په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوومه غونډه

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مرغومي په اته ويشتمه مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوومه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه.
غونډه د ذهره كاكړ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې طيبې تر سره كولې.
په پيل کې ذهره ساپۍ د تېرې غونډې راپور ولوست ، تر راپور وروسته د مشاعرې او ادبي بنډار  برخه پيل شوه  .لومړی قمر نوري  خپله نثري ټوټه وړاندې کړه او ورپسې زرغونې خپل شعر ولوست..
د غونډې په اوږدو كې ملالۍ، طيبې، ذهره كاكړ او ذهره ساپۍ ګډونوالو ته په خپل وار شعرونه او نثرونه  وړاندې كړل.
د غونډې په پاى كې ګډونوالو د نثري لوستنې په خاطر د مومند بابا كتابتون څخه بېلابېل كتابونه د لوستلو لپاره واخيستل.