پرخه په رخسار د سهر ګل يمه
داغ مې په سينه زخمي ګوګل يمه
ستړي مې فکرونه او خيالونه دي
زه د ستړي ژوند اوږد مزل يمه
تاوې چې په سرو وينو سور ولې يې؟
ګل يم د ليلا د تور وربل يمه
راشه چې ګېلې دې دزړه ورکې شي
زه د مرور زړګي تسل يمه
نه ږدم په دروغو يو قدم له چا
تل له صادقانو سره مل يمه
خير که ستغې سپورې کړې پروا نشته
زړه کې ارمانجن دې يو په سل يمه
څه کوم کشمير دی که ختن ښکلی،
خوښ په کنډوالو کې د کابل يمه
اخلمه سرې وينې د شاعر له زړه
ډک له رنګينوښکلی غزل يمه
نجيب الله نايل
وروستي