
پرون د جمعې په ورځ د يوشمېر ځوانو فرهنګيانو له خوا د ننګرهار د نجم الجهاد په فاميليو کې د سيد جمال الدين افغان په نامه يوه نوې کلتوري ټولنه جوړه شوه. د دې ټولنې په پرانيستوني غونډه کې ، چې يو زيات شمېر سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړی وو ، ښاغلی روح الله ستانکزی د ټولنې د مشر او ښاغلی عبدالرحمن د مرستيال په توګه وټاکل شول . ښاغلي ستانکزي په خپله وينا کې د ځوانانو ښوونه او وروزنه او همدارنګه په هېواد کې د سولې لپاره هلې ځلې د ټولنې د اساسي موخو په توګه يادې کړې .
د غونډې په پای کې ذهني ازموينه ترسره شوه او غونډه ګټونکو ځوانانو ته د ډاليو په ورکولو سره پای ته ورسېده .