
یو وخت یوه فیشني بیزو د ځنګل په یوه اداره کې سکرتره وه، د خپل دفتر د دهلیز په هېنداره کې یې خپل ځان ولید. د خپلې څیرې په لیدو سخته په غوصه شوه چیغه یې وکړه:
• څومره حماقت... دا څه ویرونکې څېره ده، چې زه یې وینم؟ دا زه نه یم، هېنداره زما څېره ناسمه ښکاروي.
د هغې ځنګلي موسیسي رئیس چې له دې سره خپلوي لرله، د دغې بیزو خبرې تائید کړې ویې ویل:
• ريښتیا چې ډېره بې نظمي ده، د ادارې په دهلیز کې دا هېنداره چا ايښې ده؟
هغه خانه سامان چې په دهلیز کې یې هېنداره را ځړولي سمدلاسه له دندې ګوښه شو.