حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن(۲۱کښت)

یو ډیر ظالیم عباسي خلیفه خپل  یو ندیم ته وویل:
 زما لپاره یو ښه ستاینوم پیدا کړه !
 چې د هغه مختاړۍ (با...) وي   لکه (المعتصم با...)
ندیم  ورته  ځواب ورکړ :
 ستا لپاره  له (نعوذ باالله)   څخه ښه ستاینوم  نه شته .
***

 ددفاع  وزیر یوې  فرقې ته تلی وو او هلته يې  له یو سر باز څخه وپوښتل : تاسو څه شی خورئ ؟
هغه ورته وویل: صایب! ټېپر
هغه  په پخلنځي کې  د ډیګو سرونه   لوڅ کړه  په  یوه کې وریجی  او په بل کې غورمه وه .
 هغه پر هغه سرباز چغه کړه: دا خو وریجي غوښې دي.
سرباز چې نه پوهیده نن خواړه بدل شوي دي  نو په خوشالۍ يې  و ویل:
څومر ه ښه !
 دې حاضر ځوابي   دوزیر غوسه په خندا واړوله او هغه يې له سزا وژغوړئ.
***
کازي په محکمه کې له یو سړی څخه وپوښتل:
 ولې مو میرمن له تاسو څخه  شکایت کوي؟
سړي وویل:  زه په خپله  ګناه نه پوهیږم ؟
کازي ورته وویل:
تاسو پر هغې لاس پورته کوی دا ښه کار نه دی!
هغه ځواب ورکړ: صیب!  زه لاس د ځان د دفاع لپاره پورته کوم کنه سر او مخ به مې وپړسیږي!
 ***

د بغداد  ښاروال ادعا کوله چې تر اوسه چا نه ختا ایستلی.
 بهلول  چې هلته  ناست وو هغه ته يې  وویل :
 ستا ختا ایستل اسانه کار دی.
ښاروال په غوسه ورته  وویل: دا ګز دا میدان!
بهلول ورته وویل : اوس ډیر کار لرم  وخت نه لرم
ښاروال ورته وویل:  خیر ته ورشه خپل کار تمام کړه او راشه!
بهلول وویل: ښه دی ته دلته اوسه زه ژر راځم !
بهلول ولاړ او بیرته  رانه غئ.
ښاروال ددو ګړیو وروسته چیغې کړې:
 هغه لیوني زه ختا ایستم.
***


 یو ورځ  هارون  بهلو ل ولید چې پر لرګي سپور  او ځغلي
 هارون هغه  نارې کړل : دلته راشه!
هغه راغی او هارون ته یې ویل: څه وایي؟
 ؟ هغه ورته وویل :ما ته نصیحت وکړه

بهلول وویل:
د پخوانیو پاچاهانو قبرونه  او قصرونه وګوره چې څه وه  او څه شول.
هاورن وویل: څه وکړم چې خدای(ج) راضي شي؟
داسې عمل وکړه چې د خدای خلک راضي شي.   بهلول:
څه وکړم چې د خدای خلک راضي شي؟  هارون :
 بهلول ځواب ورکړ: عدل او انصاف وکړه ؛هغه چې د ځان لپاره یې نه غواړې هغو ته يې مه غواړه؛ د مظلوم خبرې په سره سینه واوره ،په عدالت ځواب ورکوه ،په پام هغو ته رسیږه ؛ په فضیلت تصمیم ونیسه او حکم وکړه
هارون وویل:
شاباش بهلوله !ښه پند دی  راکړئ امر کوم ستا پور درکړي
 بهلول ځواب ورکړ:
د خلکو په مالونو پور نه ادا کیږي؛ هغه چې ته لرې؛ هغه د خلکو مال دی هغو ی ته يې بیرته ورکړه او پرما منت مه کوه
هارون وویل: بل څه وغواړه؟
: بهلول وویل
زما حاجت دا دی : زما نصیحت ومنه! ولې افسوس چې د دنیا شان او شوکت ستا زړه کلک کړی دی او زما خبرو په تا اغیزه ونه کړه
 پر خپل لرګی سپور او هغه يې چو کړ او هغه ته يې وویل :
لیری شه! زما آس لغتي وهي او ولاړ.

***



یو سړې خلکو ته ویل:
زما فتنه خوښه  ده ؛ دوښمن حق بولم  ؛هغه څه  چې  مې نه دي لیدلي پر هغه شاهدي  ورکوم
 کازي وویل :  دهغه قتل واجب دی  هغه باید قصاص شي
یو پوه سړې نارې کړه :  هو خلکو!هغه ښه وایي.
 هغه وایې فتنه را باندې ګرانه ده . فتنه یانی اولاد او مال خدای(ج) فرمایي«اِنٌما اموالکم و اولادکم فتنة»
 هغه وايي :دښمن حق ګڼم یانی مړینه می خوښه ده مړینه حق دی
او وایي هغه چی نه وینم پر هغه شهادت ورکوم  هغه یو پاک خدای یادوي  نو هغه بیله رښتیا بل څه نه دي ویلي.
***


له یو ماشوم څخه یې وپوښتل :کومه مبارکه  سوره  حیرانونکې  ده  ؟
ځواب يې ورکړ : د مایدی سوره(مایده یانی  د خوړو ډک دستر خوان)
ویي پوښتل : کومه مبارک  آیت شریف   ؟
ځواب يې ورکړ:  دحجر د سورې- درېمه آیه «پریږه هغوی يې  وخوري او ګټه ترې واخلي»
ویي پوښتل : بله کوم آیت شریف؟
ځواب يې ورکړ:د حجر د سورې ۴۶ آیت شریف
« دی باغو ته ننوځئ په سلامت او امنیت»
 بیا یې وپوښتل: کوم آیت  شریف دي ډیر  خوښ دی؟
ځواب يې ورکړ: د حجر د سوری ۴۸ ایت شریف «هیچکله د هغه څخه نه ایستل کیږی »
***

یو ورځ صفیه(رض) د حضرت رسول صلی الله علیه وآله وسلم عمه  رسول الله ( ص)  ته ورغله او هغه ته يې ویل:
 دعا راته وکړه چې  جنت ته ولاړه شم !
هغه په ټوکو ورته وویل:
سپین سرې جنت ته نه ځي.
هغې د رسول (ص) خبره ومنله او ډیره خپه ولاړه شوه

رسول الله (ص) ورته وویل:
 زما خبره رښتیا ده  سپین سرې لومړې ځوانیږي بیا جنت ته ځي
« د لوړ مرتبې ښځو  ته نوی  پيدایښت  ورکوو  او ټولې پیغلې( په حسن او ښکلا) ګرځوو» سوره واقعه۳۴-۳۶
هغوی لومړی   ځوانیږی بیا     د خپلو ګرانو ځوانو او هم عمره  مړونو سره جنت ته ځي»

 اخځلیکونه
Daneshnahmeh.roshd.ir۱- لطایف قرانی،
Dastan-ghorani.blogfa.com-2
3rdimam.com-3
persianblog.ir-4