عجيبه ومه وزګار وم چې ته نه وې
له هر کار ځينې بې کار وم چې ته نه وې
ټوله شپه مې شنه اسمان کې سترګې خښې
بس د ستورو به په شمار وم چې ته نه وې
هر لحظه مې عزرایيل ګویا مېلمه دی
عجیبه شان به بیمار وم چې ته نه وې
د خـــــبرو لـــــه ښکلا مــــــــې غلا مه کړه
زه هم ستا غوندې غدار وم چې ته نه وې
نه مې چا سابه جوړ کړي و په مالګه
نه له چا ځينې ازار وم چې ته نه وې
د خوشبو غوندې په پټه خوله الهام وم
نه ښکلا او نه اظهار وم چې ته نه وې
ګل حبيب شاه الهام – خوست
غــــــزل
سپين رخسار دې ښايسته دي لکه مياشت
ها يې هــــم په ننداره دی لکـــه مياشـــــــــــت
تـــــــورې څڼې ، ســــپينکی مخ او ســره لبان
عــــــجيبه ده ، عـــجيبه دی لکـــه مـــــياشت
پــــــه هر چـــــــــا مې د ښايست رڼا خوره ده
بـــــــس هــــمدا مې ګوزاره ده لکه مياشت
چــــــــــې په سره غرمه د للمې دهقاني کړم
سپينه خــــــوله مې اجوره ده لکه مياشت
هغه له خړې وريځې نه سپوږمۍ په راوته ده
که ايښې يې څنګل په دېواله ده لکه مياشت
الهام يې چې د ژوند په هر پړاو کې له ما غواړي
هغه يې له ځوانۍ نه نذرانه ده لکه مياشت
وروستي