ګــــيله

دجـــبـــين په تخـــت دې پروت وم دپيکـــي ترســـيوري ﻻندې
خـــو تـــا وروځـــو دام کې ګـــيرکړم راګوزار دې کړمه ﻻندې
 
خــــــماري ســـترګـــې دې ګوره ، چې ټـــټرته مې شوې ځيرې
دباڼـــو په غشــــــو يـــې ويشتـــم ، د زړګـــي په نښــــــه باندې
 
زه شــــــهيـــد ستــــــا د نظـــر شـــوم ، يو نظـــر دېـــم راونـــکـــړ
ټـــول عـــالـــم مـــې عـــذادار شـــو ، ته ﻻمســـته يې ﻻ خاندې
 
زمـــا زنـــه يــــــې تــــــړلـــې ، ته يــــــې ټـــوکـــې ټـــوکـــې بــــــولې
دتــــــابوت سرمــــــې کـــې لـــــــــرې ، پټ پټــــــونی راتـــه کاندې
 
زه يـــې قــــــبـــر تـــه راټــــــيټ کــــړم ، تا يـــوغـــــــــږ هـــم راونـــکـــړ
اوس چې خاورې مې په سرشوې ، اوس کـوې بيا ولـــې ســـــاندې