نوې څېړنه : بوره تعصب له مينځه وړي

 شرف الدین عظيمي
څېړوونکو د انسانانو د ټولنيزو کړوړو په يوه څيړنه کې دا موندلې ده چې خواږه خواړه د انسان په کړو اغيزه لري او کړووړه يې ملايموي .
د نړيوالو منابعو پر بنسټ د آمستردام پوهنتون څيړوونکو په بيلابيلو څیړنو کې دا موندلې ده چې بوره د انسان په خوی او اخلاقو اغیزه شیندي او ښه کوي یې .
د څیړوونکو په وینا د قندی موادو اوشکرې کارونه د انسان په ماغزو د قندي حملې په نوم یوه حمله کوي او ماغزه له دغو موادو څخه تغذیه کیږي او دغه مواد د ستوغو ویناو او تعصب سطحه په مغزو کې راټیټوي .
دغه څیړنه په دو ډلو کسانو تر سره شوې ده چې یوې ډلې ته په بوره خوږې شوې اوبه اوبلې ډلې ته په مصنو ي ډول خوږې شوې اوبه ورکړل شوې وې او پایله دا سابته شوه په هغو کسانو کې چې د بدن ګلوکوز یې ډیر وه یعنې د شکرې یا بورې اوبه یې څښلې وې د ستوغو ویناو په مقابل کې پر ځان ډیر کنترول لري او تعصب نه کوي آن تر دې چې که له ارثي اړخه هم متعصب وي.   
څیړوونکي په دې باور دي هغه کسان چې په خپلو  ټولنیزو احساساتو او تعصبونو کنترول راولي نو د دې متعادلولو لپاره په خپل وجود کې یو ډول انرژۍ ته اړتیا لري او کله چې دغه  انرژي په بدن کې زیرمه کیږي وګړي په خپلو کړووړو کې د کنترول هوښیاره وړتیا پیداکوي او د ټولنې پر وړاندې ښه کړه تر سره کوي .  
نو ددې څیړنې د ازموینو پایله دا څرګندوي هغه کسان چې د وینې خوږه یا ګلوکوز یې کم وي په خپلو کړووړو لږ کنترول لري او بایده ده چې په ښه کولو کې یې اقدام وکړي .