
ښكلې واندا، يا لكه څنگه يې چې په پاسپورټ كې ليكل شوي و، اغلې ناستاسيا كانافكين، له روغتون څخه د وتلو په شېبو كې په دې سوچونو كې ډوبه وه چې هېڅكله يې پخوا دومره ستونزې نه درلودې. نه جونگړه لري او نه يوه ټنگه. څه يې بايد كړي واى!؟
تر هرڅه د مخه د گاڼو د خرڅولو يوې هټۍ ته ورغله او خپله يوازنۍ د فېروزې گوته يې گرو كړه او يو روبل يې ترلاسه كړ؛ خو په يو روبل څه شي كېږي؟ په يو روبل خو نه په موډ لنډه لمن كېږي، نه يوه ښايسته خولۍ او نه جگ پوندي بوټونه! له دې شيانو پرته ځان واندا ته لڅ لغړ ښكارېده.
فكر يې وكړ چې ان د گاډيو اسونه او كوڅه ډب سپي دې ته گوري او د دې په ساده جامو پورې خاندي!
جامو د واندا فكر ډېر بوخت كړى و؛ خو دا چې څه وخوري او چېرته ويده شي دونې ارزښت نه درلود!
له ځانه سره يې فكر كاوه: دريغى چې له يوه شتمن ملگري سره مخامخ شوى واى! لږ پيسې به مې ځنې اخيستې واى. دونه پوهېږم چې څوك به، نه ونه وايي...
خو په لاره كې له هېڅ ملگري او اشنا سره مخامخ نه شوه. د رينسانس رستوران تل په دې راز كسانو ډك وي؛ خو نن يې په دې لڅ سر، ببرو وېښتانو او زاړه كميس رينسانس ته هډو نه پرېښوده؛ نو څه يې بايد كړي واى؟
واندا د لږې مودې له پاره زړه نا زړه وه، كله چې له گرځېدلو، كېناستلو او فكر څخه ستومانه شوه، پريكړه يې وكړه چې يوازنۍ لاره دا ده چې د يوه ښه ملگري كور ته ورشي او پيسې ترې وغواړي.
فكر يې وكړ چې چاته ورشي. ميشا خو هېڅ په يادولو نه ارزي. هغه مور مړي ښځه كړې ده... هغه بل بوډا چې سره وېښتان لري دا وخت په دفتر كې وي...
لږ وروسته واندا ته د فينكل په نامه د غاښونو يو ډاکتر ور په ياد شو. هغه يهودي چې خپل مذهب يې بدل كړى و او شپږ مياشتې مخكې يې د فېروزې يوه گوته هم دې ته د سوغات په توگه وركړې وه! دا وخت واندا لږ موسكۍ غوندې شوه؛ ځكه دا ور په ياد شول چې يو ځلې يې د جرمنيانو په كلوپ كې، ماښام مهال لږ بېر د ده په سر ورتش كړى و. د فينكل ياد د واندا په شونډو موسكا لږ نوره هم خوره كړه.
همغسې چې واندا د غاښونو د ډاکتر د كور په لور ورتله، له ځانه سره يې فكر كاوه: (هرومرو به زما خبره ومني، دريغې چې په كور كې وي! كه يې زما خبره ونه منله زه به هم د ده ټولې هيندارې ماتې كړم.)
مخكې له دې چې واندا د ډاکتر كور ته ورشي، د خپل پلان په هكله فكر كاوه: (كتنځي ته وارخطا غوندې ورځم او په بيړه پنځه ويشت روبله ځنې غواړم).
خو هغه وخت يې چې گوته په زنگ ولگېده، ټول پلان يې له ذهن څخه پاك شو. ولړزېده او زړه نا زړه شوه. واندا په مېلمستياگانو كې ډېره سپين سترگې او زړه وره وه؛ خو اوس په زړو جامو كې داسې يوه معمولي ښځه ښكارېده چې د ډاکتر پيرزويني ته په تمه وه. يو ځلې يې فكر وكړ چې كېداى شي ډاکتر يې ونه مني، ناڅاپه ځان ورته وړوكى (حقير) غوندې ښكاره شو او وبېرېده. بيا له ځانه وشرمېده او زړه يې ټوپونه ووهل.
په داسې حال كې چې واندا د زنگ د وهلو جرئت نه شو كولاى، له ځانه سره فكر وكړ: (كېداى شي چې اوس يې هېره كړې وم! بيا له دې زاړه كميس سره چې د سوالگرو په شان دى څنگه ورشم؟)
زړه نا زړه يې زنگ وواهه.
د پښو غږ يې تر غوږه شو. نوكر و.
وې وېل: (ډاکتر صيب شته؟)
كه نوكر ويلي واى چې(نه) واندا به خوشاله شوى واى؛ خو نوكر د ځواب په ځاى كوټې ته وبلله او مرسته يې ورسره وكړه چې خپل كوټ وباسي. د كور هر څه ډېر ښكلي او گران وو... په دې ټوله ښكلا او برم كې هغه لويه هېنداره د ښځې له پاره ډېره په زړه پورې شوه چې دې خپلې زړې جامې پكې وليدې.
دې وليدل چې نه د ورځې له موډ سره برابره لنډه لمن لري، نه جگه ښايسته خولۍ او نه جگ پوندي بوټونه! واندا فكر وكړ چې اوس د جامو گنډونكو او يا جامو وينځونكو ښځو په شان ښكاري. وشرمېده او هغه پخوانى سپين سترگتيا او وقاحت يې نه درلوده. دې ته نور ځان واندا نه ښكارېده او گومان يې وكړ چې همغه پخواني ناستاسيا كانافكين ده.
يوې خدمې دا بلې كوتې ته وبلله او وې ويل: (مهرباني وكړه او دلته كېنه. ډاکتر به اوس راشي. كينه).
واندا په يو نرم سيټ باندې كېناسته او فكر يې وكړ: (پيسې به ځنې وغواړم. هغه زما خبره په زمكه نه غورځوي؛ ځكه چې زه يې ښه پېژنم. دريغې چې دا نوكر دلته نه واى. زړه مې نه غواړي چې د هغه په مخ كې پور وغواړم. ولې هغه دلته ولاړ دى؟)
پنځه دقيقې وروسته فينكل راغى. جگ غنم رنگه يهودي، چاغ غومبوري او رډې سترگې يې درلودې. غومبوري، سترگې، ټټر او لنډه دا چې ټول وجود يې چې په غوښو ښه ډك و، ډېر كرغېړن ښكارېدل. دى به د رينسانس په رستوران او د جرمنيانو په كلوپ كې تل ډېر خوشاله و او د ښځو له پاره به يې داسې پيسې خرڅولې لكه پاڼې! ډاکتر به هلته ان د ښځو ډېرې احمقانه شوخي گانې هم زغملې (د مثال په توگه كله چې واندا د بېرو گيلاس د ده په سر تش كړ، ډاکتر يوازې وخندل او دې ته يې گوته وڅنډله)؛ خو دى اوس تروش او خوبولى ښكارېده او د پوليسو د مشرانو په توگه دروند او جدي و او ژاولې يې ژوولې.
ډاکتر بې له دې چې واندا ته وگوري، وويل: (څه غواړې؟) واندا لومړى نوكر ته او بيا فينكل ته چې ډېر ډاډه ښكارېده او دا يې تر اوسه پورې نه وه پېژندلې وكتل او سره شوه.
د غاښو ډاکتر دا ځل لږ په غوسه وويل: (څه خدمت وكړم؟)
واندا ورو وويل: (غاښ مې خوږيږي).
واندا ته ور په زړه شول چې يو غاښ يې چينجى خوړلى دى او وې ويل: دغه لاندنى... ښۍ خواته...)
(اهىٰ... خوله دې خلاصه كړه).
فينكل وچولى تريو كړ. سا يې بنده ونيوه او د غاښ په كتلو بوخت شو. بيا يې په غاښ باندې كار پيل كړ او پوښتنه يې وكړه: (خوږېږي؟)
واندا په درواغو ورته وويل: (هو).
او له ځانه سره يې وويل: (څنگه به وي كه ځان ور وپېژنم؟ هرومرو به يې په ياد وم؛ خو دا نوكر ولې دلته ولاړ دى؟)
فينكل ناڅاپه د پخوانيو اورگاډو په څېر د خولې بړاس ويست او وې ويل:
(ډكول يې غوره نه بولم. دا غاښ په ساتلو نه ارزي!)
ډاکتر وروسته له دې چې ژوبل غاښ لږ نور هم وكوت او د واندا ژامې او شوندې يې د خپلو گوتو د تنباكو په بوى خيرنې كړې، بيا خپله سا بنده كړه. واندا ناڅاپه ډېره وخوږېده، اخ يې وويل او د فينكل لاس يې كلك ونيوه.
ډاکتر ورو وويل: (هېڅ خبره نه ده، هېڅ خبره نه ده، مه وېرېږه! دا غاښ په ساتلو نه ارزي... ځان ټېنگ كړه...)
او په خپلو گوتو يې چې په وينو سرې وې او د تنباكو بوى ترې خوت، ژوبل غاښ د واندا سترگو ته نژدې كړ. دا وخت نوكر يو لوښى د واندا خولې ته د وينو د توكولو له پاره نژدې ونيو.
فينكل وويل: (كله چې كور ته ورسېدې، خوله په سړو اوبو پرېمينځه چې وينه يې بنده شي.)
ډاکتر د ښځې مخې ته ولاړ و او د ښځې د تگ تمه يې څرگنده كړه.
ښځه وخوځېده او وې ويل: (خداى پامان.)
فينكل د ټوكې په شان وويل: (ښه!زما پيسې څنگه كېږي؟)
واندا تروره شوه، سره شوه او هغه يو روبل يې چې د گوتې په عوض كې اخستى و، يهودي ته وركړ او وې ويل (ا ... هو.)
كله چې واټ ته ورسېده له پخوا څخه ډېره شرمېده؛ خو دا ځلې د بيوزلتوب له پاره نه شرمېده. د دې له پاره هم نه شرمېده چې لنډه لمن او جگ پوندي بوټان نه لري. په مخ تله او وينې يې توكولې. د خپل ژوند په سوچونو كې ډوبه وه، د خپل ډېر بد، بېخونده او بېوزلي ژوند په سوچونو كې، د هغو ستونزو په سوچونو كې چې دې گاللې وې او سبا يې هم په مخ كې پرتې وې او بله اوونۍ او د مرگ تر ورځې پورې يې په ټول ژوند كې!
(اه! څومره ډاروونكي! خدايه څومره وېروونكې!).
خو بله ورځ د رينسانس رستوران ته ورغبرگه شوه. له ډېرې خوشالۍ په جامو كې نه ځايېده. لنډه لمن يې اغوستې وه، جگه ښايسته خولۍ يې په سر وه او جگ پوندي بوټونه يې په پښو وو! ماښام ته د كازان د سيمې يو ځوان سوداگر مېلمنه كړې وه!!
26/ 2/ 2003
د افغان بېسيم مېلمستون
كندهار
mailaryanzai@yahoo.com