د عـشــــق د رياسـت نوکـر

شپږمه برخه
 
صبورالله سـياه ســنگ
hajarulaswad@yahoo.com
 
پښتو ژباړه : رحمت آریا
د سپیڅلي څښتن په نامه
 
زموږ د نن ورځې په اوسني چاپیریال کې د ځینو تــَلوسناکو اوپلټونکو پر پلټونکو ژبو چې لومړی د تاجیک ، پښتون ،هزاره یا وزبک د داستانونو سندره په ښه کړس اوشورماشورخپره ده نو د نومونو په لېدلو او د هغوی د ښادنامو په اټکلونو  لومړی یې له دغه ځایه راپیلوي چې :
 
آیا محمد امین ملنگ جان پښتون وو؟ آیا رښتیا ده چې هغه به په کور کې پاړسي او د باندې به یې په پښتو خبرې کولې؟
 
خلیل الله خلیلي ، ملک الشعرأ، عبدالحق بیتاب ، محمد موسی شفیق او ضیا قاریزداه له هغه څنگه یادَونه کړې ده؟ آیا د محمد ظاهرشاه او د محمد داؤود د سیاسي بامنو او پالنو وَریا  د ملنگ جان په گټه وه؟ آیا د : دا زموږ زېبا وطن   دا زموږ لیلا وطن سندره د افغانستان لپاره ویل شوې ده؟ ملنگ جان د کوم ډب  په تور زندان ته لوېدلای وو؟ د هغه هنري لاس ته راوړنو کومې لوړې ژورې درلودلې؟ د عشق ریاست چیری دی؟
 
دغه لېکنه غواړي پورتنۍ پوښتنۍ را وسپړي، او غواړي د نوموړي د ژوند ، هنریالې لارې او د محمد امین ملنگ جان د لارې د پرمختگ پر وړاندې د " پلمو او له زړه سواندي ډک" خنډونود موندلو په تړاو څېړنه وکړي.
 
ریجاینا (کاناډا)
۲۰۰۷، دیسامبر ۳۰
د ژباړې نېټه
جنوري ۲۰۰۹
[][]
 
 
ملنگ جان او ټنگ ټــَکور
 
ملنگ جان له ټنگ ټــَکور سره نه شلېدونکی تړاو درلود. له ټنگ ټــَکور سره دغه تړښت مخکې له دې چې د هغه د زړه له ژور تــَـل څخه د یوې راپورته شوې کړیکې په توگه وگڼل شي ، د هغه د ژوندانه د کږلیچونو او د ژوند د ترخو پیښو له پایلو څخه د نه تښتیدونکي احساس پر شپول د تړښت د یو تړاو په توگه انگیرل کیږي.  
 
له دې چې نوموړی له ۱۹۵۰ز کال مخکې په لیک لوست نه پوهیده نو خپل شعرونه به یې په خپل چاپیریال کې لیرې او نیږدې پرتو سندرغاړو لکه فيض گل، محـمـد اسلم چمياري، گلالـي بهسـودي، گلنام، مـدد جلال آبادي او عبدالصمـد ته ورکول چې  د ورکیدا او له منځه تللو له منگولو څخه یې و ژغوري. (دغه نومونه د وطن د مینې د کجکول د کتاب له نولسمې پاڼې د عبدالله بختاني له یادښت لیکونوڅخه تر لاسه شوي دي ، ددغې لیکنې د مېاشت، ورځ او کال نېټه نه ده څرگنده خو د همدغې پاڼې په یوه بل گوټ کې داسې راغلي چې : [ ددیارلس سوه او پینځه ویشتم کال د چنگاښ د مېاشتې  په شلمې نېټې ( د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۱ نېټه) زما د واده د خوښۍ په ورځ د گنبد د کلي اوسیدونکی فیض گل راغلی وو او د ملنگ شعرونه یې په سندرو کې ویل.]
 
له ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۷ز کال پورې د ملنگ جان د ژوندانه په وروستۍ لسیزه کې یو شمیر نومیاليو سندرغاړو لکه تور بادام ، سپین بادام ، طلا محمد ، گل محمد (گلکي)، منور ، شاه ولي ، امین جان تتارچي ، سردار محمد ، گل علي ، نواب ، مدد ، حاجي چمن گل ننگرهاري ، نعمت الله ، تاجي ، محمد شاه ، گل علي او نورو د شاعرد شعرونو انگازې په سندریزو ازانگو کې خپرې کړې.
 
هغو کسانو چې د ملنگ جان شعرونو ته په لیوالتیا اوپاخه تـَکـَل مټې را بډ وهلې وې  لاندیني نه هیریدونکي نومونه ول : ایوب ، قدیم ، استاد اولمیر او د ځوانو سندغاړو له ډلې څخه وحید قاسمي اوبریالي صمدي
 
تلپاتې یادونه
 
له هغو سندرو څخه چې د لسگونو سندرو له منځه یې د یادونو په بڼ کې غوټۍ و غوړولې ، کولای شو ددغو گیډیو ټولگه را واخلو :  
 
1) "اې عـشــقه نامـراده تا څه په بلا سـر کـــړم
عالم زيسـت و روزگـار کـا، زه تل خـون جگـر خـورم"
 
دا سندره ایوب د لومړي ځل لپاره ویلې او وحید قاسمي له سره ویلي ده
 
2) "گل دې شه لاسـونه باغوانه
سـتا په باغچه کي نوراني خـوشبوی گلونه"
 
سندر غاړی : ایوب
 
3) "وطـنه گـران وطـنه! جنت نشـان وطـنه!
ته زمـوږ شمع، مـوږه سـتا يو پتنگـان وطـنه!"
 
سندر غاړي : د کابل د موزیک د لیسې د زده کوونکو په ږغ / سندره جوړونکی : وحید قاسمي
 
4) "نفسـونه شـول غــالب، له دي غـمـه ژړیږم
بيکـاره بي تعلـيمه راته پاتې خپل اولاد شـو
افـغـان غـريب برباد شـو"
 
سندر غاړی:  وحید قاسمي
 
5) "ربه ژوندی به يم چې لوړ د وطـن شـان ووينم
چي مشـرف په علم پوه افغانسـتان ووينم"
 
سندرغاړی: وحید قاسمي او ملگري یې
 
6) "مشـران چې گـونديمـار شي، نو کشـران څه ملامت دي؟
سپين ږیري چي نااهل شي ، هلکـان څه ملامت دي؟"
 
سندرغاړی : شاه ولي
 
7) "لوغـړن څیرې گـريوان گـرځم
سـر بدال سـرگـردان گـرځم"
 
سندرغاړی : ایوب
 
8) "روح مې له تنه په رفتن دی، ولـې نه راځـﺊ؟
راځه راځه وروسـتی ديدن دی، ولـې نه راځـﺊ؟"
 
سندرغاړی : وحید قاسمي
 
9) "نوی پسـرلـی شـو، په چمن کې نوې گل راغی
نوی شـور و زوږ له هـرې خـوانه د بلبل راغی"
 
سندرغاړی : طلا محمد
 
10) "سـر پورته کـړه له خوبه، و پیژنه ځان
راځه خانه خرابه، و پیژنه ځان"
 
سندرغاړی : بریالي صمدي
 
11) "يا پروردگـاره څه له دې پيدا کـړم؟
لوی دې کـړم، پوی  دې کـړم، اخته په دې بلا کـړم"
 
سندرغاړی  سردار محمد
 
12) "يوه پياله هلهل په لاس کي راکړه د وصال په نامه
مـا له دي منظور په شـربت ، سـتا په روی به يې وخـورمه"
 
سندرغاړی : نواب
 
13) "دا زه خـوب وينم کـه ویښ یم
چې مې خـوږ آشـنا تر څنگ دﺉ؟
دا آواز د ښاپیریو دﺉ کـه د يار د پاولو شـرنگ دﺉ؟"
 
سندغاړی : منور
 
14) " که په عشق کي څوک مجـنون وي، عاقبت مـراد ته ځي
هـر څوک چې جگـرخـون وي، په فـرصت مـراد ته ځي"
 
سندرغاړی : سردار محمد
 
15) "زلفې ال و ول د يار،  زانگـي ښـامـاران
تش په تش کتو سـره ، وژني عــاشــقان"
 
سندغاړی : سپین بادام
 
16) "خـود به کړیږي چي دردمند وي
څوک چي د عـشــــق په لومه بند وي"
 
سندرغاړی : محمد شاه
 
17) "سـتا له مخ سـره به نکړم برابر گل
کـه هزار ځله زيبا شي د صدبر گل"
 
سندرغاړی : سردار محمد
 
18) "زه مـدام له خپل قسمت سـره لوبـیـږم
ددنيا په ښه او بدو نه پوهـيږم"
 
سندرغاړی : ؟
 
19) "غوڅوي غوښي زمـا په امبور ولـې؟
سـوځوې مي د هجران په تنور ولـې؟"
 
سندرغار غاړی : سردار محمد
 
20) "خـوله خندا ته جـوړوم کله جـوړيږي
د ظالم له لاسه زړه قلم قلم دﺉ"
 
سندرغاړی: مدد
 
21) "نن اورنگ د زمـانې خراب تراب دﺉ
چې د يار په مخ لـيدلـی مې نقاب دﺉ"
 
سندرغاړی : ایوب
 
22) اوښکې مې څاڅي په گـريوان لکـه رودونه
په چا وکـړمه عـرضونه؟ بيرحمه زمـانه شـوه"
 
سندرغاړی : سپین بادام
 
23) "دا زمـوږ زيبا وطـن
دا زمـوږ لـيلا وطـن"
 
سندرغاړی : استاد اولمیر
                            
" ملنگ جان  سندرې نه دي ویلي"
 
دهغو کتنو او شننو په رڼا کې چې تراوسه شوي کولای شو د ملنگ جان او ټـنگ ټکور ترمنځ د تـنکي خو پیاوړي سندریز تـَړښت انگیرنه په زغرده وکړو. که داسې وي ، نو د " وطن د مینې د کجکول" د ۵۷۰ (مې) او ۵۷۱ (مې) پاڼې په اړه به څه ووایو؟ آیا په دغه پاڼه کې (د ملنگ جان د وراره) خوشحال ملنگ خبرې د لوستونکي پر هیلو سړې اوبه نه ور شیندي؟ دغه یادښت لیک وایي چې :  " په خواشینۍ چې زموږ په ټولنه کې د لیک لوست د ټیټې کچې د لامل له امله وگړي د شاعر او سندرغاړي ترمنځ توپیر نه کوي او یا نه غواړي چې توپیر وکړي.
ملنگ جان د سیمې په کچه یو نومیالی شاعروو ، خو هېڅکله یې سندرې نه دي ویلي مگر دا خبره سمه ده چې هغه به د یو شمیر سندغاړو لپاره سندریز کمپوزونه جوړول. (د دغې سندرې کمپوز د ملنگ جان دﺉ : " چاغوږ کې راته وویل چې جانان مه یاده وه." دغه سندره د طلا محمد او امین جان په غبرگو ږغونو کې ویل شوې او د راډیو په سندریز زیرمتون کې زیرمه شوې ده.
 
ددې ترڅنگ ، درې څلور کاله مخکې [ له کوم کاله ؟] راډیو ننگرهار هم په یوې خپرونې کې ادعا وکړه چې دغه سندره د طلا محمد او ملنگ جان په ږغونو کې ثبت شوې ده.
 
دغه دعوی بې بنسټه ده او زباد نه لري. کله چې سندره د ننگرهار له راډیو څخه خپره شوه ، زه د او د پښتو خوږ ژبې ، نومیالی او زبرلاسی شاعر شهید محمد ایاز ملنگیار دواړه د پیښاور په ناصرباغ کې د طلا محمد کورته ورغلو او له هغه مو و پوښتل چې : " دغه سندره له تا سره چا ویلې وه؟ " طلا محمد چې اوس ژوند دی ، وویل چې دا سندره له هغه سره د چکنوري اوسیدونکي او د هغه شوقي سندرغاړي ملگري امین جان تتارچي ویلې وه.
 
 البته ما د ملنگ جان له لومړني زده کوونکي د خدای بخښلي محمد ایوب له پلار گلالي ، سید فقیر محمد او نورو څخه په څو څو ځله پوښتنې کړي دي. هغو هم ویلي چې ملنگ جان کله نا کله سندرې ویلي دي. گلالی او حاجي سید فقیر شاه دواړه ژوندي دي.
 
کله چې را ډیو ننگرهار هماغه سندره او خپرونه بل ځل خپره کړه ، زه له خپل ښه ملگري ځوان لیکوال ، شاعر او د ملنگ جان لیوال ، قاضي محمد حسن حقیار سره د راډیو دفتر ته ولاړم او د راډیو د خپرونې له چلوونکو څخه مو زباد وغوښت. هغوی زباد نه درلود او ژمنه یې وکړه چې خپله تیر وتنه به سمه کړي."
 
 
څو لنډې پوښتنې
 
 که شاعر او سندره جوړوونکی محمد امین ملنگ جان ، سندر غاړی وي ، آیا هغه د ملنگ جان د " سترو گناهونو" د لړ لېک پرتندي ولیکو؟ ایا سندرغاړیتوب دومره " سپک" او پرهغه د سندرغاړیتوب د تور لگلول دومره " سپک" کار دي؟ آیا سندرغاړیتوب د لړلتوب دومره سپکه نښرغانده (نماد) ده؟ آیا د ملنگ جان له سره کفن څخه ددغه " لړلتوب" د " تور ټکي" د له منځه وړلو لپاره دا ارزي چې د ننگرهار او پيښاور له کړنگونو او کږلیچونو واوړو او د لاسوند او زباد په موندلو پسې پایڅې را بډ وهو؟
 
ملنگ جـان او وحـيد قـاسـمـي
 
د افغانستان پیژندل شوي سندغاړي او سندره جوړوونکي وحید قاسمي د یوه نوې خوځښت او هڅې په ترڅ کې د ملنگ جان یو شمیر بوللو (چکامو) ته مخ اړولی او په دغه لاره کې یې یوه نوې نوښتگره تگلاره را خپله کړې ده.
 
نوموړي د ۲۰۰۷ز کال د جولای د مېاشتې په ۲۸ نېټې د یوې تلفوني مرکي په ترڅ کې وویل : " ولسي هنریالان لکه صوفي غلام نبي عشقري او محمد امین ملنگ جان کولای شو د هنر د ډگر ځواکمن واکمنان وبولو. دوی نه  ددربار او نه د رسنیو ملاتړ له ځان سره درلود ، خو لیدل کیږي چې هغوی  ، هم د خپل ژوندانه په شپو ورځو کې او هم له مړینې وروسته د څو زوزاتو پر زړونو او خیالونو واک چلولی دﺉ. څوک کولای شي ددغه تل پاتې پسرلني اوغوړیدلي گل له تاندوالي څخه سترگې پټې کړي :
 
"به اين تمکين کـه سـاقي باده در پيمـانه ميريزد/ رسـد تا دور مـا ديوار اين ميخانه ميريزد"، "همسـر سـرو قدت ني در نيسـتان نشکند/ سـاغـر عمـرت ز گـردشهـاي دوران نشکند"، گـر بهشـتم ميسزد، ديدار جـانانم بس اسـت/ ور به دوزخ لايقم تکلـيف هجرانم بس اسـت"، "بي گفتگـو به کلبه ام اي آشـنا بيا/ بيگـانه نيسـتي کـه بگـويم بيا بيا"، عمـري خيال بسـتم يار آشـناييت را/ آخر به خاک بردم داغ جداييت را"، فداي چشم نمنامت شـوم يار/ جگـرخـوني چرا خاکت شـوم يار"،
صوفي عشقري
"اي عشــــقـه نامـراده تا څه په بلا سـر کـړم/ عالم زيسـت و روزگـار کـا زه تل خـون جگـر خـورم"، " لوغـړن څيرې گـريوان گـرځم/ سـر بدال سـرگـردان گـرځم"، "دا زمـوږ زيبا وطـن/ دا زمـوږ لـيلا وطـن" و ...
ملنگ جان
 
له ملنگ جان سره زما پیژندگلوي له دوه وو پړاونو تیریږي : لومړی پړاو له څو دیرش کالو وړاندې پیلیږي کله چې زه نوی د ایوب سندروته لیواله شوی وم او کله ناکله مې د هغه له خولې د ملنگ جان شعرونه اوریدل. دویم پړاو هغه مهال دﺉ کله چې زما لاس د ملنگ جان پر شعري پانگې ولگید او ملنگ جان مې د هغه د قلم او ژبې له لارې و پیژانده.
 
د فرهنگی کړۍ له هغو دوستانو څخه چې د ملنگ جان په لا پیژندنه او لاسته راوړنو کې یې له ماسره مرسته کړې منندوی یم.
 
کلونه مخکې زما سترگې د ملنگ جان په شعري ټولگې " خوږو نغمو" کې په دغه شعر ولگېدلې : "نفسـونه شـول غالب، له دي غمه ژړيږم/ بيکـاره بي تعلـيمه راته پاتي خپل اولاد شـو/ پښـتون غـریب برباد شـو" . دغه شعر نه یوازې  د خپلې وینا والې سپڅلتیا څرگنده او بهانده رواني درلودله بلکه تـَـل کې یې یو ډیر خوږمن پیغام نغښی وو.
 
د ورځنیو کاریدونکو ویـیکو په کارَولو،  دغه شعرپه خپلې جوړښتیزې خټې کې د افغانستان د میلیونونو کړیدلو او رنځېدلو پرگنو د ژوندانه ترخو رښتونولیو ته نغوته کوي. که ددغه شعر لوستونکی یا اوریدونکی د شعر کره تومنې ته ځیر شي نو هرو مرو به دا گومان وکړي چې  د" نفسونه شول" شعر یا نن یا پرون ویل شوی دی ، نه څو پینځوس کاله وړاندې.
 
دا شعر په خپله ډیر اوږد دﺉ او مایوازې د هغه یو شمیر برخې غوره کړي دي. د شعر په یوه یا دوه وو ځایونو کې مې د مهالیزې غوښتنې پر بنسټ د " پښتون" د وییکي پرځان " افغان" کارَولی دﺉ خو ورپسې برخې یې په امانت توگه هماغسې چې ویل شوي ساتل شوي دي.
 
د " نفسونه شول" غالب سندره په کابل کې د یوه سندریزکنسرت په ترڅ کې لیدونکو ته وړاندې شوه. په ټولیزه ډول ددغې سندرې د ازانگو غبرگون څه په افغانستان کې دننه او څه له هیواده د باندې تر اوسه خورا ښه وو او ولسي پرگنو دغه سندره ډیره خوښه کړې ده.
 
ددغې سندرې له خوښوونکو څخه کولای شم د ارواښاد سیداجان غریب یار کامه وال نوم را یاد کړم. هغه زه ډیر وهڅولم او د ملنگ جان د " وطن د مینې د کجکول" شعري ټولگه یې راته را ولیږله. دغه کتاب د هماغه ارواښاد او خوشحال ملنگ په هڅه را ټول شوی چې د ملنگ جان له پینځه سوه وو څخه په زیاتو شعرې ټوټو پسولل شوی دﺉ."
 
وحید قاسمي د هغوسندرغاړو هنریالانو د ټنـگ ټکور او ږغ په تړاو چې د ملنگ جان شعرونه یې ویلي دي ، داسې وویل : " په زیات گومان یو شمیر هنریالانو لکه فیض گل ، محمد اسلم چمیاري ، گلالۍ بهسودي ، گلنام ، مدد جلال آبادي او عبدالصمد چې د ملنگ جان شعرونه یې په سندرو کې رانغاړلي د شپیتو – اویا وو کالو مخکې ولسي هنریالان ول. په خواشینۍ چې له هغو څخه  نه سندره پاتې ده او نه کوم یادښت لیک اویا لاسوند چې زموږ د لارې څراغ شي. ښایي د اوریدنکو یو ځانگړې ډله لا تر اوسه ژوندۍ وي چې د هغه مهال یادونه په یاد ولري خو ډیر مالومات زموږ په لاس کې نسته چې له همدې امله نه شم کولای د هغوی پر بنسټ ډیره سپړنه وکړم.
 
یو شمیر نومیالیو هنریالو سندغارغړو لکه اسـتاد اولمير، تور بادام، سپين بادام، طلا محـمـد، گل محـمـد (اسـتاد گلکي)، قديم ، منور، شـاه ولـي ، امين جـان تتارچي ، سـردار محـمـد،  گل علـي ، نواب ، مـدد، حاجي چمن گل ننگـرهـاري ، نعمت الله ، تاجي ، محـمـد شـاه، گل علـي ، بريالـي صمـدي او نورو چې نومونه یې د (خـوږو نغمو او د وطـن د ميني  په کجکـول) کې راغلي  ، هم د ملنگ جان شعرونه ویلي دي. ددغو سندرو غټه برخه د راډیو افغانستان او د ننگرهار د راډیو په سندریزونو زیرمتونونو کې زیرمه دي ؛ د هغوی کسټونه او سي دي گانې له سندریزو ویبپاڼو په ځانگړې توگه له [یو توب] څخه ترلاسه کیدای شي.
 
په دې ترڅ کې د یادونې وړ بولم چې د یو شمیر بریالیو او نومیالیو سندرغاړو نومونه لکه غلام محمد ، حسن استاد او ملا استاد چې د ملنگ جان شعرونه یې د زړه له تل څخه د راپاریدلي سوز او درد په کوکارو ویلي دي له پامه ونه غورځول شي.
 
ددغو او نورو نومیالیوسندرغاړو د سندریزو اغیزو د لامل خټه او تومنه دې د ملنگ جان د ژوندانه د برخلیک او د ژبني سوز په هغه وَرته والي کې ولیدل شي چې له ملنگ جان سره یې په گډه درلودلې.   
 
د ملنگ جان د وینا ترنگ له هغه ځانگړي سندریز قالب سره گډه ژبه مومي چې پیغام د سندرې له خواږه ترنگ سره جوخت په پخې بڼې را پورته کیږي ، د ملنگ جان وینا د همدغو ولسي سندغاړو د ستوني له مرۍ او د ولسي ټنگ ټکور د موسیقي له مقامونو سره پیـیل کیږي او د ولس پرزړونو کښیني ، په بله وینا د پیاوړې اغیزې په لرلو د ولس زړونو او ذهنونو ته لاره مومي.
 
سره له دې چې ما په خپله د ملنگ جان شعرونه لوستلي نورو ته مې سندرې جوړې کړي او په بیابیا مې لوستلی خو بیا هم دومره پياوړی زړه نه لرم چې ددغه درانده او نومیالي شاعر له شعرونو ډیرې سندرې جوړې کړم.
 
د نن او پرون ورځې د شاعرانو برخلاف ، محمد امین ملنگ جان لوړه ادبي ژبه نه لري او په شعرونو کې یې ځینې ځینې ځایونه ویناواله غوټې او سکتگۍ لیدل کیږي خو د شعري کار بڼه  اوښکلا یې د سپیڅلتوب په مرغلرو پییل شوې ده. ملنگ جان د ژوندانه او چاپیریال ښکارندې هماغسې  انځوروي چې ویني یې ، هماغسې یې پیـي چې ازمویلي دي او بیا ټول یې په یوه رښتوني انځور کې  بیرته په شعري ژبه رانغاړي ؛ او په حقیقت کې په دغه شعري انځور کې د خپلو موندنو د غبرگون ازانگو ته ښکلاوې ورکوي. ملنگ جان نه شي کولای او نه غواړي د کابل په ښار کې د نوي ښار او یا د ښاري ژوند له ټولنیزو ښکارندو او اړیکو څخه خبرې وکړي."
د مرکې په پای کې له وحید قاسمي څخه مې وپوښتل چې د " اې عشقه نا مراده" په سندره کې دې څه موندلي او ولې دې بیا ویلې ؛ وحید قاسمي په ځواب کې وویل : " په لومړي سر کې عشق په خپله د جغرافیې د لوړو خڼدیزو ډیوالونو د نړونې مانا راښندي ، ځکه چې مینه د نړۍ په هرگوټ کې د پرگڼو په ژبه یوه سپیڅلې او منل شوې مانا ده چې  نه پوله مني او نه کرښه. بله خبره دا چې مینه په ختیځ فرهنگ کې  له ماتې ، بې وسۍ ، ناهیلۍ او لیونتوب سره لرغونی تړاو لري.
 
ددغې سندرې بیا ویل له هغه لامل او اړیکې سره تړاو لري چې زما د زړه په تـَل کې د هیواد له دغو دوه وو درندو او نومیالیو هنریالانو ، محمد امین ملنگ جان او محمد ایوب ، سره پرتې دي. له بده مرغه چې ملنگ جان ډیر لنډ ژوند درلود او څه نا څه پینځوس کاله وړاندې د یوې ترافیکي پیښې په لړ کې  خپل ژوند د بدمرغۍ ، تـنگـسې او د چنغول (نامرادۍ) په زبیښونکو منگولو کې له لاسه ورکړ او ایوب کلونه کلونه کیږي چې د پيښاور په ښار کې د ژوندانه له بوږنوړو ناخوالو سره لاس او گریوان دﺉ.
 
" اې عشقه نامراده " په خپل ټول ساده والي د کلیوالي ټـنگ ټکور د روڼوالي ، شعري تومنې ، غږیزې ځانگړوالې او تلپاتې کېدنې د پراخوالي بیلگې له ځان سره لري. دغه سندره په هرگام کې د بوډۍ ټال پر اوږو سپرې لسگونه خیالي پلوشې ، د شعر او ټـنگ ټکور نوښتگرې ازانگې بیا را ژوندۍ کوي. "
 
 
نفسونه شـول غالب...
 
نفسونه شول غالب، له دې غمه ژړیږم
بې کاره بې تعلیمه را ته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غریب برباد شو
 
نفسونه مخالف شول، خیالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد موږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
 
هر څوک گټه د ځان کړي، وطن به څوک ودان کړي
د قوم مینه له زړنو نه بهر شوه ښه پوهیږم
له دې غمه ژړیږم
 
مَلِک صاحب دې جوړ وي، په گیډه دې دی موړ وي
د خوار او دغریب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غریب برباد شو
 
سید په خپل سیادت، د ځان غواړي عزت وړي
قسم دﺉ ما ونه لید د وطن د خیر طالب
 نفسونه شول غالب
 
څوک میا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وایې کسب وکمال څه کړم شکـرانو باندې مړیږم
له دې غمه ژړیږم
 
نه ننگ شته نه غیرت شته، نه خاورې ته خدمت شته
نن وگوره دنیا ته هر ملت سر په مـراد شو
پښتون غریب برباد شو
 
گوندي او عداوت، په موږ کې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتنو کې شوغایب
نفسونه شول غالب
څوک وایې چې زه خان یم ، معـروف په کل جهان یم
هستي دولت مې ډیر دﺉ په خدمت باندې شرمیږم
له دې غمه ژړیږم
دا خان نه دی خاین دی، په خپل ځان چې مین دی
هیڅ غم د وطن نه خوري چې یو ځل یې نس آباد شو
پښتون غریب برباد شو
 
که حق وایم ویریږم، که نه یې وایم پړسیږم
د ځینو کارکنانو کاروي وړ د تعجب
 
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ، ماولید تجارت
له غمه شم ترهورله یو نیم ماموره چې خبریږم
له دې غمه ژړیږم
 
خاونده موږ اصلاح کړې ، دنیا کې سر بالا کړې
ډیر غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غریب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نیکونو نه دا خاوره
ده موږ ته سپارل شوې بې اقل به څه سبب
 
نفسونه شول غالب
ددې خاورې خدمت، کوي په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرمیږم
 
له دې غمه ژړیږم
ریښتیا ریښتیا به وایم، چې څو په دې دنیا یم
مجبور دی ملنگ جان له ډیره غمه په فریاد شو
پښتون غریب برباد شو
 
 
يوتيوبYoutube  :
د وحید قاسمي په ږغ د " نفسونه شول" غالب سندره د " ننگرهار د ادبي بهیر" له پلوه د یو تیوب په ویپاڼه کې وړاندې شوي. د سندرې د لیدلو لپاره په نړیوالې ځالگۍ کې لاندینۍ پتې ته ولاړ شـﺊ.
 
www.youtube.com/watch?v=CCC8wpTZU3k
 
 
لمنلیک
لیکوال د ملنگ د پښتو شعرونو دري ژباړه په لاندې ډول کړې ده :
 
 
1) "اې عـشــقه نامـراده تا څه په بلا سـر کـــړم
عالم زيسـت و روزگـار کـا، زه تل خـون جگـر خـورم"
(اي عشق! اي نامـراد! به چه بلايي گـرفتارم کـردي/ همگـان به زندگـي و روزگـار ميرسند، من پيوسـته پريشـانم) به آواز ايوب، بازخـواني از سـوي وحـيد قـاسـمـي
 
2) "گل دې شه لاسـونه باغوانه
سـتا په باغچه کي نوراني خـوشبوی گلونه"
 
(آي باغبان! دسـتهـايت باد شگـوفان!/ در باغچه ات گلهـاي روشـن نکـهت افشـان) به آواز ايوب
3) "وطـنه گـران وطـنه! جنت نشـان وطـنه!
ته زمـوږ شمع، مـوږه سـتا يو پتنگـان وطـنه!"
 
(اي ميهـن دوسـتداشـتني! اي سـرزمين بهشـت مـانا/ تو شمعي و مـا پروانه هـايت) به آواز شـاگـردان لـيسهء مـوزيک کـابل/ آهـنگسـاز: وحـيد قـاسـمـي
 
4) "نفسـونه شـول غــالب، له دي غـمـه ژړیږم
بيکـاره بي تعلـيمه راته پاتې خپل اولاد شـو
افـغـان غـريب برباد شـو"
(هـوا و هـوس چيره شـدند/ از اين اندوه ميگـريم/ فـرزندانم دور از کـار و آمـوش مـاندند/ افغان بيچاره برباد شــد) به آواز وحـيد قـاسـمـي
 
5) "ربه ژوندی به يم چې لوړ د وطـن شـان ووينم
چي مشـرف په علم پوه افغانسـتان ووينم"
(خدايا! زنده خـواهم بود کـه بلنداي شکـوه کشـور را بينم/ افغانسـتان آراسـته با آگـاهـي را بينم) به آواز وحـيد قـاسـمـي و همـراهـان
 
6) "مشـران چې گـونديمـار شي، نو کشـران څه ملامت دي؟
سپين ږیري چي نااهل شي، هلکـان څه ملامت دي؟"
(اگـر بزرگـان نيرنگباز شـوند، به کـوچکترهـا چگـونه انگشـت گـذاريم؟/ وگـر سـالمندان سـيهکـار شـوند، به کـودکـان چگـونه انگشـت گـذاريم؟) به آواز شـاه ولـي
 
7) "لوغـړن څیرې گـريوان گـرځم
سـر بدال سـرگـردان گـرځم"
دلسـوخته و گـريبان دريده راه ميپويم/ سـرگشـته سـرگـردان راه ميپويم) به آواز ايوب
8) "روح مې له تنه په رفتن دی، ولـې نه راځـﺊ؟
راځه راځه وروسـتی ديدن دی، ولـې نه راځـﺊ؟"
(روح از پيکـرم بيرون ميرود، چرا نمي آيي؟/ بيا! بيا! ديدار واپسـين اسـت، چرا نمي آيي؟) به آواز وحـيد قـاسـمـي
 
9) "نوی پسـرلـی شـو، په چمن کې نوې گل راغی
نوی شـور و زوږ له هـرې خـوانه د بلبل راغی"
(نوبهـار آمـد، شگـوفـه به چــمنزار رسـيد/ چـهـچـهء تازه بلبل ز شش کنار رسـيد") به آواز طلا محـمـد
10) "سـر پورته کـړه له خوبه، و پیژنه ځان
راځه خانه خرابه، و پیژنه ځان"
(از خـواب برخيز، خـود را بشـناس/ اي خانه خراب، بيا، خـود را بشـناس" به آواز بريالـي صمـدي
11) "يا پروردگـاره څه له دې پيدا کـړم؟
لوی دې کـړم، پوی  دې کـړم، اخته په دې بلا کـړم"
(پروردگـارا! چرا آفـريدي مـرا؟/ به بلندايم فــزودي، آگـاهم کـردي، به چنگ هـيولا فگندي مـرا) به آواز سـردار محـمـد
12) "يوه پياله هلهل په لاس کي راکړه د وصال په نامه
مـا له دي منظور په شـربت ، سـتا په روی به يې وخـورمه"
(پيالهء زهـرم بده به نام وصال/ میپذیرم و چو اکسـير مينوشمش به نامت) به آواز نواب
13) "دا زه خـوب وينم کـه ویښ یم
چې مي خـوږ آشـنا تر څنگ دﺉ؟
دا آواز د ښاپیریو دﺉ کـه د يار د پاولو شـرنگ دﺉ؟"
 
(خـوابم يا بيدارم؟ دوسـتم خـوبم در کنار اسـت/ آواز شـاهپريهـاسـت يا جرنگـاجرنگ زيورهـاي دلدار اسـت؟) به آواز منور
14) " که په عشق کي څوک مجـنون وي، عاقبت مـراد ته ځي
هـر څوک چې جگـرخـون وي، په فـرصت مـراد ته ځي"
(آنکـه در باختن دل به ديوانگـي رسـد، به کـام ميرسـد/ اندوهـزده نيز تا فـرجـام ميرسـد، به کـام ميرسـد) به آواز سـردار محـمـد
 
15) "زلفې ال و ول د يار،  زانگـي ښـامـاران
تش په تش کتو سـره ، وژني عــاشــقان"
(گـيسـوي يار پيچاپيچ تاب ميخـورد همچو مـار/ به نگـاه خشک و ناگهـان، دلدادگـان کشـتار ميشـوند") به آواز سپين بادام
16) "خـود به کړیږي چي دردمند وي
څوک چي د عـشــــق په لومه بند وي"
(ميمـويد آنکـه دردمند باشـد/ وآنکـه در دام عشق بند باشـد) به آواز محـمـد شـاه
 
17) "سـتا له مخ سـره به نکړم برابر گل
کـه هزار ځله زيبا شي د صدبر گل"
(گـر گل صد برگ هزار بار زيباتر گـردد/ چهـره ات را مـاننده اش نخـواهم خـواند) به آواز سـردار محـمـد
18) "زه مـدام له خپل قسمت سـره لوبـیـږم
ددنيا په ښه او بدو نه پوهـيږم"
(همـاره با بختم سـرگـرم شـوخيم من/ خـوب و بد جهـان را ز هم باز نميشـناسم) به آواز ؟
سندغاړی : ؟
 
19) "غوڅـوي غوښي زمـا په امبور ولـې؟
سـوځوې مي د هجران په تنور ولـې؟"
(چرا پاره هـاي پيکـرم را با انبر برميدارد؟ چرا در آتشگـاه هـجــران هـيزمــم ميسـازد؟) به آواز سـردار محـمـد
سندغار غاړی : سردار محمد
20) "خـوله خندا ته جـوړوم کله جـوړيږي
د ظالم له لاسه زړه قلم قلم دﺉ"
(مگـر ميشـود خنده بر لب نقش بندد؟/ دلم ز دسـت سـتمگـري پاره پاره اسـت) به آواز مـدد
21) "نن اورنگ د زمـانې خراب تراب دﺉ
چې د يار په مخ لـيدلـی مې نقاب دﺉ"
(اورنگ زمـانه [در نگـاهم] ويران فتاده اسـت/ رخ دلدار را در پرده ديده ام) به آواز ايوب
22) اوښکې مې څاڅي په گـريوان لکـه رودونه
په چا وکـړمه عـرضونه؟ بيرحمه زمـانه شـوه"
(اشکـهـايم رودباران جـاري در گـريبانم/ از چه کس شگـوه کنم؟ روزگـار سـتمگسـتر اسـت) به آواز سپين بادام
23) "دا زمـوږ زيبا وطـن
دا زمـوږ لـيلا وطـن"
(اين ميهـن زيباي مـا/ اين ميهـن لـيلاي مـا) به آواز اسـتاد اولمير
 
نفسونه شول غالب
 
نفسونه شول غالب، له دې غمه ژړیږم
بې کاره بې تعلیمه را ته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غریب برباد شو
 
نفسونه مخالف شول، خیالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد موږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
 
هر څوک گټه د ځان کړي، وطن به څوک ودان کړي
د قوم مینه له زړنو نه بهر شوه ښه پوهیږم
له دې غمه ژړیږم
 
مَلِک صاحب دې جوړ وي، په گیډه دې دی موړ وي
د خوار او دغریب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غریب برباد شو
 
سید په خپل سیادت، د ځان غواړي عزت وړي
قسم دﺉ ما ونه لید د وطن د خیر طالب
 نفسونه شول غالب
 
څوک میا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وایې کسب وکمال څه کړم شکـرانو باندې مړیږم
له دې غمه ژړیږم
 
نه ننگ شته نه غیرت شته، نه خاورې ته خدمت شته
نن وگوره دنیا ته هر ملت سر په مـراد شو
پښتون غریب برباد شو
 
گوندي او عداوت، په موږ کې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتنو کې شوغایب
نفسونه شول غالب
څوک وایې چې زه خان یم ، معـروف په کل جهان یم
هستي دولت مې ډیر دﺉ په خدمت باندې شرمیږم
له دې غمه ژړیږم
دا خان نه دی خاین دی، په خپل ځان چې مین دی
هیڅ غم د وطن نه خوري چې یو ځل یې نس آباد شو
پښتون غریب برباد شو
 
که حق وایم ویریږم، که نه یې وایم پړسیږم
د ځینو کارکنانو کاروي وړ د تعجب
 
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ، ماولید تجارت
له غمه شم ترهورله یو نیم ماموره چې خبریږم
له دې غمه ژړیږم
 
خاونده موږ اصلاح کړې ، دنیا کې سر بالا کړې
ډیر غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غریب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نیکونو نه دا خاوره
ده موږ ته سپارل شوې بې اقل به څه سبب
 
نفسونه شول غالب
ددې خاورې خدمت، کوي په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرمیږم
 
له دې غمه ژړیږم
ریښتیا ریښتیا به وایم، چې څو په دې دنیا یم
مجبور دی ملنگ جان له ډیره غمه په فریاد شو
پښتون غریب برباد شو
 
هـوا و هـوس چيره شـدند، از اين اندوه ميگـريم
فـرزندانم دور از کـار و آمـوش مـاندند
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
نامهـا در برابر هم ايسـتادند، انديشه هـا دگـرگـون شـدند
رشک و کين ميان خانواده زيبنده نيسـت
هـوا و هـوس چيره شـدند، از اين اندوه ميگـريم
 
هـر کس به سـود خـويشـتن ميپردازد
کشـور را چه کسـي آبادان خـواهد سـاخت؟
خـوب ميدانم، مهـر ميهـن از دلهـا رخت بسـته اسـت
از اين اندوه ميگـريم
 
سـالار دهکـده زنده باد! خـوانش پر نان و روغن باد!
کسـي روزگـار تهـيدسـتان را نميپرسـد
چه آشـوبي برپا شـده اسـت
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
آقا با آقايي خـويش، ارجمندتر شـدن ميخـواهد
سـوگند ميخـورم، خيرخـواه ميهـن را نديده ام
هـوا و هـوس چيره شـدند، از اين اندوه ميگـريم
 
يکي "جناب" شـد و ديگـري "مــلا"
هـر دو از رنجه سـاختن بازوان شـان پرهـيز ميکنند
و مي گـويند: مـا را چکـار به کسب و کمـال و کـار؟
شکم با "شکـرانه" عنايت ديگـران خـوب سـير ميشـود!
از اين اندوه ميگـريم
 
مـا را آبرو، دلـيري و ميهـندوسـتي نمـانده اسـت
جهـان را بنگـريد: همه کـامگـاران اند
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
گـروهبازي و کينه توزي در خـون مـا نهـفـته
دوسـتي و مهـر از ميان مـان کـوچيده
هـوا و هـوس چيره شـدند، از اين اندوه ميگـريم
 
آنکـه به توانگـري و پرآوازه بودن مينازد
کيسه اش سـرشـار از زر و سـيم اسـت
خان صاحب کـار را مـايه شـرمندگـي ميخـواند
از اين اندوه ميگـريم
 
کجـا خان اسـت؟ خـودپرسـت اسـت، خاين اسـت
غمخـواري کشـور کجـا؟ قطـر شکم افــزون باد!
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
راسـت بگـويم ميترسم، ور نگـويم غوره به دل ميمـانم
کـردار برخي از کـارمندان مـايهء شگـفتيم شـده
هـوا و هـوس چيره شـدند، از اين اندوه ميگـريم
 
بازرگـاني ميبينم به جـاي دادگسـتري
غمهـا، غمهـا، غمهـا مـرا ميکشـند
هـنگـامي از کـارنامهء يگـان گمـاشـته آگـاه ميشـوم
از اين اندوه ميگـريم
 
فـرزندان خانواده، چپاولگـران خانه گشـته اند
هـر کـه را مينگـري، يار تبهکـار شـده
خداوندا! مـا را راه راسـت بنمـاي و سـرفـراز مـان سـاز
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
آي برادر پشـتونم! به گـوش هـوش بشـنو
نياکـان مـان اين خاک را به تو و من سپرده اند
ناآگـاهـي تا کجـا؟ تا چند؟
هـوا و هـوس چيره شـدند
 
بهبود اين خاک را کـوشش راسـتکـارانه بايد
خـودخـواهـي درون خانواده، مـرا شـرمنده بيگـانه کـرده اسـت
پشـتون بيچاره برباد شـد
 
وگـر راسـت راسـت گـويم، اينهمه و اينهمه
داد و فـرياد ملنگ جـان از ناگـزيري اسـت
افغان بيچاره برباد شـد
 
 
[][]
نور بیا