د يار سترګی اثری دی
جوړ د بنګو کنډولی دی
ميکده د ترينه جار شی
ډک جامونه د ساقی دی
تکی سری دی لکه زرکی
خماری دی نيشه يي دی
ملنګان يي لاس په نام دی
پتنګان يي سپيلنی دی
له هرچا يي زړګی وړی
له ملا که له امی دی
هرچا کړی ګوته غاښ ته
دا سپينږيری او که زلمی دی
په حفيظ مليار نخری کړی
ځکه اوښکی تری جاری دی
وروستي