کوژده

څه بد زيری و، خدای دې په هيچا هم داسې زيری نه کوي لکه په ما چې وشو،مازديکرمهال له ښار نه ستړی ستومانه راغلم ، غوا ته مې واښه اچول چې اوښى مې؛ په يوه منډه زما په لور را روان دی  ساه يې لنډه، لنډه کيده خبرې يې نه شوای کولی په خولو لوند خيش و، لکه بريښنا چې نيولی وي رپېده، د هغه  په ليدو ډېر وار خطا شوم . څو چې مې خبرې ته خوله جوړوله اوښي مې  په سا نيولي غږ  وويل :
- ځوی يې درته وواژه.
زما له خولې نه په چيغه ووته :
- چا ؟
-  ستا خپل ملګري جبارد خپل نوي خېښ د کور په مخ کې  يوه زربه وويشت .
 زموږ په سيمه کې ميړنی هغه دی چې د وژل شوي کس له خښولو نه مخکې، مخکې خپل غچ واخلي .
 له کوره مې ماشينه  راواخيسته او په منډه د هغه کلي  په لور روان شوم ،چې جبار د خپل ځوى په دسمال پسې  له نورو کليوالو سره ورغلی و، په لاره لکه د باد بڼکه ګړندی روان وم  په ذهن کې مې پرته له غچ نه  نورهيڅ هم نه و،خو دا چې زما خوږ او د څلوېښتو کلونو ملګري جبار زما بې ګناه زلمی ځوی وژلی و، زړه مې کېده چې د جبار غوښې په لاسونو ترې وشکوم ،زه لا همداسې ګړندى روان وم چې نا څاپه مې د جبار غږ تر غوږوشو  .
_ والکه شامحـده! له خېره ؟ څنګه دې پړی شکولی ؟  ګورم چې جبار له دو تنو کليوالو سره مخا مخ زما په لور راروان دی،  بې اختياره مې لاس ټو پک ته ورغی خوژر مې   بېرته ځان ټينګ کړ،پرته له دې چې څه غبرګون ښکاره کم په روانه مې ورته وويل .
_ پورې لږ کار لرم .
 نه زه ودرېدم او نه هم جبار، همدا چې پينځه شپږ ګامه ترې لرې شوم پسې راوګرځېدم د ماشينې لټ سره يې ورورسته راوکتل له کتلو سره مې څلوېښت ډزی شاجور پرې تش کړ، د لارې ملګرو يې منډه کړه خو جبار مې سم غلبېل کړ، ايله مې زړه سپک شو، سر ته يې ودرېدم  يوه کپه نسوار مې واچول لنډه شېبه دمه مې ووهله ځان راته ډېر مېړنی ښکاره شو، له هيڅ شي نه مې وېره نه وه ځکه هم د خدای او هم د خلکو په وړاندې جبار راته په څلور کتابونو پړ و ،زما او د جبار تر منځ تر اوسه  د سوک او څپېړې ګزار هم نه و شوی نو ولې يې زما ځوانکی ځوی وواژه. د ځوى د مرک غم مې ډېر کم شو ځکه چې غچ مې واخسيت ،بيا ښه په ارامه او غرور  پورې کلي ته روان شوم. کلي ته په رسېدو مې يوه  ډله خلک وليدل چې له يو کټ نه راتاو دي غم مې ورو، ورو يو ځل بيا تا زه شو پښې مې سستې شوې، د زړه درزا مې ان په خپلو غوږونو اورېده، له سترګو مې بې اختياره اوښکې روانې شوې ، دا چې د دېرې ترڅنګ د  ګڼې ګوڼې منځ ته ورسېدم سترګې مې پټې کړې، نه مې غوښتل چې خپل تنکی ځوی په سرو وينو وګورم ، دې وخت کې چا غاټول ته وويل :
_ غاټوله اغا دې راغی !  له دې خبرې سره مې سترګې په خپله خلاصې شوې ګورم چې غاټول نيغ په کټ کې ناست دی د جبار ځوى ورته  په لو ټه اوبه اچوي او غاټول د خولې وينې پاکوي، غاټول زما په ليدو وغوړېد،  خوشاله شو،
اغا ! جبار کاکا د کوژدې ډزې وکړې په ما لکه چې بدې ولږېدې ، بيا راباندې د ميرګيو حمله راغله .
تندي ته مې ټس ورکه ، خو کار شوی و، شايد لمړنی پلار  زه وم چې د ځوى په ژوندپښېمانه شوی وم  .
 
کابل    08-09-02
nangyal_arash_af@yahoo.com