
بختورتربختورومه څوورځې
کليوال دپيغمبرومه څوورځې
زمازړه يوبې اغزيه سورګلاب ؤ
زه نه زخم نه خنجرومه څوورځې
له کوثراوله زمزم سره پخـــلاوم
بس له تندې مرورومه څوورځې
په اذان دمدينې مې زړه روښان ؤ
زه له ستورونه هم بر ومه څوورځې
ددنيالــه پاچــــاهانوبې پــــرواوم
يوفقيراوقلندرومه څـــوورځــــې
دخپل ژوندپه وچه للمه کې روان وم
په څپــووم سمنـــدرومه څــوروځـــې
مادښمن په غشونه په ګلاب ويشتو
دخوږې مينې سنګرومه څوورځې
له تيارونه په کاروان کې وم راوتی
لاروی دښکلي لمرومه څوورځـــې