
پوهنمل محمود نظری
سلطان محمود غزنوي یو قبر ځان ته جوړ کړ او خپل یو ندیم ته يې امر وکړ د هغې شناختې ته یو مناسب ایت شریف پيدا کړه
ندیم ورته وویل ما مناسب ایت شریف پیدا کړی تاسو وګوری هغه څنګه دی :« دهغه دوږخ دی چې ستاسو سره وعده شوی دی » سوره یس ۶۳ ایه
***
یو سړی خليفه هارون الرشيد ته ورغی او هغه ته يې ویل زه منجم یم
بهلول چې د هغه تر څنګ ناست و و له هغه څخه وپوښتل:
زه څوک یم.
هغه ځواب ورکړ : نه پوهیږم.
بهلول ورته وویل:
د ګاونډي دي خبرنه یې، نو څنګه د اسمان له ستورو خبر یې؟
هغه خجل شو او له درباره ووت.
***
اسحق بن محمد بن صباح د کوفې امير ډیر غمجن ووځکه لور يې زېږېدلې وه په چرت کې ناست وو او څه يې نه خوړل بهلول يې څنګ ته ورغی اوله هغه څخه يې وپوښتل:
اي اميره! ولې دومره غمجن يې ؟
امیر په خواشیني ځواب ورکړ:
ماچې ویل زوی دی هغه لور وه!
بهول بیا ترې وپوښتل:
آیا تا هېله لرله ددې ښکلې او ساليمي جنۍ پر ځای خدای لیونی زوی درکړی وای؟
امیر وخندل او دخدای شکر یې ویست ا وډوډۍ يې وخوړله او اجازه يې ورکړه خلک يې تبریکي ته راشي.
***
دخليفه هارون الرشيد یو نوکر مستي خوړلي وي او لږ يې پر ږیره توی شوي وې
بهلول له هغه څخه وپوښتل:
څه شی دي خوړلي دي؟
هغه په مسخرو وویل :
کوتره
بهلول ورته وویل:
زه له اوله پوهیدم.
هغه وپوښتل:
څنګه؟
بهول ځواب ورکړ:
دهغه فضله ستا پر ږیره لویدلې ده.
***
یوه ورځ فضل ابن ربيع د هارون الرشيد وزیر تیریدی بهلول يې ولید چې ناست او په سوچ کې ډوب دی .
فضل په زوره نارې کړه بهلوله څه کوې؟
بهول سر له زنګانه سر پورته کړ، فضل یې ولید
هغه ته یې په ځواب کې وویل: ستاپه عاقبت چرت واهم چې د جعفر برمکي په برخلیک اخته نه شې.
فضل ددې خبرې وریږدید او بهلول ته يې وویل:
اې بهلوله! دهغه نکل راته وکړه.
بهلول ورته وویل:
جعفر پر هارون ډیر ګران وو ان خپله خور يې هغه ته وکړه او هغه ته يې وویل زما خور( عباسه ) ته نژدې نه شې خو هغه داونه منله نو هارون هغه او د برمکي ټوله کورنۍ له منځه یووړه
یوه شپه يې خپل مریي( مسرور) ته وویل:
ورشه د جعفر سر راته راوړه.
هغه ورته وویل: کاشکي د دې امر له اوریدلونه مخکی مړ شوی وای .
هارون وویل :که زماامر اجرا نه کړې تا به داسې ووژنم چې د هوا مرغان ستا په حال وژاړي
مسرور جعفر ته ورغی او د هاورن امر يې ورته ووایه
جعفر وویل : شاید هغه به نشه وو، چې په سد شي هوښیاراو پښېمانه به شي.
ورشه هغه ته وایه ما هغه مړ کړ که تر سهاره پښېمانه نه شو بیا راشه زما سر پرې کړه.
خو مسرور ورته وویل : یا ته راسره ولاړ شه شاید هغه ستا به لیدو له دې امر څخه تیر شي.
جعفرد مسرور سره دربار ته ولاړ هغه بهر ودرید اومسرورو دننه ننوت
هاورن وپوښتل:
مسروره! څه دي وکړل؟
مسرور وویل:
جعفر مې راوستي دی بهر ولاړ دی .
خلیفه په غوسه و ویل:
که دې زما فرمان نه وواجرا کړئ تا به د هغه تر مخه مړ کړم
مسرور بهر ووت او د جعفر سر یې پری کړ او هارون ته يې راوړ او هارون امر وکړ ټول د برمکي کورنۍ ووژنئ او شته یې ضبط کړئ دهغه جسد يې د لوړي کلا پر سر وځړاوه او بیا یې اور ورواچوې.
بهول زیاته کړه : زه وېرېږم ستا پای همداسې نشي
هغه په ژړا بهلول ته وویل: ما ته دعا وکړه
***
د موذن په اذان سره ښه خلک په ډیره بیړه مسجد ته راغلل او هر یو غوښتل یو د بل تر مخه شی
یو حاضر ځواب سړي ملا ته وویل: که موذن د« حی علی الصلاة» پر ځای (حی علی الزکوة) ویلی وای اوس به ټوله له مسجده په تلو کې یود بله مخکې کیدی.