نوې جامې

ماشوم په منډه كوڅې ته راووت. خپلو جامو ته يې وكتل، خپل واسكټ يې پورته پورته وغورځاوه او په پوزه يې د يوې ژورې ساه په اخيستو سره ښكته پورته كوڅې ته ځير شو، خو چې څوك يې ونه ليدل، يو سوړ اسويلى يې وويست او له ځانه سره يې وويل: (( همدلته ودرېږم، جمال به راشي، جامې به مې ورته ښايم.))
 
هغه ډېر ځنډ هلته ودرېد، خو جمال راونه وت. زړه يې تنګ شو. كرار كرار د كوڅې برې خواته وخوځېد او له خپل كور نه څلور پنځه كوره وړاندې يوې دروازې ته ودرېد. دروازه نيم كښه وه، غوښتل يې ننوځي، چې يو سور لنډ كروزر موټر، چې تورې ښيښې يې درلودې په يو زورور بريك د هغه ترڅنګه ودرېد. د موټر شاتنۍ دروازه خلاصه شوه او يو د اوږدو وېښتانو خاوند په بېړه ترې راښكته شو، د سترګو په رپ كې يې ماشوم په غېږ كې ونيو او بېرته په منډه موټر ته وخوت.
 
ساعت وروسته، ماشوم، چې په يوه نيمه تياره كوټه كې د يو زوړ چپركټ پر سر پروت و، په هوښ راغى. خپلې سترګې يې وموښلې او غږ يې وكړ: (( جماله! راشه، جامې مې وګوره.))
 
د هغه له دې خبرې سره د څو تنو خندا او شور و زوږ كوټه په سر واخيسته او هغه نېغ پرخپل ځاى كېناست، اوتر اوتر يې هاخوا ديخوا وكتل. د كوټې په بر كنج كې يې په شپږو تنو نظر پرېوت، د ټولو اوږده اوږده وېښتان او رسېدلې ببرې ږېرې وې. د هغوى په ليدو ووېرېد، خپلو سترګو ته يې لاسونه ونيول او يوه اوچته چيغه يې كړه. د هغه له چيغې سره هماغه سړي، چې په زوره يې موټر ته خېژولى له مټه ونيو، په زوره يې ځان ته طرف راكش كړ او پوزې ته يې دستمال ونيو. ماشوم بېرته بې هوښه شو او پړ مخى پر ځمكه پرېوت. د هغه له ژر بې سده كېدو او پر ځمكه غورځېدو سره يو تن، چې په كوټه كې په يوازنۍ ايښې څوكۍ ناست و، چټك راپاڅېد، د خپل ملګري له لاسه يې دستمال واخيست او خپلې پوزې ته يې له لږ نږدې كولو سره هغه لرې خطا كړ، بيا يې په ډېره غوسه غږ وكړ: (( توره! مواد تېز دي، دا ځل دې لكه، چې په رښتيا هلك له دنيا تېر كړ، څو ځلې مې درته وويل، چې لږ مواد كاروه، ګمان نه كوم، چې هلك ژوندى پاتې شي.))
 
تور كټ كټ په خندا شو: (( سرداره! ته هسې بېرېدلى يې او غوسه كوې، مواد قوي نه دي، ماشوم كمزورى دى.))
 
سردار بيا په غوسه شو: (( هلك د مړې كورنۍ دى، كمزورى نه دى، زه يې ګورم، كه مړ شو، دا ځل به مشر تا هيڅ ونه بښي، له تا سره به موږ هم خراب شو، دعا دې كوه، چې د مشر تر راتګه ماشوم په خود شي. كه نه...))
 
سردار لا خپله خبره نه وه بشپړه كړې، چې د دوى پيره دار ملګرى كوټې ته راننوت: (( مشر راورسېد، په حويلۍ كې له چا سره په ټلفون كې خبرې كوي.))
 
د هغه له دې خبرې سره د شپږو واړو ملګرو رنګونه والوتل. سردار د ماشوم د زړه او نورو د هغه د پښو او لاسونو په مښلو لګيا شول او يو بل يې پر مخ اوبه شېندلې. خو هرڅومره كوښښ، چې يې وكړ ماشوم په هوښ رانغى. دې حالت سره شېبه په شېبه د سردار غوسه زياتېده، خپل لاسونه يې ومروړل او تور ته يې بد بد وكتل: (( اوس به څه كوو؟ مشر به خامخا په ټلفون كې د ده له پلار سره خبرې كړې وي، ته خو ختم يې، موږ هم برباد شو.))
 
د مشر په انتظار كې ټولو شېبه په شېبه وره ته كتل، خو د مشر پته ونه لګېده. سردار خپل ساعت ته وكتل او خپل هغه ملګري ته، چې د ماشوم پرمخ اوبه شيندلې او تر ټولو يې ډېر ټيټ قد درلود، وويل: (( قدو! ته ورشه وګوره، چې مشر ولې وځنډېد؟ هغه خو يوولس نيمې بجې چې راغلى او اوس دا دى دولس بجې دي.))
 
قدو د اوبو جك تور ته وركړ او لا له ځايه نه و پاڅېدلى، چې د هغوى پيره دار ملګرى بيا كوټې ته راننوت او ويې ويل: (( مشر بېرته لاړ، ويل يې چې كوم ضرور كار ورته پيدا شو، نيم ساعت كې به بېرته راشي.))
 
د هغه له دې خبرې سره په ټولو كې لږه ساه ورغړېده او بيا په بېړه بېړه د ماشوم د پښو او لاسونو په مښودلو بوخت شول.
 
د اذان تت غږ تر غوږ شو خو ماشوم لا هم بې هوښه پروت و. سردار له ځايه راپاڅېد، كوټه يې څوځلې ګزوپل كړه، يوه ژوره ساه يې واخيسته، د كوټې بر كونج ته لاړ او له څوكۍ سره نږدې ودرېد، غاښونه يې وچيچل او په لږ لوړ اواز يې، غږ وكړ: (( توره، دلته راشه!))
 
تور وېرېدلى د هغه مخې ته ودرېد، ده يوه كلكه څپېړه وركړه او په غوسه يې وويل: (( زړه خو مې غواړي، چې تا هم په دې ماشوم پسې له دنيا تېر كړم، زموږه ټوله خواري دې په اوبو لاهو...))
 
د سردار له دې خبرې سره ور پرانستل شو او مشر كوټې ته راننوت. د هغه له راننوتو سره د شپږو واړو په وجود لرزه ننوته او ځوړند سر د هغه مخې ته ودرېدل. مشر پرته له دې، چې دوى ته وګوري، په خوشالۍ يې وويل: (( د بېړې كار و، خو افرين، ښه مو ترسره كړ.))
 
هغه يو ګام د خپلو ملګرو خوا ته نږدې شو او په كړس كړس يې وخندل: (( غوړه مړۍ ده، ډېره غوړه، ها ها ها))
 
مشر ښه شېبه همداسې وخندل، خو چې ملګرو يې د خندا ملګرتيا ونه كړه، حيران حيران يې ورته وكتل، د هغوى ځوړندو سرونو هېښ كړ او په يوه ساه يې په ډېره غوسه وويل: (( څه خبره ده، ماشوم چېرې؟))
 
د مشر له غوسې سره د سردار او د هغه د ملګرو واروپار نور هم خطا شو. سردار په بنده بنده ژبه وويل: (( ص... صصا...صاحب. ما...ما...ماش... ماشوم...ام...ام...))
 
د سردار له ام ام سره ماشوم نالښت پيل كړ او د هغه له نالښت سره ټولو په يوه خوله وويل: (( ماشوم بې خوبه و، ويده و. ها ها ها))
 
مشر ماشوم ته ورلنډ شو، په ځير ځير يې ورته وكتل: (( جالبه ده، د مړې كورنۍ او دومره خوار؟))
 
د مشر له دې خبرې سره تور، سردار ته وكتل او ويې ويل: (( ما خو ويل، چې ماشوم كمزورى دى، خو تا نه منل.))
 
مشر هغه ته مخ واړاوه: (( مطلب؟))
 
- صاحب! سردار ما ته په غوسه و، چې...
 
- چې څه؟
 
چې قوي مواد مې استعمال كړي
 
- نو څه؟
 
- هغه فكر كاوه، چې دوا ماشوم وژلى.
 
مشر په خندا شو: (( ښه! نو يوه شېبه مخكې ځكه ګيدړان شوي وئ؟))
 
سردار ورغبرګه كړه: ((هو صاحب! زه خو بيخي وېرېدلى وم. تور چې كوم مواد كاروي، ډېر قوي دي.))
 
مشر تور ته بد بد وكتل: (( خبيسه، نالايقه! يو ځل خو مې وبښلې، خو بيا نه رانه خلاصيږې.))
 
د مشر په غوسې تور اوار ورېږدېد:(( صه ...صه.. صاحب! زه...زه احتياط كوم، او...س ...اوس مې...هه...هه... هم قوي مه...مه...مواد... نه دي استعمال كړي، تا...تاسو خپله هم وويل، چې ما...ما...ماشوم كم...كم ...كمزورى دى.))
 
مشر د دې لپاره، چې د تور وارخطايي كمه كړې وي، په كړس كوس يې وخندل او خوله يې جوړه كړه، چې څه ووايي، خو د ماشوم د نالښت له كرار كرار كمېدو او بيا بې هوښه كېدو سره، خبره يې په خوله كې وچه شوه. وارخطا او په ځير ځير يې هغه ته وكتل. د ماشوم رنګ سپين اوښتى و. ژر يې د هغه پر سينې غوږ كېښود. يو دم راپاڅېد، تور يې تر لغتو او سوكانو لاندې ونيو: (( ژوندى دې نه پرېږدم.))
 
پر تور سر وګرځېد او درز پر ځمكه پرېوت. د هغه له پرېوتو سره مشر، سردار ته مخ واړاوه. سردار يو قدم شا ته شو.
 
خو دى د هغه له څنګه كرار تېر شو، د ماشوم تر څنګه كېناست، ښه شېبه يې هغه ته وكتل، بيا بيا يې د هغه پر سينې غوږ كېښود، خو چې كوم غږ يې وانه ورېد، په خواشيني انداز يې وويل: (( د تاسو خبيسانو د لاسه غټه مړۍ مې له خولې ووته. خو خير ما ته هم جبار وايي، يو به هم رانه ښه ورځ ونه ګورئ.))
 
هغه څه شېبه غلى غلى ماشوم ته وكتل او بيا يې ورغبرګه كړه: (( ما يې پلار ته ټلفون وكړ، هغه ومنله، چې پنځه لكه ډالره راكوي، خو ويل يې، چې يو ځل بايد له خپل زوى سره خبرې وكړي. كه څه هم پېژنم يې، چې ډارن دى، خو ډېر ډاډه ښكارېده، هيڅ وارخطا نه شو.))
 
تر څه سوچ وروسته يې بيا غږ اوچت شو: (( ولې به وارخطا شوى واى، هغه ته پنځه لكه ډالره څه دي، لوى تاجر دى. ويل يې، چې له خپل زوى سره خبرې وكړي، بيا كوم ځاى، چې زه ورته ښييم، پېسې به هلته راوړي.))
 
د ماشوم له څنګه پاڅېد او په قدم وهلو بوخت شو: (( كه اوس ورته ټلفون وكړم او هغه له خپل زوى سره خبرې كول وغواړي، بيا څه كړم.))
 
له دې خبرې سره غوسه ورغله، پر سردار يې ټوپ وكړ، هغه يې له ګرېوانه ونيو، خو مخكې له دې، چې پر هغه وار و ګوزار وكړي، د ماشوم غږ اوچت شو: (( مورې، مورې.))
 
د هغه له غږ سره ، جبار د هغه خوا ته ورمنډه كړه، په ډېرې خوشالۍ يې هغه په غېږ كې ونيو، بيا خپلو كسانو ته يې مخ واړاوه: (( بچ شوئ، بچ شوئ، ماتم بند، وخاندئ.))
 
نور هسې موسك شول، خو تور چې لا هم پر ځمكه پروت و، پخپل لستوڼي يې خپله په وينو ككړه خوله پاكه كړه، په زوره زوره يې وخندل. جبار پرې غږ وكړ: (( اوس خانده، خو د بښلو هم نه يې.))
 
ماشوم اوبه وغوښتې. جبار هغه له خپله غېږه راښكته كړ، پر چپركټ يې وغځاوه او قدو ته يې وويل: (( هله ژر شه، يوه يخه پيپسي راوړه.))
 
جبار پخپل لاس هغه ته پيپسي وركړل، ماشوم كرار كرار سترګې وغړولې، خو د جبار او د هغه د ملګرو په ليدو بيا په چيغو شو.
 
جبار د هغه په خولې لاس كېښود: (( چوپ، چوپ! وېرېږه مه، نوره پيپسي هم خورې، در يې كړم؟))
 
ماشوم لومړى د پيپسي بوتل او بيا اوتر اوتر جبار او د هغه ملګرو ته وكتل. جبار هغه كېناوه او د پيپسي بوتل يې ورته وركړ: ((خوره، خوره!))
 
 ماشوم د پيپسي بوتل خولې ته كړ. پيپسي يې له خولې او پوزې سر وكړ او جامې يې ورته لمدې كړې. د جامو په لمدېدو سره يې بوتل ايسته خطا كړ او په ژړا ژړا يې وويل: (( زما جامې.))
 
جبار په داسې حال كې، چې غاښونه چيچل، د هغه پر سر لاس تېر كړ:(( ژاړه مه، نوې جامې درته راوړو.))
 
ماشوم موسك شو: (( نوې جامې؟))
 
-         هو! نوې او ډولي جامې
 
ماشوم ته د جبار دې خبرې خوند وركړ او تر څه سوچ وروسته يې وويل: (( هغه به جمال ته ښكاره كوم. هغه ډېرې جامې لري.))
 
-            جمال! جمال څوك دى؟
 
-            انډېوال مې. هغوى ځي.
 
-            ښه، ښه! ځي، چېرته ځي؟
 
-            هغه هره ورځ نوې جامې اغوندي.
 
جبار په شكمن نظر هغه ته وكتل: (( ستا څه نوم دى؟))
 
-            اجمل
 
-            د پلار دې څه نوم دى؟
 
-            شريف
 
د شريف د نامه په اورېدو، جبار په چرت كې شو او په تريو تندي يې له ماشوم نه وپوښتل: (( تا وې د پلار نوم دې شريف دى؟))
 
ماشوم وډار شو: (( هو! ش... شه ... شريف.))
 
جبار بيا وپوښتل: (( تا ووې، چې جمال دوى ځي؟))
 
-            هو، ځي.
 
د ماشوم له دې خبرې سره جبار په بېړه بېړه خپله ګيره وګروله. د ماشوم له څنګه راولاړ شو، په غوسه غوسه يې سردار ته وكتل: ((او خبيثه! ماشوم څه وايي؟))
 
سردار په وارخطايي وويل: ((صص...صا...صاحب! تت... تا... تا چې څه ويلي وو...مو... موږ هغسې...))
 
د سردار خبره لا نه وه بشپړه، چې د جبار د مبايل زنګ اوچت شو، ژر يې غوږ ته كړ:
 
... وعليكم، ژر ووايه، څه خبره ده؟
 
... څه، دا هغه هلك نه دى، د كراچيوان زوى دى.
 
- دا څه بد كوې، هه...هغوى همدا اوس پرواز وكړ!؟
 
جبار ټلفون په ديوال وويشت او سردار ته يې بد بد وكتل: (( خبيثه! ما خو درته ويلي وو، چې ډېر فكر ونيسه.))
 
جبار په زوره زوره خپل لاسونه ومروړل: ((ما چې په بېړه پلان دركړ او بېړه مې وه خو همدا مصيبت و، چې هغوى روان وو. اخ ، اخ نو، چې څه درسره وكړم.))
 
دې سره جبار د سردار مخ ته سوكان ونيول او چې هغه يې په ډېرو وهلو وهلو پر ځمكه وغورځاوه، پر نورو يې شروع وكړه او تر هغه يې ووهل، چې وينې پرې راماتې شوې. د هغو په چيغو او بغارو ماشوم هم په چيغو شو. جبار د هغه په لوري لاړ، هغه ته يې هم يوه كلكه څپېړه وركړه: (( سپيه! تا ته چا ويلي وو، چې د هغوى د كور ترمخه ودرېږې.))
 
خړ ماښام، ماشوم خپل كور ته نږدې، په عمومي سړك كې د يوې كراچۍ ترڅنګه، مور مور نارې وهلې او په چيغو چيغو يې ژړل.
 
۱۳۸۷/۰۶/۲۰
                                                                                                     Rooman2007@gmail.com