
زه يـــې د هــــر لمانځه دعا کړم داسې يار پسې خپه يم
زه يې ايمان په شان ويسا کړم داسې يـار پسې خپه يم
د خـــــــوږې مـــــــينې دنيا مـــــــو پاکـــيزه لکه دعــــا وه
زه يـــــې د شين ختا سمـــــا کړم داسې يار پسې خپه يم
ګـــــلاب ګــــل وم پاڼې پاڼې ده په لـــــپو کې راټول کړم
زه يــــې د ژوند د بڼ ښکلا کړم داسې يار پسې خپه يم
د ه فـــــاني حسينې مينې کـړې ډالۍ فاني دنيا ته
زه يـــې د خپل زړګــي دنيا کـړم داسې يار پسې خپه يم
چــــې تـــــقدير راته پـــــيرزو کړ شاه جهان زما د مينې
زه يـــــــې د تاج محل رڼا کـړم داسې يار پسې خپه يم
مـــــــخ مې پټ کړو له حيا نه ده مې خور په سر پلو کړ
زه يې خوندي په خــپل حـياکړم داسې يارپسې خپه يم
رحـــــــــيمې دې غـــــــوړولي د ســــخا په در ځولۍ دي
زه به يــــــــې ځان د در ګــدا کړم داسې يار پسې خپه يم