له خوست نه د خپريدونكې پيوستون مجلې نوې ګڼه چاپ شوه.

نوموړې مجله، د پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنې لخوا د محمدرسول عادل په مسوول مديريت او د نوراجان بهير په مرستيالى، خپريږي او دا يې د دويم كال، پېنځمه او پرلپسې اوولسمه ګڼه ده، چې د رنګه پوښ سره په څلور څلوېښتونو مخونو كې تازه چاپ شوې ده.
په پيوستون كې د تېر په څېر د هېواد او له هېواده بهر پياوړو ليكوالانو: استاد محمدآصف صميم، محمديونس برهان، محمدامين فروتن، ډاكټر شريف بهاند، نذيراحمدسهار او يو شمېر نورو- سياسي، ټولنيزې، ادبي ليكنې او نظمونه راغلي دي.
پيوستون د تېرو ګڼو په شان د رنګه پښتۍ يو مخ طنزيه البوم ته ور كړى او په ګڼو لېكنو سربېره د لومړي مخ څو غټ سرليكونه
·         د فلسطين وروستيو حالاتو او د غزې سوځېدنې
·         د امريكا پر ولسمشر بوش، د عراقي ژورنالېست د بوټونو ګوزار
·         په خوست كې د امريكايي پوځونو له خوا، پر سپيو د ښځو او ماشومانو داړنې
·         او يوې ښځې ته د څو ميړونو، د نه كولو، په اړه دي.
د پيوستون مجلې دا نوې ګڼه د خوست ښار له مشهورو كتابپلورنځيو او هم د مجلې له مركزي دفتر څخه، د وړ بيې په بدل لاسته راوړلى شئ.
پيوستون اداره له خپلو درنو لوستونكو او قلموالو د مجلې د لا پياوړي كيدو په موخه غواړي، چې خپلې ليكنې او وړانديزونه، په خوست ښار، افغان ټاور، دريم پوړ كې د پيوستون ادارې ته نېغ په نېغه وسپاري او يا يې پر مجله د ليكلي برېښناليك په پته را وليږي.