
یو شتمن خپل شته د زامنو تر منځ ویشل هغه یو ماشوم مریي هم درلود
ماشوم مریي يې وویل: اې مالکه ! لومړی زما حق راکړه بیا خپلو زامنوته
شتمن وپوښتل: ولې؟
ماشوم مريي په ځواب کې ورته وویل:
خدای (ج) فرمایلي دي :« مال او اولاد د ژوندانه زینت دي »سوره کهف۴۶
په دې ایه کې لومړی مال بیا اولاد راغلی دی زه ستا مال یم تر هغو تر مخه یم
شتمن ددې ښه ځوابه خوشاله شو او هغه يې آزاد کړ
***
کله چې عمرولیث (دویم صفاری پاچا) نیشاپور ته ولاړ
سپاهیانو یې د خلکو کورونه په زور ونیول .خلک ډیر په عذاب شول نو یوه کونډه ښځه عمرو لیث ته ورغله او هغه ته يې وویل:
زه کونډه یمه ؛ څلور اولاده لرم په دې ښار کې یو کور لرم هغه ستا سپاهیانو اخیستی دی. زه په کوڅو کې ژوند کوم. زما کور بیرته راکړه زما کورنۍ له خوارۍ او رسوایي څخه وژغوره !
لیث په غوسه شو او هغې ته يې وویل:
زما سپاهیانو له سیستانه خپل کورونه نه دي راوړي . تا په قران کریم کې نه دي ویلي :« هر ښار ته چي پاچاهان ننوځي هغه کې فساد کوي اوهغه ورانوي او د هغه ښار عزیزان خوار و ذلیل وي (هو) د هغو کار دا ډول دی »سوره نمل۳۴
ښځې په ځواب کې ورته وویل: اې پاچا! مګر تا له یاده وتلي دي ،چې خدای(ج) د ظالېمانو په هکله فرمایلي دي:
»دا د هغه ظالیمانوکورونه دی چې هغو د ظلم په پار خالي پاته دي،داد هغو لپاره چې پوه وي روښانه نښه ده »سوره نمل۵۲
عمر لیث ددې ایت شریف په اوریدولو ډیر غمجن شو و امر يې وکړ ټول سپاهیان له ښاره ووځي.
***
یو عربي پوه وزیر ته شکایت وکړ:
صایب ! ډیر دښمنان لرم او ټولو زما د ځورولو لپاره لاسونه یو کړي دي.
وزیر په ځواب کې ورته وویل:« د خدای لاس تر ټولولاسو پورته دی » سوره فتح ۱۰
هغه عربي بیا وویل: هغوی ډیر چمبازه دي.
وزیر يې په ځواب کې وویل:
دا ټوله د هغوغرور پر مځکه اود هغو دبدو چمونو څخه دی خو دا چمونه یوازې د هغو خپله لمن نیسي»سوره فاطر ۴۳
هغه بیا وویل:زه یوازې یم هغوی ډیر دي.
وزیر د هغه په ځواب کې وویل:« ډیرلږ خلک د خدای په امر پر ډیرو زیاتو غالب شول! خدای د صبرکوونکی سره دی» -سوره بقره۲۴۹
***
عثماني خلیفه سلطان سلیمان په نجف کې د حضرت علی(رض) زیارت ته ورغی او دزیارت تر څنګه له آسه تا شو او په پښو رهي شو.
یو ندیم يې ورته وویل: دا ستاسو شان ټیټوي!
پاچا ورته وویل: د امیر المومنین درناوی پر ما واجب دی .
هغه راضی نه شو.
نو بیا دواړو په قران شریف فال ونیوی په هغه پاڼه کې لیکل شوی وه .
:«فاخلع نعلیک إنک بالواد المقدس طوی»
«خپل بوټونه وباسه ځکه ته په مقدس ځای طوی کې يې » سوره طه ۱۲
***
په بصرې کې یو پوه د ابوحاتم سیستاني په نامه چې په دریمه پيړۍ کې اوسیده بغدا د ته سفر وکړ او هلته یو مسجد ته ننوت هلته یو سړي د هغه نه د«قوا أنفسکم و اهلیکم ناراً ؛ مانا وپوښتل
هغه ورته وویل:« خپله کورنۍ د دوزخ له اوره وژغوړي» سوره تحریم۶
ابو حاتم ورته وویل:(قو) یاني وژغوړئ
هغه سړي ترې وپوښتل : د هغه مفرد څه شی دی ؟
هغه ورته وویل: (قِ ، قیا ، قوا ، قی ، . . . )
یو سړی چې د مسجد په یو کونج کې ناست وودا خبرې یې واوریدې او کازي ته ولاړ هغه ته يې شکایت وکړ :
په مسجد کې څو سړیان لکه د کفارو غوندې دچرګ ږغونه باسي.
څو سپاهیان راغله او هغوی يې کازي ته بوتلل ډیر خلک راټول شوې وه ،چې دا محاکمه وویني.
کازي پېښه وپوښتل: ابو حاتم ټوله کیسه ورته وکړه .
کازي په تعجب هغه ته وویل: تا ولې د نادان عوام په مخکې داسې بحث کوئ.
او هغه ته یې اخطار ورکړ ،چې بیا دا عمل تکرار نه شي. ابوحاتم د هغه په ځواب کې څه ونه ویل او دعمر تر پایه يې یسا بغداد ته سفر ونه کړ.
***
درېیم عباسی خلیفه مهدی عباسی د ابراهیم په نامه یو زوی درلود چې د حضرت علی(رض) سره يې کینه درلوده .
یو و رځ ابراهیم و مامون ته چې بیا اووم خلیفه شو ورغی او هغه ته يې ویل :ما حضرت علی (رض)په خوب ولید. دواړه يه یوه لاره رهي وو، یو پول ته ورسیدو هغه زه مخ ته کړم .ما ورته وویل: ته ادعا کوې دخلکو امیر يې ولې موږله تا نه د پاچاهي وړ یو خو هغه سم او ښکاره ځواب رانه کړ
مامون وپوښتل : هغه څه وویل؟
هغه وویل: هغه څو واره وویل :سلاما ،سلاما،
مامون وویل: هغه ته نادان بللی يي ځکه په قران کې راغلي دي« د رحمان خدای خاص بنده ګان هغه دي چې ورو او بې کبره په لاره ځي او چې جاهلان هغه ته څه ووایي هغو ته سلام وایي» سوره فرقان ۶۳
ابراهیم وشرمید او ويي ویل: کاشکي مې دا کیسه تا ته نه وای کړې
اخځلیکونه:
Daneshnamah.roshd.ir-1
Aftab.ir-2
hawzah.net-3
Tebyan.net-4