زنداني

 
يوه ښکلې نګهبانه
دتياره زندان پنجرو کې
ګنهکار دمينې ساتي
زنداني هره خوا ګوري
بس وجود دنګهبانې
دهغه پر روح راخور دی
ښکلې سترګې يې ساتونکې
مخ يې ورځ زلفې يې شپې دي
يو ساده غوندې ژوندون دی.
يوه ورځ چې نګهبانه
عبادت لپاره ولاړه
يوه ورځ يې چې دعاته
                    دآمين سترګې شوې پټې
يو ناڅاپه هرڅه تور شول
دژوندون رڼا شوه ورکه
زنداني چې هرخوا ګوري
هغه دوه سترګې نه ويني
په زندان کې هنګامه شوه
نګهبانه را په خود شوه
ژريې وکتل زندان ته
زنداني پر خپل ځای نه و
نګهبانه شوه پريشانه
مګر نه چې زنداني وي تښتېدلی؟
خو چې ګوري هسې نه ده
زنداني بې نګهبانې
ژوند په تورو تيږو وويشت
زنداني
 بې له دوه سترګو
ځای پرځای هملته مړ شو.
 
۶سلواغه ۱۳۸۷