
ښکلا د مېز له سره يو پنډ کتاب واخېسته او پر خپل تخت کښېناسته ، له کړکۍ څخه يې پر سرک يو ځغلنده نظر واچوه د هغې کوټه په درېم پوړ کې وه ، سړک يې ښه ليدی شو ، سړک د نجونو د ليليې سهيل ته غځېدلی و، هره شپه به ډېر محصلين د هلکانو له مرکزي ليليې دلته راتلل او د سرک د غاړې د څراغونو رڼا ته به يې سبق وايه ، اوس چې د کال د لومړي سمستر د آزموينو شپې ورځې وې ، دسرک پر سر د هلکانو شمېره هم ډېره وه ، چابه د قدم وهلو په حالت کې درس وايه ، چابه د برق پر پايه شا لګولې او کتاب به يې لاس کې و ، ځينې نور به يوې څنډې ته گډ سره ناست و او په درس ويلو به بوخت وو . ښکلا هلکانو ته ځير شوه ، وارخطا غوندې شوه ، زړه يې ناڅاپه په درزېدو شو او په بېقرارۍ يې له ځانه وپوښتل :
_ اه خدايه ! د سپينو جامو هلک ولې نه دی راغلی ؟ هغه خو به ناروغه شوی نه وي ، بل څه نه وي شوي ، هغه خو به حتما درس ويلو ته راته ......ښکلا له ځانه په پرله پسې پوښتنې کولې ، ذهن ته يې ګډو وډو خبرو لار کوله ، نا آرامه شوه لکه چې ځمکې ورته ځای نه ورکاوه ، څو ځلې له خپلې کوټې ووته د دهلېز کړکۍ ته ودرېده ، شاو خوا به يې وکتل او چې د ليليې معلمه به نه وه بيا به يې دباندې سرک ته په دې هيله سر واېسته چې د سپينو جامو هلک به وينې خو چې هلته به نه و بيا به په څه پلمه ، مخامخ کوټې ته ننوته او له هغه ځايه به يې پر سرک نظر واچاوه خو د سپينو جامو هلک درک نه و . ښکلا خپلې کوټې ته ستنه شوه ، پر تخت پرېوته ، زړه يې نه غوښتل چې درس ووايې ، همداسې يې سرک ته کتل . سترگې يې ډکې شوې ، پوه نه شوه چې څه وخت خوب ورغى .
سهار ښکلا خپل زړه په دې تسلا کړ چې ښايې د سپينو جامو هلک به چېرې په مېلمستيا تللی و او که خدای کول نن شپه به خامخا راځي ، په همدې هيله يې ورځ تېره کړه مازديګر يې زړه ډېر تنګ شو ، د ليليې Computer room يا د کمپيو ټرونو کوټې ته لاړه هلته يې خپله ملګرې پلوشه وليده چې په Chat بوخته ده ، پلوشه د ښکلا په ليدو په خندا شوه ، ويې ويل :
_ راشه وګوره سعيد څه ليکلي
_ بيا به يې څه ليکلي وي ، خو د تل په شان به وايې :
پلوشې ! زه درسره مينه لرم ، ته زما يوازېنۍ هيله يې ، زه بې له تا ژوند نه شم کولی .........
_ اه نه دا ځلې هغه خبرې نه دي ، ته خو راشه يو ځل وګوره ، دی څه وايې
ښکلا د پلوشې د کمپيوټر سکرين ته ټيټه شوه او په غټو تورو ليکلې دا کرښې يې ولوستلې:
پلوشې زموږ نامزادي ډېره اوږده شوه ، دا ځل چې په رخصتۍ کورته لاړو نو زه به مې پلار ته د واده خبره کوم . له واده وروسته به نور په ليليه کې نه اوسېږو ، ځانته به چېرې کور نېسو .... زه درسره ډېره مينه لرم .............
ښکلا مسکۍ شوه ، خپلې اوږې يې پورته واچولې او ويې ويل :
_ خو رېښتيا وايې
بيا يې په خندا وويل :
_ څه جالبه ID ده i_miss_u@yahoo.com
ښکلا د يوه بل کمپيوټر مخې ته کېناسته ، څو وېب پاڼې يې واړولې خو هيڅ شي خوند نه ورکاوه ، د هغې په زړه کې تېرېدل چې يوه ورځ به ها د سپينو جامو هلک دې ته هم لکه سعيد له مينې ډکې خبرې کوي ......
تياره خپره شوه ، هلکان يو په بل پسې سرک ته راتلل خو د ښکلا ورکه لا نه وه پيدا . يو ځل يې زړه ته راغلل چې ښايې هغه به نن سپينې جامې نه وي اغوستې او رنګه جامو کې به راغلی وي ..............
ښکلا همدې فکر کې وه چې ناڅاپه يې د سپينو جامو پر هلک سترګې ولګېدې . د هلکانو د ليليې له لورې راغی ، د ښکلا د کوټې کړکۍ ته مخامخ يې له کوم ملګري سره روغبړ وکړ ، شېبه وروسته په سبق ويلو بوخت شو. بيا يې هم سپين کميس او پرتوګ اغوستي وو ، ګڼ وېښتان يې يو څه ګډ وډ ښکارېدل ، په لاس کې يې يوه شنه کتابچه او يو چپتر و . د هلک په ليدو د ښکلا زړه يو څه آرامه شو ، يوه ژوره ساه يې واېسته ، پياله يې له تورو چايو ډکه کړه ، خپل پنډ کتاب يې پرانيسته . د ښکلا پام به کله خپل کتاب او کله به دسپينو جامو هلک ته و ، دا د آزموينو وروستۍ شپه وه ، ښايې سبا شپه به د سپينو جامو هلک سرک ته نه راته ، او دې فکر ښکلا ډېره ځوروله.
شپه پخه شوې وه ډېری هلکان هم بېرته ليليې ته ستانه شوي وو خو د سپينو جامو هلک لا هم پر سرک ګرځېده . د سپينو څيراغونو رڼا ته يې سبق وايه ، ښکلا هم عادت شوې وه ، ترهغو چې به د سپينو جامو هلک نه و تللی دې ته به هم خوب نه ورته تا به ويل چې د دې خوب يې هم د هغه په سترګو کې ايښی دی . د هغه څېره يې سمه نه شوای ليدی ، ورڅخه ليرې و خو دنګه ونه ، ګڼ وېښتان او سپينې جامې به يې له ورايه ښکارېدې . هلک له ډېرو ګرځېدو وروسته د برق يوې پايې ته نژدې کېناسته ، شنه کتابچه يې خواته کېښوده ، د چپتر په لوستلو بوخت شو ، شېبه وروسته لکه چې خوب ورغلى وي له خپله ځايه پورته شو ، بې له دې چې يې شنې کتابچې ته پام شي د ليليې په لور روان شو. ښکلا ټکنۍ شوه ،زړه يې غوښتل چې ور غږ کړي ، هلک ته ووايې چې کتابچه يې پاتې شوه خو دا کار شونی نه و . ښکلا تر سهاره خوب ونه کړ ، د کتابچې څارنه يې کوله . ملا آذان چې د ليليې څو نجونې انګرېزي کورس ته له ليليې وتلې ، ښکلا هم ورسره وه ، ښايسته ډېره لار يې په پښو مزل وکړ، د پايې تر څنګ پرته شنه کتابچه يې ورپورته کړه ،څو شېبې ورته ځير شوه ، مسکۍ شوه له ځانه سره يې وويل دا کتابچه به خامخا دهغه نامالوم شهزاده څرک مالوموي ، بې له دې چې کتابچه پرانېزي هغه يې سينې پورې کلکه ونيوله ، په چټکۍ د خپلې ليليې په لور روانه شوه . د ليليې انګړ ته له ننوتو سره سم يې زياتې کوټې ته د تلو توان نه درلوده ، هم هغلته په چمن کښېناسته ، واښه په پرخه لانده و . د ښکلا ور پام نه شول . لکه فال چې ګوري سترګې يې پټې کړې ، کتابچه يې پرانېسته ورسره سم يې خپلې سترګې هم پرانېستلې ، د کتابچې په لومړۍ پاڼه کې يې سترګې له دې عبارتونو سره وجنګېدلې :
نوم : احمد سعيد سعيدي
ID : i_miss_u@yahoo.com