونکي ډول، که ګورم کتاب هماغه زما د ناستې پر ځاى پروت و، خو تر يوې غټې ډبرې لاندې پروت و، يواځې يو کونج يې ترې ښکاره و. ما هم په بيړه ډبره له کتابه پورته کړه، د کتاب د شا او د مخ سور پوښ ترې اړول شوى و، خو پر دويم مخ په ښکلي نازک خط سره دا توري پرې ليکل شوي وو:
- د داسې کتابونو لوستل به دي په همېشني خوب ويدۀ کړي.
ناول مي له ځانه سره را واخيست او د کور خواته را رهي شوم. سره له دې چي د ناول په موندلو مي د خوشالۍ احساس کاوه، خو پر ناول برسېره ليکلې جملې ته چورت يووړم او له ځانه سره مي وويل:
- څنګه به مي په همېشني خوب ويدۀ کړي، دې کتاب خو زه را ويښ کړم، زما په زړه کې يې د خپل وطن مينه پيدا کړه، چي ريښتيا هم که زه په خپل وطن کې خواري وکاږم نو پردي وطن ته به په خوارۍ مزدورې پسې ولې ځم، دا خو.....
زه لا په همدغو چورتونو کې وم چي د کوچني ورور وارخطا ږغ مي د چورتونو لړۍ پرې کړه:
- ګل لالا، ګل لالا، و ګل لالا!!
- هه څه وايې، څه خبره ده؟
- زموږ د کلي پر ښوونځي سرې لمبې بلې دي!،
- سرې لمبې، ولې چا وسوځاوه؟
د ښوونځي د سوځېدو خبرې مي ذهن ته لاره وکړه. زموږ په کلي کې همدا يواځينى ښوونځى و، چي دوې مياشتې وړاندې په سپينه ورځ وسوځول شو او کوچني ورور مي په منډه ماته خبر راووړ.
کور ته چي را ورسېدم، پرته له دې چي په مور مي د کتاب د پيدا کېدو زېرى وکړم، کتاب مي د خپل ښوونځي د وخت د زړو کتابونو- چي د کور د زياتي شيانو د يوې کوټې په تاخچه کې تر دوړو لاندې پراته وو- په منځ کې کښېښوو او پټ په پټه له کوټې بيرته را ووتم.
پاى
١٦ اګست ٢٠٠٨م کال- کوټه
barakwal.myakhel@gmail.com