غـــزل

زړه چې دکاڼي شکل غوره کړي بيا موم څنــــګه شي 
سړى چې يوځلې زنديق شي نو معصوم څنــــګه شي

زه د رقيب خبــــــــــــــــره تش د باد څپــــــــــــه ګڼمــــــــــه 
زما خبره ګوره ده لــــــــــــــــــره اتوم څنګـــــه شـــــــــــــي
 
وايي چې سپينې فرښتې دي سپين جـانان دى ملا!
نو دقيامت په ورځ به ماتـــــه بيا معــلوم څنګه شي؟

چـــــــــــــې د ظالـــــــــــم يې نـــــــــــه څپېړه نه خبره وړي
تش په نامه سره بيــــــــــــا دا سړى مظلــوم څنګه شي 

تــــه ورتــــــــــه پېغلې واده وې اودى يې وژني پسې 
مـــلته داقتل به ستا دخــــــــاورې زوم څنـــــــــګه شي 

نوراني پاى ته رسيدلـــــــــى دى تــــــــــوهين د رقيب
ستــــــــــا په ځيږو ځيږو خبرو به نــور شوم څنګه شي