هغې خپل روح په زم زم ومينځلو
او دکوثر په حوض يې شونډې کېښوې
هغه سپېڅلې شوه د پاکو ملایيکو په څېر
هغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مينه کې
خدايزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاري
هغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړ
هغه مين چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرل
هغه چې نښه د بدۍ و
چې کمزوری و
چې لاس يې مات وو
هغه مين چې بې لفظونو
بې خبرو يې نور څه په روح کې نه درلودل
هغه نور ورک شو د هغې له حافظې څخه هم
ها چې پخوا يې لا له زړه څخه شړلی و
ايستلی يې و
هغه ورک شوی ګنهکارهغه له بدو نه بد
.... خو هغه څومره ښه و
چې بيا يې هېڅکله سپېڅلې ښکلې
دګناه فکر ته هم پرې نه ښوده
خپل دوزخي غږ يې دروح دتمبو شاته پټ کړ
هغې يې مخ ونه ليد
تاسو دا مه پوښتیْ چې دغه ګنهکار څنګه شو؟
تاسو دا وګوریْ چې دې مين د عشق لپاره
د خپلې مينې د تقوا لپاره
په خپلې روح کې هر څه څنګه خښ کړل
هر څه
يوازې
د هغې لپاره!
۱۶ سلواغه ۱۳۸۷
وروستي