له کله نه چې په ښه او بد پوه شوی يم، نو مې تل د بل په خوښۍ کې خپله خوښي ليدلي، او د بل په غم کې مې خپل غم ليدلی، د بل په ښيرازۍ کې مې خپله ښيرازي ليدلي، د بل په ازار کې مې خپل ازار ليدلی،خو داسې څوک هم شته، چې زما په غم کې يې خپله خوښي ليدلي، زما په بدبختۍ کې يې خپله خوشبختي ليدلي، زما په مرګ کې يې خپله زندګي ليدلي، زما په ازار کې يې هوسايي ليدلي، زما په ليونتوب کې يې خپله هوښياري ليدلي، داسې څوک هم شته، چې زما په زخم کې يې خپل مرهم ليدلی، خپل ستم کې يې کرم ليدلی، داسې څوک هم شته، چې زما په درد کې يې خپله بې دردي موندلي، زما په بې وسی کې يې خپله زرواکي موندلي، زما په ملنګۍ کې يې خپله بادشاهي موندلي،خو ما ته بيا د رحمان هغه بيت را په ياد شي.
څومره ښه واي، چې!
ما خو ندي څوک بې وجې ازار کړي
دا چې ما ازاروي ازار دې چا دی
ډاکتر هيواد همت
ګران افغانستان
وروستي