پسې ګرځم

 
د سوال کچکول په غاړه    پسې     ګرځم
په سمه  غر او     شاړه    پسې     ګرځم
 
چې کړي مات ورته سرونه په مورچل کې
امان  او  احمدشاه    دواړه   پسې   ګرځم
 
چې  غيرت   او    پښتو   وي   پکې  دفن
زه   اوس   داسې   ويجاړه   پسې   ګرځم
 
زما   ډيره      بې وسي      وه  !   ليونۍ
خفه  ده      رانه     لاړه     پسې    ګرځم
 
دډيرې  مودې   ورک   لالي    په    طمعه
همته !   انتظار     ولاړه     پسې    ګرځم