
ليکوال : ژان ګېهېنو
ژباړن: اکبر وردګ
نوې مې د شپږم ټولګي ازموینه تېره کړې وه، چې مور مې ناروغه شوه؛ د خورانو ناروغي ور پېښه وه ؛ برانکایتېس (دسږیو د نلکو ګزک) نیولې وه . د نومبر په میاشت کې پرېوته او ګرد ژمی یې کار ونه شوی کړای . په کور کې به پرته وه، ګاونډیانو، ما او پلار به مو یې، له خپله وسه سره سم، درملنه کوله . څومره څه مو چې سپمولي وو په څو لومړيو میاشتو کې مو ولګول . پلار به مې بېدرېغه کار کاوه او ما به مرسته ورسره کوله . د دسمبر هغه شپې مې د پرون غوندې په زړه دي چې مور به مې د کټ په تل کې ټوخېدله او په ډېره خوارۍ به یې سا اېستله . موږ دواړو به د ډېوې رڼا ته د یوه یخدان (غټ صندوق) پر سر کار کاوه . د پښو د تودولو له پاره به مې ترپکې وهلې. پلار به مې شینیې ټکوهلې، ټکوهل به دې نو څه وي ! . . .
بد مرغي نو لا هغه وخت راغله چې په هغه فابریکه کې چې پلار مې کار پکې کاوه ، اعتصاب پیل شو . پلار مې په څو لومړیو ورځو کې خبره را څخه پټوله،سهار وختي به د پخوا په څېر «هټۍ» ته لاړ او نیم ساعت وروسته به بېرته راستون شو او ویل به یې چې د کار له پاره څه نه وو . مور به مې د کټ له تل څخه په زګېرؤ، زګېرؤ ویل :
«داڅه را وشول ؟ څه به کوو ؟»
داسې ورځ راغله چې نور مو هېڅ روپۍ نه لرلې . نانبای ته ورغلم چې یوه پینځه پو نډي ډوډۍ ترې راو نیسم . راته ویل یې :
«روپۍ لرې ؟ موټی دې پرانیزه، راکړه اووه لس پوله ! » . زما لاسونه تش وو . کور ته بې ډوډۍ راغلم . مور مې را ته وویل چې دا خبره پر ځای ده چې « هغه ډوډۍ چې نه وي پیرودل شوې تر ستوني نه تېرېږي» . نوره بله چاره پاتې نه شوه له حقیقته مو خبره کړه .
دې خبرې یوه وېره وونکې صحنه جوړه کړه : مور مې بې له دې چې څه ووایي را ولاړه شوه، خپلې جامې یې واغوستې، وېښتان یې ږومنځ کړل ، بڼه یې تکه سپینه اوښتې وه او مخ پر فابریکه ور روانه شوه . کله چې وره ته ورسېدله ویل یې «چې نارینه کار نه کوي، زه یې کوم، دا زه ! »
پلار مې د ځواب له پاره هېڅ نه لرل او د را ګرځولو هڅه یې هم ونه کړه . ما مې سر په دواړو لاسونو کې نیولی و او په سلګو، سلګو مې ژړل . پلار مې د کړکۍ تر مخ ولاړ و او د باران څاڅکو ته یې کتل . . .
مور مې چټک، چټک ګامونه اوچتول او ما منډې پسې وهلې . له کوره به لیا سل متره نه وه تللې چې کنګس شوه او د بېسېکۍ نه په خټو کې را وپرزېدله . لارویو مرسته راسره وکړه چې را پورته یې کړم او کور ته یې را ستنه کړم . مور مې له سره په غوسه نه ښکارېدله، پر اوږه مې یې تکیه کړې وه او ورو، ورو یې زګېروی کاوه . کله چې کور ته را ننوتلو، پلار مې لیا د کړکۍ مخې ته ولاړو ،مرسته یې راسره وکړه چې مور مې پرې باسم .
مازدیګر خفه او اوږد و . زه ښوونځي ته نه تللم . د ماښام له پاره مې پرګي پوچول او اېشول د باندې خړه تیاره وه او
اسمان وریځ و . د پینځو بجو په شا و خوا کې به شپه شوه، خو موږ د سپما له پاره ډېوه نه وه بله کړې . پلار مې چې بخارۍ ته ناست و نا ببره را ولاړ شوو،د یخدان له جعبې نه یې خپل بکس را واخست او د باندې ووت . یو ساعت وروسته کورته راننوت او خپل ډک بکس یې پر مېز غوځار کړ او د یو ډول کرکې په انداز کې یې را ته وویل . «واخلئ، کار مو غوښت . . . دا دی کار.» هو، زما يقین و چې په دغه شېبه کې یې له موږ نه کرکه کېده ځکه چې موږ بې ننګۍ ته اړ ایستلی و .
دواړو د شپې تر نا وخته پورې کار وکړ . کله به چې ما څرمن ټکوله چې نرمه شي ، پلار به مې را ته ویل : لږ ورو ! لکه چې ډارېده چې ګاونډیان به د دې بېننګه کارغږ واوري .
سبا ته یې ښوونځي ته لاړم خو اندېښمن وم . په یوولسنیمو بجو په منډه، منډه کور ته راغلم پلار مې د یخدان له پاسه کار کاوه . کله مې چې د شپې له پاره ناری تیاروه په زینو کې مې د ښکالو او پسپسي غږ واورېد . بیا په زوره ور وټکول شو . پلار مې بکس او کار د یخدان لاندې پټ کړل او ور غږ یې کړ چې را ننوزئ . د پلار درې ملګري، چې ما ښه پېژندل، را ننوتل . له دریو واړو څخه کشري یې چې په پښه ګوډ واو نګوښېده به، په خبرو پیل وکړ :
« ژان، موږ ته چا ویلي چې له فابریکې نه دې کار اخستی ، زموږ په دې خبره باور را نه غی، نو راغلي یو چې در نه وپوښتو چې دا خبره ريښتیا ده که نه ؟ »
پلار مې سر ښکته اچولی و او نه غږېده . مور مې د کټ له تل نه پرې را نارې کړې .
«تېر شئ، شرمېږئ نه ؟ څه غرض مو دئ، بېوزلي پرېږدئ چې په ارامۍ وکړېږي . »
ګوډي غوښتل چې بکس را کش کړي، خو پلار مې په اشاره ترې منع کړ او پخپله یې بکس را وایست او کار یې ور وښود .
پلار مې ور ته وویل «ریښتیا دي، د پرون ماښام را هیسې مې په کار پیل کړی . وینئ چې مېرمن مې ناروغه ده او بله چاره مې نه لرله .»
نو چیغې او ښکنځاوې شوې : «بېغیرته، وجدان پلوریه ! »
(پورتلېت بابا) په وار، وار ویل : «ژان، له تا څخه مو دا تمه نه لرله !» دې خبرې زما پلار له ښکنځاو نه ډېر ځوراوه .
کله چې دوی دریواړه ووتل، پلار مې پیل کړی کار را ټول کړ او مور ته مې یې وویل :
«پای ته به یې ونه رسوي»