راشه زمـــــا د زړه ا يـــنې ته دلتــــه ځان ووينه
چيرته چــــې ته پکښی اوسيږی دا جــــهان ووينه
د زړه په باغ کې مې د عشق دنياګی للمه ښکاري
راشه زما د تړمو اوښکو پرې باران ووينه
نه مې په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړي مات شوي
دا چې په اور کې سو ځيدلی دا ارمان ووينه
ساقي دا ستا په خوم به نن دا خپل زړګی ارام کړم
د اشـــــــنا زلفــــو يم چيچلی ښا مـــاران ووينـــــه
په شو ګــــيرو کـــــــې زه او شــــمع دوه په دوه ژړيـــږو
د خوب بستر کې مې زخمي زخمي هجرا ن ووينه
دا د ګل بڼ د زيړو پاڼو به خزان لا هير کړی
را شه زما د د ې ژيړ رنګ غمجن دوران ووينه
دا می تقدير وه که زمان چې در په در يې کړمه ؟
د ارزو ګانو جنازې مې په اسمان ووينه
ستا د راتلو په انتظار کی می ځوانی بيلوده
راشه د خوار حفيظ مليار چيری ګريوان ووينه
٢٤,١,٢٠٠٩ ويانا د اتريش ښار
وروستي