
د ژوند تر ټولو ترخې شېبې دې هغه څوک جوړوي
، چې د ژوند تر ټولو خوږې شېبې يې درته جوړې کړې دي.
.....................................
د انسان حقيقت هغه څه نه دي چې په څرګنده يې وايې
، د هغه حقيقت په هغه څه کې نغښتی چې له ويلو څخه يې ناتوانه دی
، نو که غواړې هغه وپېژنې ، ناويلي رازونه يې پيدا کړه
، نه هغه څه دی يې وايې.
........................................
کاشکې د چا په زړه کې مو پښه نه وای اېښې
تر څو چا زموږ په زړه کې پښه نه وای ايښې
او که يې ايښې وای بيا يې کله هم پورته کړې نه وای
او که يې پورته کړې وای بيا يې خپل د پښې پل هم نه وای پرېښې.
...........................................
کله چې د چا مينه دې په زړه کې ځای ونيسي بيا چمتو يې چې ځان ځينې قربان کړې
، غواړې د يو ديدن لپاره يې ټوله نړۍ ورکړې
، پر هرڅه تور خط وکاږې حتی د خپل ژوند پر پاڼه
، غواړې ټوله نړۍ دې بده وي خو ستا مينه دې په مينه بلده وي
،غواړې هرڅه مات کړې خو د هغې زړه له ماتېدو وساتې
، غواړې د نن او پرون ټولې اړيکې پرې کړې خو د هغې لاس ونيسې
، خو يو وخت وينې ...........