زه دې مــــــزل کــــــوم پــه پلونو باندې
ته مــې ږدې پښې په ارمانونو باندې
زه دې له لمره په خپل سيوري ژغورم
ته کـــــــړَوې مـــــا په اورونــــــو باندې
زه دې پــــــــه لـــــــــپو اوبــــــــَومه تنده
تــــــــه وژنـــــــې ما په سرابونو باندې
زه دې پـــــــه مـــينه احساسات تخنوم
ته مې ږدې مالـګې په زخمونوباندې
زه په تا خورمه دَ زړه غوښې په شوق
تـــــــه کــــــــوې يه په وصالونو باندې
وروستي