د اوښکو امېل

 
ټکـــــوروم د زړه داغـــــــونـــــــه  مــــــخ  راواړوه  ته
بــــل مــــې ګوګل کې کړه اورونه مـــــخ راواړوه ته
کړه مې لــمبه نيمکښو سترګو کې په غـــــلي نظر
چـــــــې وخــــــورم نوي تيندکونه مــــــخ راواړوه ته
د خــــــــزان باد مې لـــګېدلی دی د زړه په انـــــــګړ
چــــــې راستـــــــانه شـــــــي بهارونه مــخ راواړوه ته
د ژونـــــــــدانه ډيـــــــوه مــې ستا په امــيد بله ده لا
چـــــــې بـــــيا ونــه کــــړې ارمانونه مــخ راواړوه ته
که حوصله مې لوړه نه کړې ته په مســــکوشونډو
رانــــــــه ډوبـــــيږي امـــــيدونـــه مــــــــخ راواړوه ته
سېلاب د مـــينې په بدل کې رڼې اوښــــکې امېل
درتــــــه راوړي ســـــــوغـــــاتــونه مــــخ  راواړوه ته