
سيدجمال الدين افغان دسيدصفدر زوی په کال ١٢٥٤ ه ق دکونړ ولايت په اسداباد کې زيږيدلی، دکورنۍ نسبي لړۍ يې سيدعلي ترمذي چې په پښتنوکې په پيربابا مشهور دی هغه ته اوبيا وروسته حضرت علي کرم الله وجهه ته رسيږي.
داميردوست محمدخان دواکمنۍ په پېرکې ديولړسياسې ملحوظاتوپربنسټ دسيدجمال الدين کورنۍ ته امر وشوچې کونړ پريږدې اوکابل کې مېشت شي. سيدجمال الدين داوو کالوپه عمرزده کړې پيل کړي، پلار يې دهغه مهال له پوهواودينې عالمانونه دسيدجمال الدين دښونې او روزنې لپاره مرستې وغوښتې ترڅوسيددعلم په ګاڼه وپسولي. سيدجمال الدين په اتلس کلنۍ کې نژدې ټول علوم پای ته ورسول . دهغه پيردحالاتواوشرايطوسره سم نورنو داسې استاذنه موندل کېده چې سيدجمال الدين ته يې ښونه کړي وای، سيدجمال الدين ته الله داسې نبوغ ورپه برخه کړی و، چې ديوۀ کتاب نوم لړبه يې وکوت نودکتاب دپوره محتواپه هکله به پوهېدۀ .
سيدجمال الدين په ګړپوهه (صرف ) غونډله پوهه ( نحوه) معاني اوبيان ، تاريخ اوليکنه ، تفسير، حديث ، فقه ، نجوم ، منطق ، حکمت ، سياست ، اخلاق ، رياضي، هندسه او دنوروګڼوعلومو په هکله پوره اوکره پوهه درلوده .
سيدجمال الدين يوخوځنده اوپلټونکی انسان و، غوښتل يې خپله علمي پانګه نوره هم پراخه اومضبوطه کړي نوهوډيې وکړ او هندوستان ته ولاړ.ديوکال اوڅومياشتوپه تيريدوسره يې په هندوستان کې په عصري علوموکې نورې زده کړې هم وکړې . وروسته تردې سيدجمال الدين دحج ددينې فريضې د اداکولو په نيت په ١٢٧٣ه ق کال چې له ١٨٥٧ ميلادي کال سره سمون خوري دمکې معظمې په لوروخوځېدۀ لومړی حجازته ولاړ اوبيا له هغه ځايه مکې ته ورسېده . په سعودې عربستان کې دحج دادا کولوپرمهال يې دهغه ځای له ډيروعلماوو سره وپيژندل دحج داداکولونه وورسته بيرته خپل هېواد ته راستون شو، اودامير دوست محمدخان په حکومت کې يې رسمي دنده واخسيته، له بده مرغه پۀ هغه وخت کې دافغانستان داميرانوترمنځ دواک پرسرجګړې رامينځ ته شوې . چې ددغوجګړو په پايله کې اميردوست محمد خان ومړپر ځای يې دنوموړي ځوی اميرشيرعلي خان دواک پر ګدۍ کښېناست چې بيا وروسته شېرعلي خان هم داميرمحمداعظم خان اوعبدالرحمن خان له خوالۀ واکه راوپرزول شو، اوپرځای يې امير محمدافضل خان خپل ځان دهېواددامير په توګه اعلان کړ، له نوموړي سره هم ژوندوفا ونکړه اووفات شو، پرځای يې امير محمداعظم خان دافغانستان اميروټاکل شونوسيدجمال الدين افغان هم همدغه اميره سره دنده ترسره کوله اواميرته به يې خوراښې اوبريالۍ مشورې ورکولې چې پۀ دغه کار يې دامير په وړاندې ډيراعتبار پيداکړ واميرهم فيصله وکړه او سيدجمال الدين افغان يې خپل لومړی وزير وټاکۀ . سيدجمال الدين چې په حکومتي چارواکې يې اميرته دښولارښوونوپه ورکولو سره داميرزړه ترلاسه کړی و، نودهغه وخت دځينوحکومتې چارو واکونيت سيدته په بده واوښت اوپرسيدجمال الدين يې داميرپېروزينه نه لورېده نواميرته يې دسيدجمال الدين په هکله ډول ډول خبرې کولې ، چې په پای کې دسيددښمنان په دې وتوانيدل چې داميراوسيدجمال الدين ترمنځ اختلافات رامينځ ته کړي. لۀ بده مرغه چې په دغه وخت کې يوځل بياداميرانوپه کورنۍ کې ستونزې رامينځ ته شوې اوکورنۍ جکړې پيل شوې . اميرمحمداعظـم خان داميرشيرعلي خان له خواماتې وخوړه دامير محمداعظم حکومت ړنګ شو، خوسيدجمال الدين افغان هيڅ کوم لوري ته لانه ړۀ په کابل کې پاتې شواميرشيرعلي خان خوپه ښکاره توګه سيدجمال الدين ته څه هم ونه ويل خوپه پټه په دې فکرکې وچې سيدجمال الدين خودمحمداعظم خان دواکمنۍ لومړی وزيرو اوبل داچې سيدجمال الدين په افغانستان کې اوپه ځانګړي ډول په لوستواوروحانيونوخلکوکې دپراخ ملاتړخاونددی. داهغه څه وچې اميرشيرعلي خان ترې نه په وېره کې ؤ. سيدجمال الدين چې ډيرهوښيار اوبيدارانسان ؤ داميرشيرعلي خان په نيت پوه شونودايې دځان لپاره ښه وګڼله چې هېوادپريږدې اوچرته بل لوري ته ولاړشي خومخکې له دې چې هېواد پريږدي اميرشيرعلي خان ته يې دځينوځانګړوکارونودکولو وړانديزوکړ،ورته يې وويل چې که غواړئ افغانستان پرمختګ وکړي په خپل مټ متکي اوسي دنيواکګروله نيواک نه خلاص شي نوته بايدعصري ښونځی جوړکړې عصرې پوستي سيستم ، اوردو، مطبوعات، روغتونونه ، عصرې نظامې ښونځي اويوه موډرنه کابينه جوړه کړي داهغه کارونه وۀ چې اميرشېرعلي خان دخپلې دويم ځل واکمنۍ پرمهال پلي کړل، دسيدنورمحمدشاه په مشرۍ يې دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې حکومتې کابينه جوړه کړه دپوست، مطبوعاتو،روغتونونو،نظامې ښونځيوپه جوړونه کې يې هم دپام وړکارونه وکړل. اميرشيرعلي خان ته ددغو مشورو ورکولو سره سم سيدجمال الدين ددويم ځل لپاره په ١٨٦٨ميلادې کال دهندوستان په لوري وخوځېده . په هندوستان کې د حکومتي چارواکو او اشخاصوله خواسيدجمال الدين ته خورا تود هرکلی وويل شو. په هندوستان کې هم ځينې داسې خلک وو چې سيدجمال الدين يې له پخوانه پيژاندۀ اوله دۀنه په وېره کي ووځکه چې سيدجمال الدين ته الله داسې خارق العاده پوهه ورکړې وه چې هرځای ته په رسيدوسره به ځوانان او روڼ اندی وګړي ده ته راتلل اوګټورې مشورې به يې تري ترلاسه کولي. سيدجمال الدين دغلته هم دځينوهندي چارواکوپه شوم نيت وپوهېدۀ نوديوې مياشتې له تيريدوڅخه وروسته ددرياب له ليارې دمصر په لورروان شو، هلته له رسېدوسره سم يې دالازهرپوهنتون اودسوريې لۀ ډيروعلماوو سره پېژندګلوي وشوه ، دغوعلماوولۀ سيدجمال الدين نه وغوښتل چې له دوئ سره دمذهبي زده کړو په تدريس کې مرسته وکړي، سيدجمال الدين يې وړانديز په ورين تندي ومانۀ اوپۀ خپل استونګځي کي به يې ورته ښوونه کوله څه موده وروسته په ( ١٢٨٧ه ) (١٨٧٠) م کال سيدجمال الدين استانبول ته لاړ. ترکي واکمنانوسيدجمال الدين ته خورا تود هرکلی وکړ، سيدجمال الدين سره لۀ دې چې پۀ ترکي ژبه نه پوهيدۀ خوددوو اونيوپه اوږدوکې په دې بريالی شوچې نوموړې ژبه زده کړي، چې داکارد سيدجمال الدين دنبوغ يوه ښه بېلګه ده. سيدجمال الدين په ترکيه کې دترکي چارواکوپه غوښتنه دهغه هېواددښونې او روزنې په وزارت کې دعلمي شوراد غړ ي په توګه ومنل شو.سيدجمال الدين دخپلوهراړخيزوپراخوګټورو اوعلمي نظريوپه رامينځ ته کولو سره په هغه وزارت کې دښونې اوروزنې نوی علمي سيستم رامينځ ته کړ،چې ډېرګټوروبلل شو. له بده مرغه چې د سيدجمال الدين علمي زکاوت په ترکيه کې هم دۀ ته مخالفان پيداکړل، اوډول ډول دسيسې يې ورته جوړې کړې، داستانبول پوهنتون دريس ( افندي ) په وړانديزچې له سيدجمال الدين نه يې غوښتي وو داسې يوه مقاله بايدوليکي چې خلک کسب اوکارته وهڅوي سره له دې چې سيدددغسې مقالې دنۀ ليکلوبخښنه هم ترې غوښتې وه خود(افندي ) ټينګار دې ته اړويسته چې مقاله وليکي . دسيدجمال الدين دغه مقاله ليکل اوهغه بياپه داسې غونډه کې لوستل چې دترکې دهغه وخت لومړی وزيريې هم اورېدوته راغلی و، داسې يوحالت رامينځ ته کړچې سيدجمال الدين په ترکيه کې ډيرپلويان پيداکړل . خود( تحسين فهمي ) په څېرخلک دسيدجمال الدين له مقالې سره مخالف وو. نوموړي به تل په خپله ورځپاڼه اونوروورځپاڼوکې سيدجال الدين پسې ډول ، ډول پارونکي تبليغات کول چې په پای کې سيدجمال الدين ترکيه هم پرېښوده اوبېرته مصرته ولاړ. داځل نوسيدجمال الدين نه غوښتل چې په مصرکې پاتې شي خودمصرحکومتي چارواکو اوددۀپخوانيودوستانودی اړويست چې پاتې شي. له دې سره په څنګ کې څوزرو زدکړندويانواو علماوو غونډې وکړې چې سيددې دوئ ته دفلسفې زده کړه ورکړي سيدجمال الدين خپل فعاليت پيل کړدهرې جمعې په ورځ به يې دازهرپوهنتون له استاذانو. اوزده کړندويانوسره علمي بنډارونه درلودل . ددۀ داستوتګنې ځای به کله هم له علمي اوفلسفي بحثونوخالي نه وۀ .سيدجمال الدين په مصرکې خورا اوڅار شو دمصرخلکوبه دی دستونزودخلاصون کليدګاڼۀ ، په دغه وخت کې دسيدجمال الدين له برکته په مصرکې دليکنې فن علمي بڼه غوره کړه،سيدجمال الدين دغلته دفلسفې ښونځی پرانيست اوډېرزده کونکي يې وروزل سيدجمال الدين چې په ژوندکې يې يواځينۍ موخه دمسلمانانويوالی د ختيځې نړۍ د وګړوويښتيااود استعمار لۀ پنجونه د خلکوخلاصون وۀ همدغه موخه وه چې سيدجمال الدين يې دترلاسه کولوله پاره دهغه وخت له ستونزوسره سره چې داوسني وخت په څېرترانسپورتي اودژوندانۀ په نورو برخوکې چې کومې اسانتياوې شته نه وې، کله دلته اوکله هلته يې لالهانده اوسرګردانه ژوندتېراوۀ . انګليسي استعمار هم په هغه وخت کې دسيدجمال الدين هريون اوخوزښت په ځيرڅارۀ اوپه هرځای کي يې ورته ربړې پيداکولې. . سره له دې چې د مصردهغه مهال پاچا( توفيق ) دسيدجمال الدين ډېرنږدې ملګری و، اودسيدګټورې لارښونې يې په ورين تندي منلې خوپه مصر کې دبرطانيي استعمار دهغه مهال قونسل ( جنرال فيضان ) دخپل شرارت ،کينې اوبدبينۍ نه ډکومشورواونظرياتودمصرواکمن ( توفيق ) دې ته اړويست چې سيدجمال الدين له مصرنه وتوته اړباسې ، هماغه وۀ چې سيدجمال الدين ناچاره په ١٢٩٦ ( ١٨٧٩) م کال دهندپه لوري کډه وکړه اوحيدراباد ته ورسېد. د ( الردعلي الدهرين ) په نامۀ رساله يې هم همالته وليکله. په هندکې له څه وخت تميدونه وروسته سيدجمال الدين داروپاپه لور وخوځيد، اولندن ته ولاړچې هلته يې د(ضياالخافقين ) په نوم يوه جريده خپره کړه بياله له هغه ځايه دفرانسي دپاريس ښارته ولاړ اوډيرکلونه هلته تم شو. په پاريس کې سيدجمال الدين دخپلوملګروپه غوښتنه ددې لپاره چې دنړۍ مسلمانان دېوې واحدې فکري لارې لاندې راټول شي ديوې جريدې خپرولوته اړويستۀ محمد عبده دسيدجمال الدين شاګرداونژدې ملګری پدې هکله داسې وايي .
سيدجمال الدين افغاني له مامحمد عبده نه غوښتنه وکړه چې ددغې جريدې په خپرولوکې زه ورسره ملاوتړم نوهماغه وۀ چې په (١٨٨٣) م کال کې مو د(عروه الوثقی ) جريدې بنسټ کېښود، دنوموړې ورځپاڼې اتلس ګڼې خپرې شوې چې دختيځې نړۍ په خلکواوپه ځانګړي ډول پرمسلمانانويې دومره اغيزه وکړه چې ساری يې نه ليدل کېده ډيروخت لانه وتېرشوی چې د فرانسوي حکومت په امرزموږدجريدې دفتروتړل شوسيدجمال الدين دجريدې له تړل کېدو وروسته يوه مياشت په پاريس اويوه مياشت په لندن کې تم شو اوبيانوايران ته ولاړ. سيدجمال الدين په ايران کې هم خپلوسياسي کارونوته دوام ورکړ ډېرروڼ اندي، عالمان او روحانيون به ورته راتلل اوله دۀ سره به يې مجلسونه کول. په ايران کې دسيدجمال الدين پرخواوشاه ددغسې خلکوراغونډيدو دايران واکمن نصرالدين شاه ته ټکان ورکړاودسيدجمال الدين له کړو وړونه ووېرېد. سيدجمال الدين دنصرالدين شاه په ناخوښۍ وپوهېده، نوهماغه وچې ايران يې هم پرېښود اوروسيې ته لاړ په روسيه کې له لږ وخت تېرېدونه وروسته بيرته دپاريس په لور راروان شو، دالمان دمونيخ په ښار کې يې دايران له پاچانصرالدين سره ليده کاته وشو اوبيايي سيدته ايران ته دارتګ بلنه ورکړه. سيدجمال الدين هم بلنه ومنله او ايران ته لاړ. دايران خلکودسيدپه بېرته راتګ خوراډېره خوښي څرګنده کړه. دسيدجمال الدين ژوندله ډېروپيښواو واقعاتونه ډک ژونددرلود اوکله يې هم خپله مبارزه نه پرېښوده په ايران کې دسيد دڅومقالوپه خپرولوسره بياخلک راوپارېدل دغه کار دايران لومړی وزير ووېراوۀاوشاه يې پرې خبرکړدسيدجمال الدين شتون يې دايران اوخپل حکومت له پاره خطرناک بالۀ نوهماغه ؤ چې سيدجمال الدين ته يې له ايران نه دوتلوامر وکړ.سيدجمال الدين هم پرته له ځنډه دعراق دبصرې ښارته ولاړ. دغلته له څه وخت اوسېدو نه وروسته په کال (١٨٩٢) م کي يوځل بيالندن ته ولاړ، اوشپږمياشتې يې هلته تېرې کړې هغه مهال سلطان عبدالحميددترکې پاچاؤ ، نوپه لندن کې يې دخپل سفيرپواسطه سيدجمال الدين ته استانبول ته دورتګ بلنه ورکړه ، سره لدې چې سيدجمال الدين په لومړي سردغې بلنې ته دنه ځواب ووايه ، خودسلطان عبدالحميد په ډېرټينګار چې سيدته يې ځان ډېرمخلص وښود، نوسيدجمال الدين هم قصطنطنيې ته ولاړ. په ډېراحترام او اداب ورته ښه راغلاست وويل شو. داستوګنې له پاره يې ورته ډيره ښکلې ماڼۍ ورکړه . سيدپنځه کاله هلته تېرکړل خودغلته له اوسېدونه خوښ نه برېښېدۀ څوڅوځله يې له ترکي چارواکووغوښتل چې اجازه ورته ورکړل شي او اروپاته و لاړشي. مګرد سيدجمال الدين پدغوغوښتنوچاغوږ هم نه ګراوۀ . دغه ژوندنونوردسيدجمال الدين له پاره دزندان ژوندګڼل کېدۀ ځکه چې په ښکاره خودی په يوې ښکلې ماڼۍ کې اوسېدۀ خوداچي دی پدې پوهيدلی وچې دبرطانيوي استعمار په لومه کې راګېرشوی دی نوداپه يوې ښکلې ماڼۍ کې ژوندنه بلکې په يوۀ زندان کې ژونددی . په خواشينۍ سره بايدوليکم چې دختيځ اوعالم اسلام هغه فيلسوف نابغه دختيځې نړۍ دوګړوپه درددردمن، دمسلمانانو ديوالي ، اتحاداو اتفاق ارمانجن اودبرطانيوي نيواک ګرد سترګواغزی، هغه څوک چې په منځني ختيځ ، ايران، افغانستان ، هندوستان ، مصر، روسيه ، عراق، ترکيه، المان، لندن اودنړۍ په نوروملکونوکې يې دقلم په توره مظلوم اومحکوم ولسونه داستعمار له پنجوخلاصول هغوئ يې دنيواکګرو په وړاندې مبارزې ته هڅول د( ١٣١٤) ه ١٨٩٧) م کال دمارچ په نهمه نېټه دسه شنبې په ورځ په دولسوبجواوديارلسودقيقودسرطان دناروغۍ له امله دنهه پنځوسو کالوپه عمر له دې غملړلې نړۍ سترګې پټې کړې .( انالله وانااليه راجعون ) روح دې ښادوي. ډيرليکوالان چې د سيدجمال الدينافغان په هکله يې ليکنې کړېدي وايي چې دسيدجمال الدين مړينه طبعي نه وه دسيد په مړينه کې دنړۍ دزوروخلکواوپه ځانګړي ډول دبرطانيوي استعمار لاس وۀ. مرحوم سيدجمال الدين ته په شونډوکې ددۀ دمعالج ډاکټرله خواچې دترکې واکمنانوورته ټاکلی وۀ دسرطان ويروس پېچکاري شوی ؤ، کله چې ترکي واکمن سلطان عبدالحميددسيدجمال الدين له مړينې خبرشو نوخپلوځانګړو کسانوته يې امر وکړچې کوم کتابونه ياکاغذونه چې له سيدجمال الدين نه پاتې وي راغونډاوويي سوځوي اويوډله نوروخلکوته يې امروکړ چې دسيدجمال الدين مړی دې خاروته وسپاري نوهماغه ؤ چې داتلسمې پيړۍ يوداسې انسان چې داسلامي نړۍ اودختيځي نړۍ دټولو خلکودهوساژوندغوښتونکی، هغه څوک چې ددغه مرام اوموخې دترلاسه کولو له پاره يې حتی واده ونکړله خپل کلی وطن خپلوانولري دترکيې داستانبول ښار دشېخلر په مړستون کې دخپلوشاګردانواوپلويانوله خواله دلۍ دلۍ ارمانونوسره خاروته وسپارل شو. څه موده وروسته داستانبول ښاردښاري پلان له مخې په هغه ځای کې چې سيدپه کې دفن شوی ؤ دښاري پلان نقشه پلې کېده نودترکيې دهغه وخت حکومت اودسيدپلويانوداوپتېيله چې دسيدجمال الدين جسدبايدخپل پلرني هېواد افغانستان ته ولېږدول شي نوهماغه ؤ چې دافغانستان دپخواني ټول واک محمدظاهر دواکمنۍ په مهال په ترکيه کي دافغانستان د سفارت په مرسته په ( ١٣٣٢ه ) ( ١٩٦٦م ) کال دمرغومي په لسمه نېټه ديکشنبې په ورځ دسيدجمال الدين تابوت له ترکيې نه لومړی دپاکستان دکراچۍ ښار اوبياافغانستان ته راوړل شواودکابل پوهنتون په انګړکې خاروته وسپارل شو. سره له دې چې سيدجمال الدين په خپل ژوندکې پدي بريالی نه شو هغه موخه چې دۀ غوښتله ترلاسه يې کړي خودده دژوندانۀ پرلپسې هڅې او روزنې بې ځايه نه وې. دنوموړې له مړينې نه لاډېروخت نه وتېرشوی چې دمنځني ختيځ په هېوادونوکې داسې حالات رامنځ ته شول چې دبرطانيوي استعمار پښې سستې اومسلمانان ددوئ دغلامۍ له پنجوخلاصون وموند. همدارنګه په ختيځه نړۍ کې دهندپه لويه وچه اوپه خواو شاسيموکې داستعمار دواکمنۍ ټغرټول شو، دا اودې ته ورته نورې لاس ته راوړنې پدغوسيموکې دسيدجمال الدين دژوندانۀ دمبارزو پايله وه ، خويوڅه چې دسيدجمال الدين په ژوندانۀ کې يې دسيدپام ځانته اړولی ؤ هغه دختيځې نړۍ دمنځني ختيځ دخلکوراتلونکی ژوند اوپه ځانګړي ډول ددغې سيمې دمسلمانانوراتلونکی ژوندو. سيدجمال الدين په دې پوهېدۀ چې که اسلامي امت يوموټی نه شي استعماري قوتونه به ددغې سيمې خلک اوپه ځانګړې ډول مسلمانان له ډول ډول ستونزوسره لاس او ګريوان کړي . دادی دسيدجمال الدين دغه اندېښنه مونږدمرحوم سيدله مړينې نه څه دپاسه يوه پيړۍ وروسته هم په دغه سيمه کې وينوپه منځني ختيځ کې داسرايلو په نوم ديوهېوادرامنځ ته کول په نړيواله سطحه دکفري اوپه ځانګړي ډول دبرطانيې اوامريکاله هغوئ نه ملاتړهغوي ته اټومې وسلي جوړول هره ورځ دمظلوموفلسطينيانووينې تويول په کورنويې بمبارۍ ددوئ دپلرونواونيکونوځمکې په زورنيول دعربي نړۍ دتيلوپه پراخوزېرموخېټه اچول ديخواته دهندوستان اوپاکستان ترمينځ دکشميرمسلهچې په زرګونوکشميري مسلمانان او هندوان يې لۀ امله مري .د افغانستان او پاکستان تر مينځ دډيورنډدمنحوسې کرښې رامينځ ته کول چې پايلې يې نن مونږ افغانان پخپلوسترګووينوچې دډيورنډګرښي دواړه خواوته مسلمانان دهمدغې منحوسې ګرښې دموجوديت له امله مري دااودې ته ورته نورې ډېرې بې شمېره ستونزې چې دبرطانيوي نيواکګروله وختونوراپاتې دي اودختيځي نړۍ مظلوم خلک يې قرباني کيږي. داهغه څه وچې سيدجما الدين يې يوه پېړۍ مخکې دې ته هڅولي و چې دشرقي نړۍ اوپه خاص ډول داسلامې امت دهروګړي وروټکوي اولکه ديوۀ ملنګ په څېرتري ديوالي ، اتحاد،پوهي ، اوبيدارۍ خيرات غوښتۀ اودايې ويل چې که تاسو يوالی اواتحاد ونلرئ نوزبرځواکونه به ټول عمر ستاسوباداران اوتاسوبه يې غلامان ياست. درنولوستونکوکه تاسو دعروه الوثقی جريدې تقربياً دري څلوېښت مقالې ولولئ نووبه وينئ چې سيدجمال الدين څومره داسلامي امت درد دردمن کړی ؤ چې څلويښت کاله يې په دغه مبارزه کې تيرکړل په پرديوملکونوکې دناپوهوچارواکوله خوا ورټل شو. له ملکونووشړل شو، تهديدشو ، زندان يې تېرکړ،خوله خپلې موخې او مرام يې لاس وانۀ خيست که يوه لار به پرې بنده شوه نوله بلې لارې به يې خپله مبارزه پيل کړه داهرڅه يې صرف اوصرف داسلام اوختيځې نړۍ دخلکودسرلوړي ژوندتېرولوله پاره وګالل . دسيدجمال الدين په ژوندانۀ پورې يوه بله اړونده خبره هغه د دۀ دنسب اوټاټوبي خبره ده چې زمونږايرانې وروڼه په ډيره بې شرمانه ډول دادعوه لري چې سيدجمال الدين ايرانی دی که دلته دسيدجمال الدين دنسب اوټاټوبي په هکله ليکنه پراخه کړو نوښايي ډير وخت به وغواړي خوکه څوک دغي خبري سره ليوالتيالري نودسيدجمال الدين په هکله ډيرکتابونه ليکل شوي چې يوله هغونوداستادعلامه عبدالحي حبيبې کتاب دي چې ( نسب وزادګاه سيدجمال الدين افغاني ) نوميږي هغه دي وګوري. زه دسيدجمال الدين دافکاروديوۀ پيروان په توګه دافغانستان له حکومت نه داغوښتنه کوم چې پۀ کابل پوهنتون کي دسيدجمال الدين مزارته دکورنيوجګړوله امله زيان اوښتی بايد چې له سره ورغول شي اودې خبري ته په ځانګړي ډول دافغانستان دولسمشرپاملرنه غواړو . زه خپله ليکنه دسيدجما الدين پدې ويناپاي ته رسوم چې ويل به يې :
اي خلکو!
تاسو د نيواکګرو له خويونواوعادتونوسره اشانا نه يي که تاسو دخپلومټوپه زور اوقوت په هغوي بريالي شئ نوهغوئ خپله لاره بدلوي تاسوبه پخپلوکي په ډول ډول ربړواخته کړي اوبيابه درباندې په پېړيوحکومت وکړي . تاسوبه حقيراوفقير وئ او ددوئ په غلامۍ کي به ژوندکوئ زله تاسونه داغوښتنه لرم چې دهمت مټې راونغاړۍ اوددښمنانوپه دسيسومه غولېګئ دهغوئ په مقابل کې دايمان، يوالي اواتفاق ټينګ اومحکم سنګرونه جوړکړئ اودامجال ورته ورنه ګړئ چي په ډلو، فرقو، قومونواو مذهبونومووويشي .
ماخذ :
نسب وزادګاه سيدجمال الدين افغاني علامه عبدالحي حبيبي
سيدجمال الدين افغاني وافغانستان : سيدقاسم رشتيا
عروه الوثقي سيدجمال الدين ژباړه عبدالله سمندر
دافغانستان مشاهير: سيدمحي الدين هاشمي
دافغان سيدجمال الدين دژوندلنډتاريخ اوسياسي هانداوهڅې: محمدابوريه ژباړه: غلام رباني